ټول غواړي چې جنت ته لاړشي،خوهېڅوك نه غواړي چې مړشي


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • همت الله امين زى
  • 185

داخبره له دې نننیوځينوپه نامه پښتنوسره ډېرښه اړخ لږوي .
زخمونه پښتانه دي مالګه لـپې لـــپې راوړه
قسمــــتـــه مروره چـــې پخـــلاراسره نه شـــې
ځكه چې زه هم وایم چې پښتنوسره ظلم کیږي،ته هم وایې اوډېرنورهم همداخبرې غږوي،خوله بده مرغه يوه هم دااقدام ونه كړچې داولې اوبلاخره داله كومه موبنيادپه پښونه درېږي . ټول ډارېږوچې كه داكارو كړو نوماته به القاعده وويل شي .
مورې دنياراباندې وچورلېده سرمې دروندشو
مورې! قـــبله له مانه هــېره ده خــوتــه مې په يـاد
په دې كې به هېڅوك شك اوشبه پيدانه كړي چې لمرله ختيځه راخېزي او په لوديځ ډوبېږي اوترڅوچې دلايزاله څېښتن تعالي رضانه وي بله به نه شي،زه ته اوځينې نورچې نظرنوروته څه ناڅه تعليم كړي يواودقلم ژبه موزده ده وګوره څومره ناتوانه يوهريووينوچې په پښتواوپښتنوڅومره ظلم كېږي،وګورۍ انسان هركله پيدااوهركله نه پناكېږي،يوه ورځ او په هغه ورځ كې يې هم يوه شېبه دپيدااو پناه ورته متعال (ج) ټاكلې ده چې هغه نه بله كېږي نوبياولې دومره ژوبل يو چې ټول دې په موږ زړه وخوږوي .
مـــــينـــــه اول ســــړى بــــادشــــاه كـــــړي
دملنګۍ كچكول بيا وروسته وركوينه
له ډېره بده مرغه ټول په دې پوهېږو او همدانارې بغارې وهو چې پښتوژبه دمړينې په ځال كې ده اوځينې خولادادكابل ميشتي پښټانه ګرم بولي چې دوي ولي كرزي ته رايه وركړې چې دى پښتون دى اوپښتواو پښتنوته پام نه كوي .
ماته دمــــينـــې زور مـــــعلوم دى
داباسين څپوته هم غېږ وركوينه
وګورۍ دډېرونوروپښتنويوه بېلګه به رواخلو،انورالحق احدى يوپښتون دى چې ټول دري ژبي يې ديوه متعصب پښتانه په نامه پېژني مګر هغه په دېرومحدودوحالاتوكې پښتووايي اوځواب يې دادى چې زه يوه ملي څېره يم اوپه ټولوژبوبايد وپوهېږم. عجيبه ننداره ده خلكوراشۍ تماشې ته !!!
يوداسې دري ژبى دې هم پيداشي چې ملي څېره دې وي اوهغه دې پښتوووايي او ويل څه چې له پښتو او پښتنودې يې بد رانه شي. اوس په خپلې ژبې سره دظلم ځواب پيداكووچې موږ خپله ظالمان يو اوبدبختانه چې په ځان ظلم كوو.
ستاداغټې سترګې څومره شوخې دي
ولـــې مــــې پــــه زړه هېــــــڅ رحم نـــلري
راځۍ چې خپله ماته بېړۍ خپله دساحل لورته وباسو،نورخپلې ژبې ته چوپړكول په نورواحسان ونه بلو،دابه منوچې چې كه څوك غواړي چې خپلې ژبې،قوم اوټبرته دخدمت جوګه شي داپه زورنه کېږي .
ځکه چې له موږسره دومره زورنشته نوچې کمزوري یوبایدقناعت وکړواوخپله بې وسۍ ومنو،داسې یوه لاره پیداکړوچې خپله ماتې بیړۍ ساحل ته ورسوو اودایوازې اویوازې اوبیاهم یوازې په ډېرو زیاتو هلو ځلوکیږي .
خيردى كه ملنګ يم خوله تاسره مې مينه ده
مينې سره ميـــنه په ولله چــــې زما مينـــــه ده
تاسې پوهېږي چې زه داسې کسان پیژنم چې په پښتوویلوشرم کوي نه وایي چې زه پښتون یم نونن چې پښتوداسې یوه پړاوته چې له نابودۍ سره مخ دى؟ نوراځۍ چې داومنوچې موږه رارسولې په چانباید چې نیوکه وکړو،ځکه چې موږه لاس تر زنې ناست یو،نه به وایو چې چاله پښتوسره ښه نه دي کړي . بلکې وبه وایو چې موږه په نامه پښتنوپښتوته څه نه دي کړي .
بيارغاونـــه دې جانانه ستـــــرګې ښې كوي خو
كه مې دزړه ړنګ شوي كوركې ټنبلي ونه كړي
اصله خبره داده چې راځۍ يوازې،له پروردګاره وبېرېږو،چې لايزاله دى اوداسې دنيايي مسائيلوكې له جرئته كارواخلو.
مخ چـې ګلاب وي اسوېلي دشبنم هم پېژني
دګردپه وزن كـــــه پوهېږي نوهېنداره به وي
فكرمه كوۍ چې څوك دې دكور ور دچا وروټكوي چې داستابرخه دى، داتاسو درواخلۍ اوبياپه داسې حساسوشېبوكې بايدله حالاتوسره سم ځان عياراوتياركړو. ناخوالوسره خداى پاماني وكړواو دهوساينۍ په لور روان شو،په هغه څه لږ څه ډېر فكر وكړوچې هغه زموږبېړۍ دخلاصون لوري ته رهبري كوي.
دكلتوري يرغل پرمهال :
قبركــــه يې پرانيـــزې والله چــې سلامـــــت به وي
خاورې څه طاقت لري چې داككرۍ خاورې كړي
پښتواوپښتانه په کومه ځای کې ځای لري ؟
كه ځواب داوى چې پښتانه ښه مشرنه لري،چې له دې اودې ته ورته مراسمواوحالاتوكې ورسره لاس وركړي خوداخوښه خبره نه ده،خرم خوښه پښتون ؤ،ولې موږهېڅ ونه كړل ((په يوه مسئله كې هم ورسره ونه درېدو؟))
ایا ټول پښتانه القاعده دي؟ اواياټول پښتانه طالبان دي ؟
که داسې وي نويووخت خوبه طالبانودپښتنودحق خبره هم کړې وای؟
بل په اوسنیوشرایطوکې پښتانه څه کولای شي؟
كه ځواب داوي چې پښتانه بايدپه زغرده دخپل حق دترلاسه کولولپاره مبارزه وکړي او ونه بېږېږي . ترڅويوه پياوړې سياسي رهبري پيداکړي اوله دې لارې دخپل حق په ترلاسه کولووتوانېږي .
نودابلاخره كله ... اوكه داچې ټول غواړي چې جنت ته لاړشي،خوهېڅوك نه غواړي چې مړشي.
ورو ستۍ سلاداده :
چې مې له ياره دعاواخيسته اوراغلم
ناهيلۍ! مابرياواخيسته اوراغلم
پس له دې به په يارباندې هېڅ ونه شي
مايې ټوله بـــلاواخيسته اوراغلم
هلته ټول راپورې تنګ وقبرستانه
ماله ټولـــوپــناواخيسته اوراغلم