په بېګ باش ليګ کې څلورم افغان لوبغاړى هم وپلورل شو.

په بېګ باش ليګ کې څلورم افغان لوبغاړى هم وپلورل شو.


  • 3 کاله دمخه (29/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1894

بېګ باش، چې د نړۍ يو له مشهورو ليګونو څخه دى هر کال د ډسمبر په مياشت کې پيلېږي او د نړۍ وتلي او غښتلي لوبغاړي پکې لوبه کوي.

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن هغه لوبغاړي دي، چې لدې وړاندې هم په دغه ليګ کې اخيستل شوي ٶ، خو د خوښۍ خبر دادى، چې نن پکې افغان لوبغاړى چپ لاسى توپ اچونکى نور احمد لکڼوال هم واخيستل شو.

نور احمد لکڼوال د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي ټیم لوبغاړی دى، چې سږ کال په شپږيزه ليګ کې هم له مس عينک لوبډلې سره لوبېده نن د مېلبورن رینګیډز لوبډلې لخوا اخيستل شوى دى.

دغه لیګ د ډېسمبر په درېیمه د اډلیډ سټرایکرز او مېلبورن رینګیډز لوبډلو په لوبه پیلیږي.

د يادونې وړ ده، چې بل افغان لوبغاړى محمد نبي هم له مېلبورن رېنګېدز لوبډلې سره لوبېږي.