پاکستان؛ ځانمرګي برید کې ۲۳ پوځیان مړه او ژوبل دي

پاکستان؛ ځانمرګي برید کې ۲۳ پوځیان مړه او ژوبل دي


  • 11 مياشتي دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 464

د خېبرپښتونخوا ایالت دېره‌ اسماعیل خان په «چهکان» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان برید کې ۲۳ پوځیان مړه او ژوبل شوي دي. 

پاکستاني رسنۍ وایي، ګمان کېږي چې دغه پېښه د ځانمرګي برید وي.  

پولیسو تر اوسه دغه خبره نه ده تائید کړې؛ خو ویل شوي، چې برید د یوه موټرسایکل سپاره کس له لوري شوی دی.  

تر اوس کوم چا یا ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

ویل کېږي، د پوځ دغه کاروان له سوېلي وزیرستان څخه د ډېره‌اسماعیل خان پر لوري روان و.    

که څه هم تر اوسه د مړو او ټپیانو کره شمېره معلومه نه ده؛ خو د ځینو یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.