ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال  بودیجه تصویب کړه.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب کړه.


  • 1 کال دمخه (22/02/2021)
  • خالد سهار
  • 394

د افغانستان د ولسي جرګي استازو نن په یوه غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې مسؤده  د رایو په غوڅ اکثریت تصویب کړه.

 

که څه هم د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تر دې وړاندې دوه ځله رد شوې وه؛ خو په نوې بودیجه کې د ټيټ رتبه مامورینو، اجیرانواو معلمانو و د تنخواوو زیاتولو لپاره ۱.۷ ملیارده افغانیو ځانګړی کوډ په پام کې نیول شوی، چې د امتیاز لرونکو معاشونو له کمې شوې برخې به پوره کېږي.

 

ولسي جرګې په خپل ننني راپور کې د یادو مامورینو د معاش لوړل د ځان لپاره یوه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په خپل کلک او ملي دریځ یې وشو کړلی د معلمانو، ټيټ رتبه مامورینو او اجیرانو په معاش کې د لومړي ځل لپاره زیاتوالی راوست.

 

تر دې وړاندې هم دوه ځله د ۱۴۰۰ کال مالي بودیجه ولسي جرګې ته وړاندې شوې وه؛ خو  جرګې یاده بودیجه د نا انډولۍ له کبله نه وه پاس کړې.