مباهله د اسلام د حقانيت او کاميابۍ ورځ


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • انور شاهين خانخېل
  • 328

د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه

 په اسلامی تاريخ کښې د لوے اختر (ذی الحجې) د مياشتې څلورېشتمه (٢٤ ) نېټه د مباهلې له ورځې سره سمون خوری خو له دې مخکښې چې په دې هکله څه ووايم له هر څه مخکښې غواړم دا خبره په ګوته کړم چې اسلام يو وسېع او پراخه دين دے او  يواځې د يو څو عبادتونو نوم نه دے بلکې د ژوند د ټولو مسائلو حل په کښې موجود دے. تر څو چې د اسلام د تاريخی واقعاتو تعلق دے نو په هغو کښې ځينې هغه واقعات دی چې د اسلام د سرلوړۍ او کاميابۍ سبب ګرځېدلی دی او ځينې نور اسلام او مسلمانانو ته د نقصان او تاوان رسېدو يا د اسلام  د مقدس نوم د بدنامېدو سبب ګرځېدلی دی چې پکار دی په هغو واقعاتو چې د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ او کاميابۍ سبب ګرځېدلی دی وياړ او خوشحالی وکړو او چې کومو واقعاتو اسلام ته ضرر رسولے دے په هغو باندې غم او افسوس وکړو او خوا ښينی پرې څرګنده کړو.

     د مسلمانانو د خوشحالۍ او وياړ موقعې يواځې په کال کښې په دوو اخترونو کښې نه محدوديږی بلکې په  اسلامی تاريخ کښې ډېر داسې واقعات شته چې پکار دی نن پرې هم مسلمانانو وياړ او خوشحالی وکړی چې په دغو واقعاتو کښې يوه تاريخی  واقعه د (( مباهلې)) واقعه ده چې پکار دی مسلمانان پرې خوشحالی او فخر وکړی. اول پکار دی چې دا وګورو چې د مباهلې مطلب او مقصد څه دے؟

      په عامه توګه مونږ څو عربی اصطلاحات لرو لکه  مذاکره، مباحثه، مناظره، مباهله او مبارزه وغېره په دغو کښې مذاکره په يوې موضوع او يا څو موضوع ګانو باندې د دوو تنو يا څو تنو خبرو اترو ته وائی، همدا رنګ مباحثه په يوه يا څو موضوع ګانو باندې د دوو يا څو تنو په دليل او برهان سره خبرو اترو او بحث کولو او يوې نتيجې ته رسېدو ته ويل کيږی، دغه شان مناظره د مباحثې يو منظم شکل دے چې پکې دوه تنه يا دوه خواوې او ډلې په دليلونو او استدلالونو سره خپل حقانيت ثابتوی او مناظره دا تقاضا کوی چې کومه ډله د مخالفې ډلې په وړاندې څه دليل او استدلال ونه لری نو پکار دی چې حق ته غاړه کېږدی. خو چې کله خبره په مذاکرو، مباحثو او مناظرو سره حل نه شی او څه دليل او برهان نه لرونکے کس يا ډله په پړه ټينګه وی او خا مخا د حق په وړاندې بې له څه دليل او برهانه له ضد او لج ته کار اخلی نو بيا يې بله مرحله مباهله ده چې په مباهله کښې بيا دواړه کسان يا ډلې يو بل ته ښېرې کوی او په يو بل باندې د خداے پاک لخوا د لعنت او عذاب د نازلېدو بددعا کوی نو په داسې صورت کښې چې په کوم کس يا ډلې باندې عذاب نازل شی نو دنيا ته د هغه کس يا ډلې د ناحق توب او د بل کس يا ډلې د حق او حقانيت پته ولګی. او د مباهلې نتيجه دا تفاضا کوی چې له عذاب نه پاتې کسان بيا حق ته غاړه کېږدی او تسليم شی.

      په اسلامی تاريخ کښې او په خاصه توګه د خداے د ګران رسول (ص) په دور کښې اسلام او مسلمانان له داسې يوې واقعې يعنې مباهلې سره مخامخ شوی دی چې په لنډه توګه غواړم په دې مختصر مضمون کښې يې بيان کړم.

     دا خبره بايد ټول ومنو چې اسلام د دليل، برهان او استدلال دين دے او هيڅکله بې له څه ثبوت او دليله په بل باندې خپله نظريه نه تپی او په مېدان دا خبره کوی چې  قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ يعنې (( (اے رسوله (ص) ! دې مخالفينو ته) ووايه چې که تاسو رښتينی يئ نو دليل او برهان راوړئ ))

      صحيح او سوچه اسلام  له خبرو اترو، بحث، مناظرې او حتی مباهلې نه پس يعنې د  حجت له تمامېدو نه پس د عملی مبارزې او جنګ مرحلې ته داخليږی او هغه جنګ يې هم دفاعی جنګ وی، د تېری، چپاول او په وطنونو او سيمو باندې قبضه کول د اسلام په جنګی پالېسۍ کښې ځاے نه لری.

  د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) د اسلام د سپېڅلی دين چې د انسانيت د فلاح، کاميابۍ او خوشبخطۍ دين دے د خپرولو لپاره تل له سوله ايزو لارو چارو، اخلاقو او عملی کردار نه کار اخېستې دے. چې د نجران ښار له عيسائيانو سره هم د رسول اکرم (ص) يوه واقعه رامنځته شوې ده چې مباهله ورته وائی او دا واقعه نه يواځې دا چې په نورو دينونو او نظرياتو باندې د اسلام د حقانيت يو غټ تاريخی دليل دے بلکې د هر دين، مذهب، مسلک او قوم د پېروکارو لپاره پکې د درس ټکی پټ دی.

     نجران د مکې معظمې او يمن ترمېنځ يو ښار دے چې د ٧٣  کليو مرکز دے او د اسلام په وړومبيو وختونو کښې هلته کښې عيسائی دين رائج ؤ او په دې ښار کښې پاپ او لوے لوے عيسائی مشران اوسېدل. نجران ښار د نن سبا وېټيکن ښار په څېر ؤ. د نجران اوسېدونکی د بنی الحارث قبيلې او عبدالمدان قبيلې خلق وو خو اصلی اوسېدونکی يې بنی الحارث وو چې ډېر جنګيالی او مېړنی خلک ګڼل کېدل.

     د خداے ګران رسول (ص) چې څنګه د قېصر او کسری د سترو امپراطوريو په شمول مختلفو هېوادونو او قومونو ته د اسلام د دعوت په لړ کښې ليکونه لېږلی وو دغه شان د هجرت په نهم کال يې د نجران ښار چې د اسلامی حکومت په قلمرو کښې ؤ اسقف اعظم اود نجران د خلقو په نوم هم د اسلام د دعوت يو ليک ولېږۀ چې په دغه کښې ورته د اسلام د مبين دين دعوت ورکړ او ورته يې وفرمايل چې پکار دی د خداےپاک د بنده ګانو د پرستش او بندګۍ په ځاے د خداے پاک بندګی او پرستش وکړئ او هغه خداے د تېرو ټولو انبياو عليهم السلام رب او څښتن دے. او که د اسلام دعوت نه قبلوئ نو بيا په دې خاطر چې په اسلامی قلمرو کښې اوسېږئ او اسلامی حکومت ستاسو د امنيت او نورو چارو خيال ساتی نو بيا جزيه ورکوئ.

په ليک کښې ورته د قران مجيد هغه ايت مبارک هم وليکۀ چې پکښې يې يهوديانو او عيسائيانو ته په دا ډول خطاب کړے دے:

(( اے د کتاب خاوندانو راځئ چې مونږ او تاسو هغه خبره چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ شريکه ده غوره کړو، هغه دا چې بې له خداے نه پرستش و نه کړو او څه څيز د هغۀ شريک او برابر و نه ګڼو او په مونږ کښې هيڅوک بل څوک خپل پروردګار و نه ګڼی.))

     ځينو کتابونو ليکلی دی چې اسقف اعظم په قهر کښې هغه ليک وشلوۀ او له يو لړ سلا مشورو نه پس له پېغمبراکرم (ص) سره مناظرې ته تيارشول خو ځينو ليکلی دی چې

     له دې امله چې دا ليک د نجران د اسقف اعظم او ولس په نوم ؤ په ټوله سيمه کښې ډنډوره ووهلې شوه چې ټول خلک دې د نجران ښار سترې کليسا ته راغونډ شی چې ورته د محمد (ص) له خوا رالېږلے ليک واورولے شی. بس نو د دې خبرې په اورېدو سره له لرې لرې کليو او بانډو نه عيسائيان پياده او په مرکبونو رامات شول او کليسا او له کليسا نه بهر چار چاپېره ځاے له خلکو نه ډک شو په دغه موقع اسقف اعظم ابو وائله چې ځينو تاريخونو يې نوم ابو حارثه ليکلے دے، دغه شان  د ښار واکمن ابوحره او يو لوے پادری عاقب چې د روم امپراطورۍ لخوا په نجران کښې استازے ؤ، کُرَز بن سبره چې د بنی الحارث قبيلې يو مشر ځوان ؤ ابو حامد چې يو لوے او زوړ پادری  وو او په خلقو کښې يې ډېر نفوذ لرلو او همدا رنګ يو بل زوړ او بوډا پادری حارثه بن اثال ؤ چې په اصل کښې د نجران اوسېدونکے نه ؤ خو په هغو خلکو او مشرانو کښې يې ډېر قدر او احترام درلودۀ دۀ به اکثرو مختلفو سيمو ته سفرونه کول او ډېر به په يو ځاے کښې نه ايسارېدو له دۀ سره د تورات او انجيل زړې نسخې هم موجودې وې او د حضرت محمد (ص) په هکله په اسمانی کتابونو کښې له پېشګويو نه هم خبرؤ او د حق په لټون کښې ؤ او دغه شان نور غټ غټ پادريان او قومی مشران پاس په سټېج ناست وو

     په دغه موقع اسقف اعظم د خداے د ګران رسول (ص) رالېږلے ليک خلقو ته واوروۀ. د ليک په اورېدو خلکو کښې يو هېجان پېدا شو او ټولو يو بل ته په حېرانۍ سره کتل دغه وخت د بنی الحارث قبيلې هغه ځوان مشر کُرَز بن سبره پاڅېد او د رسول الله (ص) لخوا د ټولو وړانديزونو په ردولو سره يې د جنګ لپاره خلقو ته يوه راپاروونکې وېنا وکړه او خلقو هم په جوش او جذبه کښې د جنګ نعرې وهلې خو ابو حامد پادری په خپله وېنا سره خلق لږ ارامتيا او سوچ ته راوبلل او خلق يې له دې خطرې نه وويرول چې د اسلام له پېروکارو سره جنګ څه اسان کار نه دے بيا يو بل کس چې جهېر بن سراقه بارقی نومېدو چې هسې په نامه يو عيسائي کس ؤ خو له دين او مذهب سره يې هيڅ دلچسپی نه وه او اکثر به په خپلو ګټو او مفاداتو پسې ګرځېدو او د ډېرې چالاکۍ او د خبرو د چل په وجه يو صائب الراې کس ؤ او اکثر به ورسره په مهمو کارونو کښې مشورې کېدې. کله چې هغه وېنا ته پاڅېد نو وې ويل چې پکار دی مونږ د محمد (ص) لخوا د ليک راړونکی پلاوی کسان قيدی کړو او محمد (ص) ته پېغام ولېږو چې هغوی مو د مېلمستيا په وجه لږ ايسار کړی دی او په دې دوران کښې به د روم د امپراطورۍ په شمول له ټولو عيسائی سيمو څخه مرسته وغواړو او په يو هېړ سره به په محمد او د هغۀ په ملګرو يرغل وکړو او د تل لپاره به يې ختم کړو. د دۀ خبرې داسې له چالاکۍ نه ډکې وې چې په خلکو او مشرانو ټولو يې اغېزه وکړه او خلکو ورته د زنده باد ډېرې نعرې ووهلې. خو په دغه شور او غوغا کښې يو درون اواز ټول ځانته متوجه کړل او هغه هماغه تجربه کار بوډا پادری حارثه بن اثال ؤ. هغۀ خلک په ارام کړل هغۀ کرز بن سبره ښه پېژندو چې يو منافق او خود غرضه کس دے نو له احساساتو او له چل او فرېب نه په ډکو خبرو يې ملامته کړو او خلکو او مشرانو ته يې وويل چې پکار دی مونږ لږ له عقل او فکر نه کار واخلو او خا مخا ځانونه د جنګ له خطرې سره مخامخ نه کړو دغه کس يعنې محمد (ص) چې د پېغمبرۍ دعوا کوی او زمونږ په کتابونو کښې هم داسې اشارې مونږ ته ملاوېږی نو پکار دی چې د عالمانو او پوهانو يو پلاوے ورولېږو او ورسره خبرې اترې او بحث او مناظره وکړو حارثه ډېر مدللې او له سوچ او فکر نه ډکې خبرې وکړې چې د مشرانو په شمول يې ډېر خلک په سوچ او فکر مجبور کړل.

     بالاخره د څوارلسو عيسائی مشرانو يوه خصوصی غونډه وشوه او په هغې غونډه کښې يې فېصله وکړه چې په لويو لويو پادريانو او مشرانو مشتمل يو اوياکسيز ( او ځينو شپېتۀ کسيز ليکلے دے پلاوے دې مدينې ته ولبږل شی چې له حضرت محمد (ص) سره کتنه او مناظره وکړی.

بالاخره دغه جرګه يا پلاوے چې څوارلس تنه يې د نجران ستر عالمان وو له رسول الله (ص) سره د مناظرې لپاره مدينى ته لاړل. د نجران دغو استازيو پړق پړوق او د سرو سپېنو له زېوراتو نه ډکې او د غاورتيا جامې اغوستې وې لوے لوے صليبونه ورسره وو او په عاليشانو مرکبونو سوارۀ وو دې لپاره چې د مدينى د خلقو پام ځانته را واړوى او پدې ډول د ضعيف النفس خلكو په زړونوكښې لاره پيدا كړی                                                     

     پيغمبر اكرم (ص) په ډيرې هوښيارۍ سره د چارو ټول اړخونه څارل او دا په ازاد بحث كښې مهم د پام ټكے دے چې پکار دی د ټولو اړخونو څارنه وشی د دغه  پټ چل ول د شنډولو لپاره يې منفى مبارزه وكاروله ، داسې چې كله استازيو په شان و شوكت او پړق پړوق جامو سره رسول الله (ص) ته راغلل نو رسول اكرم(ص) ورته څه خاصه توجه ونه كړه او خبرې يې هم ورسره ونكړې، هغوى درې ورځې په مدينه كښې حېران او پرېشان ګرځېدل ان تردې چې استازيو له حضرت عثمان (رض) او حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) نه د پخوانۍ اشنائۍ له مخې د دې بى اعتنائى د علت پوښتنه وكړه ، هغوى استازى حضرت على کرم الله وجهه ته بوتلل چې هغه به يې درته حل لاره وښئ هغوی حضرت علی کرم الله وجهه ته خپل  مشکل بيان کړ، حضرت علی ورته وويل:   

"ځئ لاړ شئ او دا پړق پړوق او قيمتى او له غرور نه ډکې جامې وباسئ او په عام ډول پيغمبر اكرم (ص) ته ورشئ چې مطلب مو تر لاسه  شى" هغوى  د حضرت على (ع) خبره ومنله او ساده جامې يې په تن کړې چې په دا ډول ورته د خداے ګران رسول (ص) د ليد کتو او خبرو اترو اجازه ورکړه. دلته يو ټکی ته پکار دی پام وکړو او هغه دا چې سره له دى چې رسول الله (ص) د دغه چل ول او چالاكۍ مخه ونيوه خو بيا هم قيمتى او پړق پړوق جامو په يو شمير ضعيف النفسو مسلمانانو باندې اغيزه وكړه. داسې چې ارمان او هيله يې كوله چي كاش چى د عيسائى نمائندګانو په شان ماړۀ اوشتمن وې چې بيا د سوره ال عمران ١٥ ايت د هغو کمزوری ايمان والو مسلمانانو په رد کښې نازل شو چي معنا يې دا ده: "  اے پيغمبره (ص)! ووايه  ايا تاسو له  داسې څيز نه خبركړم  چې له دې (مادى پانګې) نه غوره  دى ؟ هغوى لپاره چې تقوى  اختيار كړى د پروردګار په نزد جنتونه دى چې نهرونه پكښې جارى دى هغوى به د خداے په رضا سربيره له سپېڅليو مېرمنو سره تل هلته وى او خداے پاک د بندګانو له حاله خبر دے".                                              

     په مناظره كښى يو بل اهم ټکے ازادى او له فضا جوړونې او ها هوڅخه مخنيوے دے ، رسول اكرم (ص) پنځه واړه نمونځونه په جومات كښې په جَمعې سره كول چې ټول مسلمانان به راغونډېدل عيسائيان د مسلمانانو راغونډېدو ډېرحېران كړى وو او هغوى هم د رسول اکرم (ص) په اجازې سره له خپلى عقيدى سره سم په پوره ازادۍ سره د بيت المقدس پرلورى نمونځ كاوۀ، ځينو مسلمانانو غوښتل چې د هغوى د ازادى خنډ جوړ شى او له خپل عبادت څخه يې منعې کړی خو د خداےګران رسول (ص) د هغو کمه پوهه لرونکو مسلمانانو مخه ونيوه له دغې تاريخى ېښې څخه دا هم معلومېږی چې هغوى په مدينه کښې پوره پوره ازادى لرله او د چاپيريال تر اغيزې لاندې نه وو.                                  

     بالاخره له درې ورځو وروستو په نبوی جومات كښې له نمونځ نه پس د خبرو اترو غونډه جوړه  شوه د نجران د عيسائيانو استازى له رسول الله (ص) سره كښېناستېدل مسلمانان هم د خبرو اترو اورېدو لپاره راغونډ شول او د مزې خبره خو دا چې يو شمير يهوديانو هم په غونډه كښې ګډون وكړ او له عيسائيانو او مسلمانانو سره يې بحث وکړ.        

وړومبې رسول اكرم (ص) په خبرو شروع وكړه او د نجران مېلمنو ته يې هركلے وويلواو په ډېره مينه يي اسلام اوتوحيد ته راوبلل او وي فرمايل:

     راځئ چې مونږ ټول د يوالله عبادت وكړو او ټول په يوه لاره روان شواو د خداے پاک د حكم د بېرغ لاندې راټول شو،بيا يـې د قران مجيد يوڅو ايتونه تلاوت كړل.                                                  

     پاپ وويل كه له اسلام او مسلمانېدو نه ستاسو مراد په خداے ايمان او د خداے په احكاموعمل كول وى؛ نو مونږ له تاسو مخكښې مسلمانان وو.                  

     د خداےګران پېغمبر(ص) ورته وفرمايل: حقيقى اسلام يو لړ نښې نښانې لرى درې داسې عملونه دى چې ستاسو د نه مسلمانۍ دليل دے؛ وړومبې دا چى تاسود صليب عبادت كوئ، دويمه دا چې د خنزير غوښه حلاله ګڼئ او دريمه دا چې تاسو عقيده لرئ چې خداے پاک زوے لرى.                    

     د نجران استازيو وويل: زمونږ په عقيده حضرت عيسى (ع) خداے دے؛ ځکه چې مړى به يې ژوندى كول او بې علاجه بيمارانو ته  به  يې شفا وركوله او له خټې نه به يې مارغۀ جوړكړ او په كښې به يې پو كړل او هغه خټه به په رښتيا مارغۀ شو او وابه لوت چې د دا ډول كارونه د هغۀ د خدائۍ نښه ده.                                                                     

     پيغمبراكرم (ص)وفرمايل: نه هيڅكله دا كارونه د خدائۍ دليل نه دے؛ بلكې هغه د خداے پاک نېک بنده  دے چې خداے پاک د بىبى مريم (ع)  رحم كښې كيښود او بيا يي ورته دا  معجزې وركړې هغۀ غوښه،څرمن، رګونه او اعصاب لرل خوراک به يې خوړواو اوبه به  يې څښلې ؛ نو داسې څوک خداے كيدې نه شى خداے پاك  سارے او نظير نه لرى.

     يو استازی وويل! حضرت عيسى (ع) د خداے زوے  دے دا ځكه چې چا هم له بىبى مريم سره وادۀ نه ؤ کړے او وې زېږوۀ ځکه دا پېښه د دې خبرې دليل دے چې د هغۀ پلار خداے دے او هغه د خداے زوےدے.   

     پيغمبراكرم (ص) (د سوره ال عمران له 61 ايت نه په استفادې سره) وفرمايل:                                                                     

د حضرت عيسى (ع) مثال د حضرت ادم (ع) په شان دے، چې هغه خداے پاک بې له مور او پلاره له خاورې پيدا كړ كه د پلار نه شتون د دې دليل وى چې عيسى (ع) د خـداے زوے دے نوادم (ع) خو نه پلار درلود او نه مور؛ نو له هغه سره ښائى، چې د خداے

زوے وى.

 د نجران استازى  پوه شول، چې که څومره هم پوښتنې او خبرې کوو نو  هم دا ډول برېكنده ځوابونه اورو؛ نو له دې كبله، چې له مخكښې نه يې (د دنيا د واكمنۍ په خاطر) فېصله كړې وه چى مسلمانان به نه شى مناظره يې نيمګړې پرېښوده  او وې ويل: دا خبرې مونږ نه  شى قانع كولې مونږ دې ته تياريو، چې "مباهله" وكړو؛ يعنى په يو ځاے کښې راغونډ شو او خداے ته په دعا كښينو او دروغجن ته ښېرې وكړو چى خداے پـاک دروغـجن هلاک کړی..                                                     

     چې دغه وخت خداے پاک  په خپل ګران رسول (ص) باندې د سورۀ عمران ٦١ ايت مبارک نازل کړ چې وې فرمايل: فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ (اے رسوله (ص) ! د علم له راتلو نه پس چې څوک له تا سره کج بحثی کوی نو ورته ووايه چې راشئ چې راولو مونږ خپل زامن او تاسو خپل زامن، مونږ خپلې زنانه او تاسو خپلې زنانه او مونږ خپل نفسونه (يعنې ځانونه) او تاسو خپل نفسونه بيا مونږ د خداے لور ته رجوع وکړو او په دروغجنو باندې د خداے لعنت وګرځوو)

      د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک لخوا د وحـى په  رسيدو سره  د مباهلې وړانديز ومـانۀ ، ټول مسلمانان  له  دې نتيجې خبر شول، هر خوا د مباهلې په باره كښې خبرې وې او يو بل ته به يې ويل چى رښتيا په مباهله كـښې به څه كيږى؟! ټول په بې صبرۍ سره د مباهلې په طمعه وو. ټاكـل شوې نېټه يعنې (د ذى الحجې د مياشتې 24 نېټه د هجرت نهم كال) راورسيد د نـجران استازيـوله مباهلې مخكښې د سلامشورى په غونډه كښې له يو ټکی  نـه (چې له نفسياتىاوروانى پلوه يې اهميت درلود) استفاده وكړه او هغه دا چې خپلو كسانو ته يې حكم وركړ چې كه تاسو وليدل، چې محمد (ص) په شور او غوغا، په ګڼې ګوڼې او په درز غوبل سره مباهلې ته راغې؛ نو مباهله ورسره وكړئ او ونه ويرېږئ؛ ځکه نو پوه شئ، چې په كاركښې يې څه حقيقت  نشته ؛ نو پدې وجه  له چغو سورو او هاهو نه كار اخلى؛ خوكه چېرې له لږوكسانو؛ يعنى له خپـلو بچو او خاصو نزدې كسانوسره په خاموشۍ سره راغې نو بيا له مباهلې نه ډډه وكړئ چي بـيا ورسره مباهله خطرناكه ده.                                                                

     د نجران استازى د مباهلـي ځاے ته لاړل او د تورات، انجيـل په لوستلو سره دعا ته چمتو شول او د رسول الله (ص) د راتلو په طمه شول.چې په دې کښې د خداے ګران رسول (ص) په داسې حال کښې تشريف راوړۀ چې عېن د قران مجيد د دغه نازل شوی ايت مبارک په ترتېب سره يې يو خوا ته امام حسن (ع) او بل خوا ته امام حسېن (ع) ؤ ورپسې حضرت فاطمه زهرا (ع) وه او بيا ورپسې حضرت امام علی (ع) ؤ. په ډېر استقامت سره مېدان ته داخل شول

     د نجران د استازيونامتو عالم عبدالمسيح شرجيل چې په عاقب مشهور ؤ خپلو ملګرو ته وويل: په خداے مې دې قسم وى چې زۀ داسې نورانی صورتونه وينم چي كه له خدايه وغواړى، چې غرونه له خپل ځايه راونړوى نو بې له شكه چې همداسې به وشى نو بس وويرېږئ او مباهله ونكړئ كه له محمد (ص)  سره مومباهله وكړه نو د نجران له عيسائيانوڅخه به هيڅوک پاتې نه شى ټول به هلاک شی زما خبره واورئ لږ تر لږه همدا يوځل زما خبرې ته غوږ كېږدئ بيا خير دے  زما خبره مۀ اورئ.       

    د شرجيل ټينګار او تاكيد د نجران په استازيو اغيزه وكړه او يوه عجيبه وارخطائى پرې راغله او مخې سره يې يو سپور رسول اكرم (ص) ته ولېږۀ او د مباهلې د پريښودو غوښتنه اود سولې د تړون وړانديز يې وكړ.

     د خداے ګران رسول (ص) د هغو په باب له مهربانۍ نه كار واخېست او وې فرمايل: چې له  دوی سره په  اسانو او نرمو شرائطو باندې د سولې تړون وكړئ، د سولې په لوظنامه كښې څلور ټكى وو:                    

1_ د نجران خلق موظف دى، چې (اسلامى حكومت چې د هيواد امنيت ساتى او هم د نورو چارو د چلولو په بدله كښې) هر كال دوه زره جوړې جامې په دوو پېرو كښې اسلامى حكومت ته وركړى.             

2_ د حضرت محمد (ص) استازى دې تر يوې مياشتى يا زياتې مودې پورې په نجران كښې د مېلمستيا حق ولرى.                              

3_ كه په يمن كښې د اسلام په خلاف بغاوت وشو؛ نو د نجران خلق به دېرش  زغرې، دېرش اسونه او دېرش اوښان د ضمانتى امانت په  توګه اسلامى حكومت ته وركوى.                                               

4_ له دې لوظنامې وروستو په نجران کښې سود منع دے.              

او په دې توګه د نجران پلاوى" ذمى شرائطو" ته غاړه كېښوده، او پداسې حال كښې چې واقعاً يې په ازاد بحث كښې ماتې خوړلې وه له مدينى منورې نه نجران ته روان شول

     د مباهلې واقعه مختلفو کتابونو په مختلفو طريقو او کمی زياتی سره راخېستې ده خو په دې ټول متفق دی چې د نجران عيسائيانو سره مباهلې لپاره د اسلام له خوا دغه پنځۀ پاکې هستۍ لاړې.

 (صحيح بخاری، صحيح مسلم، صحيح ترمذی، تفسير طبری، تفسير رازی، الدرالمنثور، مجمع البيان، الفصول المهمه ابن صباع مالکی بحار الانوار، سيره ابن هشام، فتوح البلدان، او د سيد بن طاووس اقبال وغېره.)

    لکه ستر حمزه بابا (رح) هم په يو ځاے کښې دې حقيقت ته شاره کړې ده چې وائی:

پنځۀ دی چې تفسير يې د اسلام کړے دے

پنځۀ دی چې تعمير يې د اسلام کړے دے

پنځــــو کـــــړل لا جــــوابه د نجـــران نصــــارا

پنځۀ دی چې تشهير يې د اسلام کړے دے

يا ستر خوشحال بابا (رح) هم وائی:

د خــــوشحال خټــــک دې حشــــر لــــــه هغــــو شی

چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دی

     د اسلامی تاريخ له دې سترې او مهمې پېښې (مباهلې) څخه مونږ څو ټکی زده کولې شو:

(١) اسلام هيڅ بې هېڅه په چا باندې خپله عقيده نه تپی او هره خبره په دليل او برهان سره کوی.

(٢) د خداے ګران رسول (ص) ډېر هوښيار او بېدار ؤ او چا ورته دوکه نه شوه ورکولې

(٣) په نبوی جومات کښې د عيسائيانو او يهوديانو شتون او حتی خپل عبادت کول راته دا درس راکوی چې لږ تر لږ مونږ مسلمانان پکار دی د خپلومخالفو مسلمانو فرقو پېروکار په خپلو جوماتونو کښې نمونځ ادا کولو ته پرېږدو او کوتک ورپسې نه رااخلو.

(٤) پکار دی په بخثونو او مناظرو کښې له شور شغرب او جنګ جګړو نه کار وا نخلو او هر خبره په مينه، ارامتيا او دليل سره کوو.

(٥) هسې خو هغه وخت په اسلامی نړۍ کښې په لکونو مسلمانان وو خو د خداے ګران رسول (ص) يواځې دغه څلور تنه اهلبېت (ع) له ځان سره مباهلې ته بوتلل چې د دغو پنځو هستيو خداے پاک ته د ډېر نزدېکت ښودنه کوی او د خداے له ګران رسول (ص) نه پس د اهلبېتو (ع) مقام ثابتوی

(٦) د مباهلې په حقله په نازل شوی ايت مبارک کښې د خداے پاک دا حکم چې خپل زامن راولئ او د خداے ګران رسول (ص) امام حسن او امام حسېن عليهم السلام له ځان سره بوتلل نو دا خبره ثابتيږی چې دغه دواړه د پېغمبراکرم (ص) زامن او بچی دی او د دوی نسل د رسول الله (ص) نسل دے چې سېدان ورته ويل کيږی لکه حمزه بابا (رح) په يوې مرثينه کښې د مباهلې د دغه ايت مبارک په استدلال سره د امام حسېن (ع) په باره کښې وائی:

 

ثُمَّ نَبْتَهِلْ وائــــــی فــرزند د محـــــمد (ص) دے

دا هغه امام دے چې پنځم دے په پنځو کښې

(٧) بله دا خبره ترې ثابتيږی چې له اسلام نه مخکښې دينونو او اسمانی کتابونو کښې د هغو پېروکارو، واکمنانو او ملايانو تحريفات کړی دی او له حق نه لرې شوی دی او اسلام تر ټولو وروستے او تر قيامته پورې په هر دور کښې د انسان ټولو مسائلو ته د ځواب وړتيا لری

(٨) او بله دا چې پکار دی انسان په خپله هغه عقيده چې په کومه عقيده يې مور او پلار او د سيمې مذهبی مشران روان وی بسنه و نکړی بلکې په خپله تحقيق، مطالعه او څېړنه وکړی او حق چې چرته هم وی قبول يې کړی.

(٩) پکار دی بې له تحقيقه او څېړنې په بل مخالف کس يا ډلې باندې د کفر، بې لاريتوب او بدعت فتوې  و نه لګوو او چې د يو کس يا يوې ډلې په هکله څه خبرې مشهورې وی په هغو بسنه و نه کړو بلکې پکار دی له هغې ډلې يا کس سره خپله خبرې اترې او پوښتنې وکړو کېدې شی چې د هغۀ متعلق پروپېګنډې غلطې وی او يا هغه په حقه وی.