پښتو او شعر


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پو هاند محمد حسن کاکړ
  • 2385

د می اتمه .۲۰۰۶

پښتو د شعر به ده. هغه څوک چې دغه ټکي ته اول ځیر شوې هغه شاید شاعر پیر محمد کاروان وي چي دغه  مفهوم یې د پښتو تر عنوان لاندي په دغه شعر کې انځور کړی

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده


ډول سره چې غبرګه شي ګډا  ګډا  ګډا شي  نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

دغه شعر  هم دپښتو  دډیرو نورو شعرونو په شان  پر مینې خرحیږي ، خو دکاروان مینه له له پښتو سره ده .

 دلیل به ئې هم داوي چې  دا په اصل کې پښتو ده چې هغه ته یې ددې توان ورکړی چې  دغسې وغږیږي پښتو په وافع کې هرپښتون او هرې پښتنې ته چې هغه ئې له اول نه خپله کړېوي دشاعر کیدو توان ورکوي .

له همدې امله به وي چې ویل کیږي هرپښتون په ځوانۍ کې شاعروي.  لنډۍ چې  پښتو ئې شاید بېجوړې ژبه ګرزولې وي په شاعر کیدلو کې  اساسي ونډه لري . هر هغه چاچې دلومړي ځل دپاره دلنډۍ فارمول ایستلی دنورود پاره ئې دشاعر کیدو  ور پرانیستلې دی. له همدې امله ده چې نن ورځ لنډۍ داسمان دستورو په شان بیشماره دي. دغسې پښتانه به اوس دګوتو  په شماروي  چې په ځوانۍ کې ئې لنډۍ  او دنامتو  سندرغاړي  سید علم  په شان  «  یکه زار »  په جګ آوآز نه وي ویلي .

لنډۍ زیاتره دمینې په اړه دي او مینه خو هغه جذبه ده چې بې له هغې نه ژوند پیکه وي. دمینې کومه لنډۍ چې  ما دلومړي ځل د پاره په لغمان اوریدلې شاید داوي  :

پاس په اسمان کې  ګړه زهار شو                            چاویل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځینه

دلوړ تخیل لنډۍ  هم په پښتو کې لږې نه دي چې  دغه دوه ئې دپښتنو دګوګوش شکیلا ناز هسوونکي اوآز کې سره غبرګې شوي :

دجانان سترګې مې یادیږي                     په خوب کې وینم چې ګیلې راته کوینه

دابله لنډۍ ئې سوچه مبالغه ده  خو له لوړ تخیل نه پکې  کار اخیستل شوی دی  :

دپسرلي علامې راغلې                        په هره پوله کې بنګړي مات شوي دینه

لنډۍ مونږ ته داهم  ښيي چې  پښتو دولس ملګرې ده  او له دربار سره ئې جوړه نه ده .  له دې امله  به وي چې  په پښتو کې غوړه مالي ځای نه لري.  دملنګ جان په ترانو کې چې که څه هم دی دربار ته منلی و دغوړه مالې څرک نه شته ، داځکه چې دملنګ جان مینه له ولس سره ، له پښتو نستان سره او له پښتو سره وه .  داسې هم  په بلې سطح کې وتلي شاعران  عبدالروف بینوا او ګل پاچا الفت  در واخلئ چې که څه هم  لوړو رسمي مقامونو ته رسیدلي وو، غوړه مالي ئې نه ده کړې او انتبا هي ، اجتماعي  او انتقادي شعرونه ئې ویلي دي.

له همدی امله  به وي چې  هیڅ پښتون شاعر تر اوسه دملک الشعرا په لقب  نه دي ویاړل شوي ، خو دپښتنو حتی لو شا عران هم په لاپو  وهلو کې شاید جوړه ونه لري.

ددوی دغه احساس شاید له ولس سره ددوی دنږدې والي له امله وي . امیر کروړ ته غوږ شئ.

زه یم زمری  پردې نړۍ له ما اتل نه سته                   په هندو سند و پر تخار او پر کابل نه سته

خوشحال خټک چې دنړۍ  په کچه شاعر  تیر شوی هم په دې  بر خه  کې یتوڼ نه دی پاتې.

دافغان په ننګ مې وتړله توره                      ننګیالی دزمانې  خوشال خټک یم

رحمان بابا سره له دې چې یو صوفي او اخلاقي  شاعر و هم لاپې وهلې . دده دغه لاپه  بربنډه او زیږه ده

خوشالا او دولتا مې غلامان دي                    زه رحمان په پښتو ژبه  عالمګیر یم .

یادښت  :  دغه لیکنه ما دامریکې دکلفورنیا ایالت په فریمان کې په هغې مشاعرې کې لوستلې وه چې دافغان کلتوري  ټو لنې له خوا دمارچ  په میاشت کې دافغانستان  دنوي کال په مناسبت شوې وه . افغان کلتوري ټولنه  هرکال دننګرهار دنارنج ګل په څیر دمشاعرې دغسې غونډې کوي.