" لفظونه "

" لفظونه "


  • 1 اونۍ دمخه (09/06/2021)
  • نسیم ایثار
  • 91

لیکوال : واصف علي واصف رح 

ژباړن...... نسیم ایثار 

هرخیال په خپله ځانګړې جامه کې راځي ،دغه جامه له لفظونو جوړه وي، خیال رالېږدونکي لفظونه رالېږلې دي،د همدغو لفظونو په توسط انسان له نورو حیواناتو غوره ګڼل شوی دی، انسان اشرف دی په دې خاطر چې هغه خبري کوي انسان د بیان په هستۍ نازول شوی دی او بیان د لفظونو د ترتیب نوم دی، ښایست د لفظونو د ترتیب ځانګړتیاده، د بیان انداز به پرته له شکه د انسان وي لیکن دغه وړتیا په حقیقت کې د لفظونو په جوړښت کې نغښتې ده، دموزون الفظونو انتخابول انسان د ځانګړې سبک خاوند جوړولی شي.

د سنګتراش فن داوي چې هغه په کاڼي کي پټ نقش رابرسېره کوي دا لوئ کار دی د هر انسان تر وس پورته دی همداډول له لفظونو مضمون او له مضامینو سره د لفظونو تړلو علم له انسان څخه لیکوال جوړوي 

له لفظونو پرته خیال یوۀ جلوه ده فقط جلوه، د یوۀ ګونګ سړي د ښکلی خوب لیدلو غوندې، او له خیال پرته لفظونه فقط یو قاموس دی او یوۀ کوَړه ده د داسې خښتو چې د هغوئ به هیڅکله ښۀ عمارت جوړیدل په برخه نه شي 

په نړۍ کې اصل قوت د لفظونو دی، ددې کائنات پیل له یو لفظ څخه وشو،له یو مقدس لفظ یو امر د امر له صاحب څخه ....

د" کُن " په لفظ کې یو بشپړ کائنات یو مکمل نظام یو مکمل داستان نغښتی ؤ .

دایو داسې لفظ ؤ چې ددې په اطاعت کې تراوسه هر شی پخپل عمل کې جریان لري 

ددغه لفظ عجیبه کرشمه وه، لۀ نشت نه شته شو، له عدم نه د وجود سفر له، کُن،څخه پیل شو او له وجود نه تر عدم پورې سفر هم ددغه لفظ د تاثیر حصه ده .

د لفظونو قوت ګام پر ګام ښکاره کېږي، قامونه د غفلت له خوبه پاڅېدلوته د لفظونو تازیانه "چلاخه " هم بسنه کوي،د قامي او ملي شاعرانو کمال په لفظونو کې دی، لفظونه په وینه کې جریان پیدا کوي، غلامي په ازادۍ بدلوي،د انسان د عمل اصلاح کوي، په یوۀ ټولنه کې د کارېدونکو لفظونو په غور مطالعې کولوسره دهماغې ټولنې اخلاقي معیار واضح کېدلی شي. په پرمختللیو ټولنو کې بیل ډول لفظونه کارول کېږي، همدا لفظونه د هیلو څراغونه بلوي او هم تیارې جوړولی شي، د لفظونو خاص ترتیب په اورېدونکې حد کوي، زموږ ترانې زموږ کیفیات یو مثبت لورې ته متوجې کوي، د دښمنانو په خلاف د صفونو درېدلو کار هم د لفظونو په زور کېدلی شي.

محبت یوۀ جذبه ده،یوۀ هیله دۀ چاته د نږدې کیدلو،محبت خاموشه هم کېدلی شي لیکن لفظونه محبت ته یو ځانګړی خوند او رنګ بخښي،محبت کول پر خپل ځای لیکن د محبت په تاثیر کې غرق شعر ځانګړې رڼا لېږدوي،محبت دومره د محبت کولو قابل نه وي څومره چې یې لفظونه ښایسته کوي. 

زموږ اړیکې،زموږ غوښتنې،زموږ نفرتونه له دې امله تلپاتې وي چې موږ یې په لفظونو کې ثبت ساتو، 

یو چاته په، ملګري، ویل وروسته د هغه وفاته ورته جفاګانې زغمو،د ملګرتیا جزبه مو دننه څو ځلې زخمي شي لیکن موږ بیا هم د جزبو سوړوالي باوجود د ملګرتیا د لفظ پالنه کوو.

لفظونه زموږ اړیکو ته صبر او استقامت بخښي، موږ اړیکې ځکه هم پالو چې موږ د اړیکې نوم ورکړی دی، ویل یې قیام دی، په کلمه ویلو سره مسلمان شوی ټول عمر مسلمان وي، که د اسلام په مفهوم نه وي خبر هم مسلمان وي، په کلمه ویلوسره د ثبوت ټاپه لګول کېږي،

له لفظونو قرآن جوړ دی، د خدای مقدس لفظونه د بندګانو په نوم، یوې پاک روح راوړی پیغام د پیغمبر ص په واسطه د ټولو انسانانو لپاره، ددې لفظونو ترتیب دومره سپېڅلی دی چې د ساتنې ذمه واري یې خدای ج خپله اخیستې ده، له زېر، زوَر،ترنقطې پورې تغیرنه شي موندلی،د قرآن مجید لفظونه که پرته له قرآن څخه استعمال کړو نو قرآن نه دی، لفظونه چې د خدای ج وي بیا قرآن دی،

د نبي لفظونه حدیث دي، د دین د بزرګانو لفظونه ملفوظات دي، د پوهانو لفظونه اقوال دي، چې په څومره سپېڅلې ژبه بیان شي هماغومره لفظونه سپېڅلې او اغیزمن کېږي، موږ د لفظونو په نړۍ کې ژوند کوو د لفظونو په بند کې اوسو، لفظونه زموږ کردار دی لفظونه زموږ چاپیریال دي او کله کله خو لفظونه زموږ عاقبت ګرځي،لفظونه د غوږونو له لارې پر زړه اغیز کوي پر زړه له اغیز وروسته پر اعضا او غړو باندې د عمل حکم کوي په دې ډول د انسان کردار جوړېږي، په ښو لفظونو هیڅ لګښت نه راځي اما په ښو لفظونو ډېر څه ترلاسه کېږي، همدا لفظونه سړی د نورو انسانانو خوښول او نا خوښولو وړ ګرځوي، لفظونه د خوشبوئ غوندې چاپیریال معطره ګرځوي،

 

د هر سماج او طبقې لفظونه بیل بیل ترتیب لري، تاسو چې د چا لفظونه یا خبرې واورئ دا څرګندولای شئ چې دا سړی له کومې دندې سره اړه لري ،په بازار کې اوسېدونکې بازاري ژبه کاروي، د دارالعلوم خلک بل ډول ژبه کاروي، د علماو ژبه بل ډول وي، د حاکیمانو ژبه بل ډول،

همدا ډول د جاهلانو ژبه بل ډول وي،د فلمي نړۍ لفظونه بیل وي، د ډرامې او نثر او شعر او ........ د شعر په نړۍ کې د لفظونو په یو ترکیب بس د معناګانو د وزرونو د پرانیستلو لړۍ روانه شي، په اورېدونکو یو کیفیت نازلول د شعر معجزه ده،له زړۀ نه وتلې خبره بېرته پر زړه داسې ننوځې چې اورېدونکی خپله ووایي چې آه دا خبره خو زما په زړه کې هم وه، د خبره کوونکې درد په لفظونو کې درد پیدا کوي، له درد څخه ویل شوې سندره محفل کې عجیب حالت رامنځ ته کوي، د الفاظو معنې شاته پاتې شي د سندرغاړی د زړۀ سوز راژوندی کوي،

 

یو وخت یو لوئ راګ ویونکي په خپل یو محفل کې دا واقعه بیانوله چې یوه شپه یې په یو محفل کې ډېرې سندرې وویلي تر ډېرو شېبو محفل و، اورېدونکې ناست وو،ډېر ګلان اوورېدل خو رنګ ونه ورېدل، بس په زړه کې هغه لږ پرېشانه شو ،شپه پخه شوې وه،هغه خپل محبوب یاد کړ، د زړۀ څراغ یې بل شو او ځینې لفظونه یې خپله سره پیوند کړل او الاپ یې پیل کړ . بس! څه و چې د زړۀ دغه څراغ د زړونو څراغونه بل کړل په محفل یو عجیبه حالت راخور شو، بې خودۍ او مستۍ او سرشاره حالت، د سندرغاړې درد راویښ شو چې ورسره د ټولو درد راویښ شو،

عرض دادی چې لفظونوته له جادو ډکوونکي شی د ادا کونکې جذبه ده ، د ویونکو لهجه هم د لفظونو له ښایست څخه متاثره کېږي، خواږه ویلوته هم چې لهجه سړه وي خواږه نشي پاتې کېدی،

مولانا رومي په یوۀ کیسه کې وایي! یو وخت په یوه صحراکې دوو قافلو څنګ پرڅنګ سره واړول، یوه قافله د مسلمانانو وه بله د یهودیانو، د سحار وخت و مسلمانانو د سحار اذان او لمونځ اداکړ، په همدغه وخت کې د یهودیانو د کمپ له لورې یوسړي په تال کې ځینې تحفې را اخیستي د مسلمانانو په کمپ داخل شو او د قافلې له مشر سره یې د لیدلو هیله وړاندې کړه،

لیدل وشو او راغلي سړي وویل! دا وړې ډالۍ زموږ د قافلې د مشر له لورې تاسوته ډالۍ شوي دي، مسلمان مشر وویل! اخر د څۀ لپاره؟

راغلي سړي وویل ښاغلیه!! نن زمو د مشر ډېره پخوانۍ مسئله حل شوه، او داهم ستاسو په مرسته، زموږ د مشر لور اسلام قبول کړی و او هغه په هیڅ قیمت دې ته جوړه نه وه چې اسلام پرېږدي، زموږ د قافلې مشر ډېرکوششونه ورباندې وکړل لیکن هغه هیڅ منلوته جوړه نه شوه،

پای نن ستاسو مئوذن اذان وکړ او په دومره سړه لهجه کې چې زموږ د مشر لور بېرته خپل پخواني دین منلوته حاضره شوه.

نتیجه داشوه چې مئوذن مبلغ او ښه غږ باید ولري،ښه وړاندیز په سمه توګه وړاندې کول مناسبه خبره ده، د اذان لپاره د بلالي روح څومره اړتیاده ددې اندازه لګول ګرانه خبره نه ده،

سیمه ایز لفظونه د سیمې د تهذیب او تمدن هنداره ده، د هر سړي له زخیره لفظونو دا څرګندول اسانه دي چې دا سړی د کومې سیمې اوسېدونکی دی او له کومې دندې سره اړه لري، د تشبیهاتو او استعارو لفظونه هم د زمانې او سیمې پېژند ګلوي کولی شي،د صحرا د خلکو لفظونه بیل دي د غرنیو سیمو بیل او د میداني خلکو ژبه بېله ده،

په هرصورت، د لفظونو حرمت د ادا کوونکې په انداز او لهجې پورې اړه لري، د پاکو لفظونو لپاره چې پاکه ژبه نه وي لفظونه خپل تاثیر بائیلي،

الله ج فرمایي،که دغه قرآن مي په غرۀ نازل کړی وای غر به هم د الله ج د خوف له وېري ذره ذره شوی وای، اوس موږ وینو چې قرآن ویل کېږي خو یوۀ ذره اثر نه کوي، صادقو لفظونوته صادقه ژبه اړتیاده، موږ د یو قام په صفت د لفظونو په کارولو غور کول پرې ایښي دي،

موږ د غیر ضرورت او غیر مستقیم لفظونو په سیلاب لاهو شوي یو لا روان یو، هره ورځ په لکهاو لفظونه په ورځپاڼوکې خپرېږي د لیکوالانو لیکنې خپرېږي خو د لهجې خواږه بیخي ختم دي، ازدل خیزد بر دل ریزد، والا لفظونه په نظر نه راځي، زړونوته زخم رسونکې لفظونه عام دي د زخمونو ملهم چرته دي؟ کرامت جوړېدونکې لفظونه کوم لورې ته ورک شول؟ آیا! انسان ته انسان نژدې کېدلو لفظونه بیخي ورک شول؟ ګنج شکر( د خوږو خزانه) د یوې خوږې ژبې تاثیرته هم ویل کېږي، اوس نه پوهېږو ولې له خلکو سره د مننې اداکولو لپاره نه وخت شته او نه هم لفظونه، د ځان په نیمګړتیاو د بخښنې غوښتلو نه توفیق شته او نه هم جرأت،اوس چې په کومه سیاسي جلسه کې ادا کېدونکې لفظونوته په غور ځیرشو څرګنده به شي چې موږ کوم لورې ته تللي وو او چرته راغلو؟ ترخه لفظونه معاشره تبا کوي، خواږۀ ویل باید ژوندي کړو، د ( ژوند وکړه او ژوند ورکړه ) اصول که خپل کړو زموږ د خبرو انداز به په بشپړه توګه بدل شي، خلک به له خپل ژوند نه مطمئینه شي، په خوږو خبرو اورېدلو ژبه خوږۀ کېږي، همدارنګه له خوږوالي خوږوالی پیداکېږي، له کله نه چې د انسان احترام کم شوی د لفظونو احترام هم کم شوی دی، د لفظونو په ټاکلو کې یوۀ ذره هم له احتیاط نه کار نه اخیستل کېږي او نتیجه داده چې هر زړه زخمي هرانسان آزرده دی، زموږ ژبې د تورو له غوڅولو کمې نه دي،

بعضې وخت د صداقت ژبه هم دومره ترخه وي چې بس له خدایه پنا.....که د کوم انسان یوه سترګه کار نه کوي نو ضروري نه ده چې هغه ته دې مخامخ" یو سترګی" وویل شي، که څه هم دغه صداقت دی خو دا د سپکوالي څرګندول هم دي، د صداقت څرګندول په غیر محتاطه توګه هم د پریشانۍ باعث ګرځي،

یو وخت یو بادشاه یوفالي او نجوم شناس راوغوښت او ترېنه یې دځان راتلونکی حال وپوښتل، منجم حساب ولګول، د راتلونکې ژوند ټول حالت یې ولیکل او بادشاه ته یې خبر ورکړ، ښاغلیه! ستا ټول خپلوان به ستا ترمخه مړۀ کېږي، بادشاه په دې بد خبر ډېر پریشانه شو او غوصه ورغله چې دا منجم ( نجوم شناس) څنګه معلومات راکړل، منجم یې ګرفتار کړ،

په دربار کې یې غږ وکړ چې بل کوم منجم دې د بادشاه لپاره حساب ولګوي، یو سړی حاضر شو د بادشاه د راتلونکې ژوند ټول حالت یې ولیکل او ویې ویل ښاغلیه!! ستاسو عمر ډېر دی ،تاسوبه تر خپلو عزیزانو ډېر ژوند وکړئ، بادشاه خوشحاله شو ویې ویل! ووایه! څۀ غواړې؟ منجم وویل!ښاغلیه! بس زما استاد له بنده بېرته راخلاص کړه، بادشاه د خبرې وضاحت وغوښت منجم وویل دغه ګرفتاره منجم زما استاد دی .

هغه منجم هم هغه څه وروښودل چې ما ور وښودل لیکن هغه د لفظونو په ټاکلو کې محتاطه نه شو،

تاسو به له عزیزانو ډېر ژوند وکړئ، یا، ستاسو عزیزان به تر تا مخکې مړۀ کېږي، خبره یوۀ ده فقط د اداکولو طریقې یې مختلفې دي او دا مهم کار دی چې موږ باید لفظونه څه ډول وکاروو،

لفظونه هم ځانته کورنۍ لري، د قصیدې لفظونه بیل وي، د مرثیې لفظونه بیل، د تنقید بیل او د توصیف بیل رزمیه او عشقیه بیل وي، د غزل لفظونو بیل وي د مثنوي لفظونه بیل، آیا! ددې اړتیا نه شته چې د شرافت لفظونه کوم دي؟

بدمزاجه کېدل دومره خطرناکه نه دی لکه څومره چې بې غوره انسان دی، ځکه بې غوره سړی د لفظونو د غیر مستقیم کارولو لوئ مجرم هم دی،

د لفظونو په سمه توګه دکارولو توفیق نعمت دی، دغه نعمت هم دګوتوپه شمېر خلکوته په برخه رسېږي،که د لفظونو نه د چاپېریال د خوشحاله رغونې کار واخیستل شي داترټولو لویه خبره ده، په خالي لفظونو اورېدل او لفظونه قی وهلو هیڅ مسئله نه حل کېږي، په لفظونو باید چاپېریال ړڼا شي ،په لفظونو باید زړونه خوشحاله شي او د ملت د رغونې په لوئ کار کې باید خلک برخه اخیستلوته اماده کړل شي، 

لفظونه حقیقت دي،لفظونه امانت دي، لفظونه دولت دی، لفظونه طاقت دي، باید هیڅکله ضایع نه شي او له ضایع کولورا وګرځول شي.