لغمان کې د وروستیو ناامنیو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې.

لغمان کې د وروستیو ناامنیو له کبله ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې.


  • 3 مياشتي دمخه (25/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 265

د لغمان ولایت کډوالو چارو ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو او جګړو له کبله د مرکز په ګډون د الینګار، الیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د مسؤولانو په وینا، تردې دمه یې نږدې ۶۰۰ کورنیو سروې ترسره کړې او یو شمېر کورنیو سره مرستې هم شوي دي.

د لغمان ځایي اوسېدونکي بیا یاد شمېر تردې هم لوړ ښیي.

دا چې په دې وروستیو کې لغمان د جګړو او نښتو شاهد و، نو له امله یې زیات شمېر کورنۍ د مرکز مهترلام ښار اړوند ځينو امنو ساحو ته ستانه شوي دي. 

دوی وایي، روان ناسم امنیتي وضعیت او جګړو ترې ارام اخیستی او ژوند یې له ګواښ سره مخ و.

د لغمان دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ له حکومت او اړوندو بشري بنسټونو غوړاي، چې مرستې ورسره ترسره کړي. بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، د سرپنا سربېره له لومړنيو خوراکي توکو هم بې‌برخې دي.

د ویلو ده، د لغمان په ګډون د هېواد هلمند کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، چې په پایله کې یې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او دا مهال یې ژوند خورا په ستونزمن حالت کې قرار لري.