د حق د لار ې کلتوري ټولنې مشرتابه د خواخوږۍ پيغام


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • س افغاني
  • 410

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستر مبارز، سیاست پوه،  شاعر، ادیب ،  او عالم  اجمل خټک بابا زمونږ ددې فاني دنیا  څخه رحلت وکړ.اناالله و انا اليه راجعون
د حق د لارې د فرهنګي ټولنې مشر تابه د پښتنو د ستر مشر ارواښاد اجمل خټک بابا د مړينې له کبله د لوی خدای له درباره هغه ته د فردوس جنت  او درنې کورنۍ  او خواخوږو ته يې د جميل صبر هيله کوي ، اجمل خټک نه تنها د پښتنو بلکه په نړې کې د ازادې خواهې بهير يو ځلانده ستوری    وه چې بشري  تاريخ به د هغه د افتخاره ډکې کارنامې هيڅکله د ياده ونه باسي ٠

الله تعالی دی دا دحق د لیاری مبارز او رسالتمند مسلمان غریق رحمت او دفردوس جنتونه یی ځای کړی او ددی خدایبخښلی  کورنی، د سنګر ملګرو،  پښتنو او د هغوی ټولو خواخوږو ته تسلیت او صبر جمیل د الله تعالی له درباره غواړو.


نن په غم کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

پښتنو په لر او بر مرګی  مرګي دي
نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
 جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا
      آمین یا رب العالمین
   س  افغاني