پياوړي شاعران اره يوه لنډه کتنه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالظاهر شكيب
  • 610

ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، چې د پښتو ژبې او ادب په معاصره دوره كې د يو ادبي ستوري په صفت په پښتو ادبي حلقو كې پېژندل شوى دى، د پښتو ادب په تاريخ كې يې هغه اثار رامنځ ته كړي، چې د پښتو ادب راتلونكي ليكوال به د دوى اثار او ليكنې د ماخذ په توګه كاروي او ترڅو چې پښتانه او پښتو ادب ژوندى وي، د دوى په اثارو او ليكنو به فخر كوي. كه څه هم زموږ دا ليكنه د ارواښاد پوهاند رښتين په ژوند او اثارو نه ده او نه زموږ لپاره په داسې يو ستر او هراړخيز شخصيت د ليكلو حق حاصل دى، خو بيا هم غواړم چې د هغه د شپږ اتيا (86) اثارو له ډلې د "پياوړي شاعران" پر اثر خپلې څو كرښې تورې كړم، چې په سر كې غواړم ددغه اثر لنډه معرفي وكړم. "پياوړي شاعران" اثر چې ارواښاد پوهاند رښتين په كې د څلوېښتو (40) تنو پښتنو شاعرانو ژوندليك راوړى، چې د هغې له جملې يې ځينې په كلاسيكه ادبي دوره پورې اړه لري او ځينې يې د پښتو په معاصره دوره پورې اړه لري، چې د معاصرې دورې ځينې شاعران تراوسه هم ژوندي او ځينې يې د ارواښاد له مړينې وروسته وفات شوي دي. په دغه اثر كې زياتره شاعران له دې وړاندې په نورو اثارو كې يا د ارواښاد رښتين او يا هم د نورو ليكوالو له خوا معرفي شوي دي، خو ددې اثر ښېګړه په دې كې ده، چې ددغو شاعرانو په اړه يې نوي شيان راسپړلي دي او د ځينو شاعرانو ژوند پېښې په نوو څېړنو سره روښانه شوي دي، چې په دې ډول د "پياوړي شاعران" په اثر كې د نوموړو څلوېښتو تنو شاعرانو په اړه تر ټولو موثقې ليكنې شوي دي. هغه شاعران چې ارواښاد پوهاند رښتين په دغه اثر كې معرفي كړي، په لاندې ډول دي: سكندر خان خټك، صدر خان خټك، قادر داد، كريمداد، حسين، مهين، محمد مظهر، كامګار خټك، سعيد، معزالله مومند، معاذالدين خټك، مولوى عبدالله، ميا شرف، عبدالكبير، ملا ركن الدين، طالب رشيد، نواز خټك، محمدي صاحبزاده، عبيدالله مياګل، امير خان هجري، دادين يوسفزى، بيدل، قنبر علي، فياض، سليمان شاه، معظم ګل، نورالدين، احمدين طالب، فضل احمد غر، محمد شاه خيال، محمد شېر ګل، عبدالله استاد، محمد عمر بلبل افغان، بهايى جان صاحبزاده، علي حيدر جوشي، محمد اكبر پامير، ګل شاه صافى، محمد يونس خليل، عبدالله غمخور، محمد صديق پسرلى. دغه اثر، چې د ارواښاد رښتين د خپل قول له مخې د هغو ليكنو او ياداشتونو پر اساس ليكل شوى، چې څه وخت دى په كابل كې و او د راډيو افغانستان لپاره يې ليكنې كولې، دى وايي چې دغه ليكنې مې سره راټولې كړې، ترڅو د ادبي تاريخ په ليكلو كې ترې ګټه واخيستل شي. په رښتيا هم ارواښاد پوهاند رښتين په دقيق ډول دې ته متوجه و، چې يوه ورځ به زما دغه خورې ورې ليكنې د پښتو د جامع ادبي تاريخ په ليكلو كې ګټورې ثابتې شي، چې دده دغه اثر د ليرليدي پلان په اساس سره منسجم شوى دى. دغه اثر چې ظاهراً د ادبي تذكرې په ډول ليكل شوى، خو د نورو ادبي تذكرو غوندې نه دى او د نورو تذكرو سره جوت توپير لري. د پښتو ځينې تذكرې، چې زياتې تشريحي دي، چې ځينې وخت ډېره تشريح د تذكرې اصلي روح بدلوي، د پياوړي شاعران تذكره له دغه ډول طوالت څخه پاكه ده او هر څه يې په لنډيز او جامع ډول رااخيستي دي، چې د تذكرې ښكلا يې لا زياته كړې ده. تذكرې د هرې ژبې د ادبي تاريخ لپاره د سټې او بنياد ارزښت لري، زموږ په ژبه كې لكه د سيمې د نورو ژبو په څېر ادبي تذكرې هومره نه دي، موږ د قديمې زمانې يوازې دوه تذكرې لرو، نورې ټولې كښل شوې تذكرې د روانې پېړۍ دي او په دې پېړۍ كې كښل شوي دي، خو د افسوس خبره دا ده چې ټولې ليكل شوې تذكرې د پښتو ټول معلوم او مكشوف، قديم او حتى اوسني شاعران، ليكوالان او محققين نه راپېژني، چې په دې برخه كې د لا زياتو تذكرو ليكلو ته اړتيا ده. اوس به راشو دې ته چې له ارواښاد پوهاند رښتين د "پياوړي شاعران" له تذكرې وړاندې په پښتو ادب كې دغه عنعنه څه ډول وه، په دې برخه كې بايد يادونه وكړو، چې له ارواښاد پوهاند رښتين د پياوړي شاعران له تذكرې وړاندې په پښتو ادب كې لاندې تذكرو وجود درلود: تذكرآ الاوليا، پټه خزانه، ګلشن اشعار افغاني، پښتو ننني ليكوال، پښتانه شعراء (پېنځه ټوكه)، تذكرآ الشعراء، د پښتو ادبي سوغات، د خيبر ادب، پښتانه ليكوال، وندر، وركه خزانه دوه ټوكه، اوسني ليكوال درې ټوكه، ادبي ستوري، سويلي ستوري، د كسي د لمن پښتانه ليكوال، د اشنغر ادب، د خيبر انګازې، دا څوك دي، بېدياني ګلونه، د سردرو طوطيان، د پښتو ادب ځلانده ستوري، پټ ستوري، د احساس سترګې، ليكوال نه مري، د بنګړو شړنګ، ګلزار روه، دا ليكوال او دا څېرې، اوسني شاعران، پښتنې ليكوالې او شاعرانې، د كسي ګلان، پښتانه شاعران، غوټۍ، د سوات ورك شاعران، همېشه ژوند، ادبي ګلونه، ادبي ګلدسته، سهيلي پښتانه نثر ليكونكي، واورينې څوكې، د ننګرهار شاعران، د پښتو ننني ليكوال، معاصر اديبان، وينه په قلم كې او... همدا شان له پورته تذكرو پرته هم په پښتو ادب كې تذكرې ليكل شوي، خو ما يې ذكر په دې ونه كړو، چې هغه تذكرې له "پياوړي شاعران" وروسته ليكل شوي او چاپ شوي دي لكه ستوري د ادب په اسمان كې، د لغمان شاعران... اوس به بېرته خپلې اصلي موضوع ته راشو او د پياوړي ليكوال په ادبي تذكره به خبرې وكړو: دغه اثر چې يوه لنډكۍ سريزه لري او په دوه سوه دوه شپېته مخونو كې په 1372هـ ش كال په پېښور كې د يونيورسټي بك ايجنسۍ له خوا چاپ شوى، چې د خطاطۍ چارې يې خان بهادر سًرچيوال سرته رسولي دي، ددغه كتاب له منسجم كولو ارواښاد پوهاند رښتين په 1360 هـ لمريز كال وزګار شوى، چې دغه نېټه دده له سريزې وروسته راغلې ده. اوس به راشو ددې كتاب د ليكنې اهميت او د نشر ځانګړتياوو ته، چې دغه اثر په پښتو ژبه كې څه اهميت لري او د نثر ځانګړنې يې څه دي. دغه اثر، چې د حجم له نظره ډېر كوچنى، خو د اهميت، ارزښت او ادبي ښكلا له نظره د ډېر اهميت لرونكى دى، دغه اثر چې مخكې مو پرې هم خبرې وكړې، ظاهراً د ادبي تذكرې په ډول ليكل شوى، خو د تېرو ادبي تذكرو په پرتله نسبتاً په يو نوي سبك او اسلوب ليكل شوى دى. په دې معنا چې پښتو پخوانۍ تذكرې اكثره په ډېره وچه ژبه او اظافي تشريحاتو كې نغښتل شوي دي، خو د پياوړي شاعران تذكره بيا د نورو رويشونو پر اساس ليكل شوې ده، ژبه يې خوږه ده، بې ځايه اوږده تشريحات نه لري او شاعر په داسې ډول معرفي كوي، لكه په لنډه كيسه او يا بله هنري فنپاره كې چې څوك كومه منظر كشي كوي، ښكلي پښتو اصطلاحات او محاورې يې په ډېر ادبي ډول په خپله ليكنه كې ځاى كړي، چې په يو ځل لوستلو يې سړى د تل لپاره په خپله حافظه كې كېنولى شي، د بېلګې په توګه د ارواښاد كامګار خټك په پېژندګلوۍ كې يو ځاى وايي: " په كوم زړه كې چې عشق او درد پيدا شي، نو هغه ورو ورو ځان ښكاره كوي، د مينې عزم ميدان ته راووځي، د سر وېره له منځه ولاړه شي، بيا هوښياري د غمونو مور ګڼي، وروسته د يار او محبوب د خط او خال، زلفو او شونډو، وروځو او تورو سترګو د يادونې وخت راشي، د رقيب او غماز په غندنه لګيا شي، منى او پسرلى سره جوړه شي..." كه موږ د ارواښاد رښتين پورته څو جملې وګورو ډېرې لنډې او هنري پېيل شوي دي، چې كله هم انسان دا ډول جملې ولولي، د كامګار په اړه يې يو ځانګړى تصوير په ذهن سپور شي، چې بيا كله هم څوك د كامګار نوم اخلي، دغه جملې يې ذهن ته نېغې ودرېږي او د كامګار د شعري سبك او اشعارو په اړه ډېره ښه فيصله كولاى شي. همدا ډول د يو بل شاعر په اړه يې دا لاندې جملې د پام وړ دي: " عشق او شاعري سره غبرګوني وروڼه او دواړه د يو بل سره لازم او ملزوم دي، د پښتو د هر يو شاعر زړه د عشق په كټارو سورى سورى دى، چې همېشه ترې د فرياد زګېروي او سوې كوكارې راخېژي، د يارۍ دوستۍ بېلې منظرې كله په يو رنګ كله په بل رنګ ښكاره كوي او د شعر په ژړا د خپل غمژن زړه تاو او بړاس وباسي." د ارواښاد رښتين پورته څو جملې كه موږ وګورو ډېر ښكاره پوهېږو، چې د حميد د سبك پيرو كوم شاعر راپېژني. له دې علاوه ارواښاد پوهاند رښتين په خپله دغه تذكره كې د ځينو نورو ليكوالو او تذكرو نيمګړتياو ته هم ګوته نيولې او په علمي دلاېلو يې سمې كړي دي، چې دا بېلګې په "پياوړي شاعران" كې ډېرې زياتې دي، خو دلته د ارواښاد يو دوه ځايه كره كتنو ته اشاره كوم. ارواښاد رښتين صاحب ليكلي: " همېش بابا سعيد ته يو عالم، فاضل او پوه شاعر وايي، زموږ په حساب د هغه وخت په حساب ورته عالم ويل كېداى شي، ولې چې په ديوان كې يې ځاى ځاى د شرعي او ديني مطالبو بيان راغلى دى. مګر د يوه پوه شاعر كلمه دومره موزونه، نه ښكاري ولې چې د شاعرۍ په فن كې دومره غښتلې او قوي نه ګڼل كېږي د سعيد په اشعارو كې يو قسم دروندوالى او سختي پرته ده، په اسانۍ پرې سړى نه پوهېږي او كه پوه هم شي، نو پوره خوند ترې نشي اخيستل كېداى، غرض دا دى چې دده شاعري د تكلف شاعري ده. عربي او فارسي كلمې هم ډېرې استعمالوي او لكه د كاظم خان شېدا يو اوچت تخيل نه لري، چې دغه عېب يې پټ كړاى شي. دا وجهه ده چې د سعيد زوى د دېوان په مقدمه كې ليكي، چې زما پلار به ډېر ځله اشعار وليكل بيا به يې يا وشلول او يا به يې سوزول، له دې خبرې څرګندېږي چې ده ته به خپلو اشعارو په خپله هم خوند نه وركاوه..." بل ځاى د معاذالدين خټك د نامه په اړه وايي، چې په وركه خزانه او تېر هېر شاعران كې خو دده نوم ذكر شوى، خو په نامه كې فرق دى يو يې معزالدين بولي او بل يې معاذالدين بولي، چې مطلب يې يو شاعر دى. دى وايي چې:" د معاذالدين نوم د معزالدين څخه اخيست شوى او حقيقت ته نږدې ښكاري ولې چې دى اكثره د معاذ د نامه څخه د تخلص كار اخلي او دغه دده د نامه لنډيز دى." د "پياوړي شاعران" تذكره له دې علاوه نورې هم ډېرې ښېګړې لري، چې دلته يې يوازې په پورته ليكنه بسنه كوو او د پښتو ادب راتلونكيو تاريخ ليكونكيو ته يې د ماخذ په توګه سپارښتنه كوو.