اسلام اباد ته د طالبانو سفر دپاکستان د سیاست برخه ده.

اسلام اباد ته د طالبانو سفر دپاکستان د سیاست برخه ده.


  • 11 مياشتي دمخه (16/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 561

اسلام اباد ته د طالبانو سفر ؛ 

د دغه هیواد دسیاست یوه برخه ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، پاکستان هڅه کوي چې له افغان سولې سره بشپړه همکاري وکړي. نوموړي ویلي د طالب پلاوي اسلام اباد ته اوسنی سفر د پاکستان دهغه سیاست برخه ده، چې له مخې یې په افغانستان کې یوه ټول منلې سوله غواړي.

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی د دوحې خبرو کې له ځنډ وروسته اسلام اباد ته تللی، چې هلته به ددغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره وګوري.