نفوذي برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی

نفوذي برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی


  • 6 مياشتي دمخه (05/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 508

د ازرګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د وسله والو طالبانو نفوذي کسانو پر پولیسو برید کړی.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي په یوه امنیتي پوسته کې د وسله والو طالبانو ۲ نفوذي کسانو پر پولیسو برید کړی چې له امله یې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

شیرزاد وایي دغه پیښه تیره شپه ۹ بجې د ترینکوټ د دویمې حوزې اړوند په کوټوالو امنیتي پوسته کې رامنځته شوې او بریدګر له سیمې تښتیدلي دی.

بل لورته د ارزګان په ګاونډ کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو نفوذي بریدګر پر خپلو ملګرو برید کړی او ۹ پولیس یې وژلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ارزګان د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.