پي ایس ایل کې نن کومې لوبډلې سره مخامخ دي؟

پي ایس ایل کې نن کومې لوبډلې سره مخامخ دي؟


  • 4 مياشتي دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 403

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام نن دوه لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت شاوخوا شپږ بجې د لاهور قلندرز او کویټه ګلاډیټرز لوبډلو تر منځ پیلیږي. په لاهور قلندرز لوبډله کې له افغانستان نه راشد خان ارمان او له کویټې لوبډلې سره ظاهر خان پکتین مل دی.

دوهمه لوبه د افغانستان په وخت شاوخوا لس نیمې بجې پیلیږي په دې لوبه کې کراچۍ کینګز او پېښور زلمي لوبډلې سره مخامخ دي.

د کراچۍ لوبډلې سره له افغانستان نه نجیب ځدراڼ برخه وال دی، چې تېره سیالۍ کې یې ۷۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

د یاد لیګ په فواینټ ټیبل کې اسلام اباد په لومړي مقام، لاهور قلندرز په دوهم مقام، پېښور زلمي په دریم مقام، کراچۍ کینګز په څلورم مقام، ملتان سلطان په پنځم مقام او کویټه ګلاډیټرز لوبډله په شپږم مقام کې قرار لري.