راشد خان رښتیا هم یو وتلی ستوری دی.

راشد خان رښتیا هم یو وتلی ستوری دی.


  • 3 کاله دمخه (24/10/2020)
  • جعفر هاند
  • 1698

راشد خان رښتیا هم یو وتلی ستوری (سوپر سټار) دی. هغه نن شنبه اکتوبر ۲۴ دپنجاب خلاف لوبه کې بیا ښه وځلېده. په څلورو اورونو کې یې ۱۴منډې ورکړې او دوه کسان یې وسوځول. د آی پي ال په سږني ‌سیزن کې یې تردې دمه ۱۱ لوبې کړې او ۱۴ویکټې یې اخیستې دي. ویکټې خو به خامخا اخلي خوتر ټولو مهمه یې «ایکانومي ریټ دی».

د راشد خان ایکانومي ریټ ۵.۲۹ دی: په دې مانا چې د ده په هر اور کې چې شپږ بالونه کیږي ۵.۲۹ منډې شوي دي. داپه شل اوریزو لوبو کې او په خاص ډول د آی پي ال په څېر په میلیوني تجارتي‌ لیګ کې خورا غوره باولینګ او ایکانومي ریټ بلل کیږي. په دا ډول لوبو کې د نړۍ د یو شمېر نورو غوره بالرانو ایکانومي ریټ د اتو او ۱۰ترمنځ دی.

د آی پي ال د ویبسایټ د معلوماتو په اساس راشد خان په دغه لیګ کې د «ایکانومي ریټ» له پلوه تر دې دمه تر ټولو غوره بالر دی چې ۶.۳۰ ایکانومي ریټ لري.  

په نړیوال کچه بیا په شل اوریزو لوبو کې د ایکانومي ریټ له پلوه راشد خان درېیم دی، د نیوزلنډ پخوانی کپتان ویتوري او د ویسټ انډیز سنیل نارین ترې مخکې دي. 

په نړیوالو ۲۰-اوریزو لوبو کې د راشد خان ایکانومي ۶.۱۴ دی. دا هلک رښتیا هم سوپر سټار دی. رب دې یې له بدو سترګو وساتي.

په سږني آی پي ال کې تر دې دمه د راشد خان د باولینګ اوریج ۱۶.۶۴دی. په دې مانا چې راشد خان په باولینګ کې له هرو۱۶.۶۴منډو ورکولو ورسته یو کس سوځولی/ یوه ویکټه یې اخیستې ده. 

راشد خان دې لا دې وځلیږي، دا ځوانان چې څومره لوبیږي او ځلیږي، د افغانستان، افغان کرکټ او افغانانو نوم ورسره ښه یادیږي.