د شعرونو کیسې

د شعرونو کیسې


  • 1 مياشت دمخه (11/12/2020)
  • عبدالمالک بیکسیار
  • 136

په پښتو کې لا دا خبره نده باب شوې چې لیکوال دې د خپلو لیکنیو اسلوبو او تجربو په هکله ولیکي، هسې خو له لویه سره داسې کوم ستر نړیوال یاسیمه ایز نوښت هم چا ندی کړی او نه چا پدا شته فورمونو کې کوم شهکار پنځولی، خو همدا نیم او نیم کله شخصي نیمګړې تجربې هم د هر لیکوال د همغه لیکوال له مړینې سره یو ځای خاورو ته سپارل کېږي .

زما د شخصي مطالعې په حدودو کې شپون صیب پر ګور یې نور شه ډېر څه د متفرقو لیکنو او مرکو په ترڅ کې د خپلې لیکوالۍ او په ټوله کې د کیسه لیکنې او ادبیاتو په باب موږ ته پرېښي دي .

پدې وروستیو کې ډېرکاري او جدي لیکوال اېمل پسرلي اول د کیسو کیسې او بیا وروسته د نړیوالو کیسو کیسې کتابونه چاپ کړل چې له بده بخته لا ما ندي لوستي، خو د کتابو له نومونو او پر فېسبوک د یو او بل له لنډو لنډ تبصرو داسې ښکاري چې پدغو کتابونو کې به د کیسه لیکنې په باب مواد راټول شوي وي، خو دا چې پسرلي صیب به خپلې تجربې هم ورسره ملې کړې وي او که په افغانستان کې له معمول سره سم به یې یوازې د نورو پر اثارو لیک کړی وي لا ماته نده پته .

په نورو ژبو کې دا عامه خبره ده چې لیکوال د خپل عمر په یوه پړاو کې بیا خپلې لیکنۍ تجربې لیکي، خلکو سره یې شریکوي او له پنا کېدو یې ژغوري . همدا څه موده مخکې مې د کولمبیایي لیکوال ګارسیا مارکز د مرکو یو کتاب لوسته چې خورا ډېره برخه یې دده پر لیکوالۍ او په تېره بیا دده پر سل کاله یوازېتوب ناول راڅرخېده چې د نوبل جایزه یې هم ترلاسه کړې . پدغه کتاب کې د ناول پر ټولو وړو وړو او لویو اساسي ټکو په تفصیل سره بحث شوی، له تلوسې نېولې تر پلاټه تر کریکټرونو ، د کریکټرونو تر ټولنیز او اروایي تشخصه او خلاصه هر هغه څه چې پدغه کتاب کې راغلي، ولې راغلي او څنګه راغلي . لیکوال چې مدعي دی دغه اثر یي په ۱۷ کالو کې لیکلی ، هماغه شان یې پرزه پرزه او ټوټه ټوټه تشریح کړی هم دی .

زه تر دې زیات معلومات نه لرم ښایي د همدغه لیکوال د لیکوالۍ په هکله نور او لا ځانګړي او تر دې مرکو مشخص اثار هم وي، خو وشه که نه هم وي نو دده د کیسه لیکنې ټولې تجربې په همدې یوه کتاب کې هم خوندې او له پنا کېدو محفوظې دي .

دلته به زه د خپل یو غزل د لیکلو کیسه پدې پار ولیکم چې نور ملګري هم پدې سین راګډ او دا ښکلی او عالي دود په پښتو کې عام شي :

د محبوب القلوب او ډېرلوستي هزاره لیکوال ښاغلي اسد بودا یو ووړ یادښت مې لوسته خوند یې راکړ بیا بیا مې ولوست او وروسته مې بیا پر خپله فېسبوک پاڼه شریک هم کړ، له بده مرغه چې د ښاغلي فېسبوک پاڼه اغیارو ور تړلې کنه نو دغه یادښت به مې دلته راوړی وای . پدغه یادښت کې یوه کلمه چې زما تر ټولو ډېره خوښه شوه هغه د “تئنشین” کلمه وه، بودا لیکلي و چې غم یې خوښ دی ځکه تئنشین کېږي او ژر نه ځي . 

دغه وخت کې زه د تئنشین کلمې د پښتو انډول په سوچ کې شوم، تر ډېر سوچ وروسته مې هم داسې رغنده څه فکر ته را نه غلل، ډوب، ژور، تل او ... کلمې مې سره واړولې راواړولې خو هغه چنګ یې نه لګاوه چې زړه کې مې تئنشین شي .

فېسبوک مې بند او کمپیوټر مې وتاړه، تر یوې پیالې چای څښلو وروسته پر بایسکل روان شوم چې لور مې له ښوونځي راولم، پر لاره بیا همدا د تئنشین فکر راسره مل شو، دلته نو اوس ښايي زه د شعر په موډ کې وم، دا نیم بیتی خولې ته راغی :

لکه غم د زړه ژورو ته مې راشه

دغه وروستۍ د راشه کلمه به مې کله “ اوسه” کړه او کله به مې بیا بېرته راشه کړه، اوس نو په قصدي توګه پدې لټه کې شوم چې بله نیم بیتي پسې ولیکم نو دا سوچ راغی، غم چې د زړه په ژورو کې “ تئنشین” کېږي نو د واره مې فکر د غم مخالف “ خوشالۍ” کې ونښت او دا نیم بیتی را وپنځېده :

خوشالۍ غوندې برسېره څه تېرېږې ؟

دغه بیت مې کور ته له راتګ سره موبایل کې خوندي کړ .

لدې پېښې دوه اونۍ وروسته په خپلو خیالونو او سوچونو کې ډوب پر یوه نرۍ او ځنګلي لار په منډه وم، که ګورم چې د کاروان صیب د کلیوالې په شان یوه دنګه جینۍ، بربنډې مټې، پونډۍ، تر ملا طلایي زلفې .... هم په ځغاسته راروانه ده، ماته په رارسېدو چې غوښتل مې سمه یې د سترګو له فلتره وکاږم، له مانه ټوخی وشو او هغې د کرونا له وېرې دلارې بچولو په نیت داسې ټوپ وواهه چې نږدې و یوې ونې سره ټکر شي، خورا حیرانه شوه او څو واره یې بیا بیا ماپسې شا شاته راوکتل. 

د جینۍ دغه وهم، وېرې، ترهېدلو،ټوپ او شا شاته راکتلو دلته بیا دا بیت را وزېږاوه :

لکه وهم لکه وېره څه تېرېږې ؟

لس - شل ګامه وروسته مې خپل ټوخي او کرونا ته سودا شوه چې له څو ورځو مې ورته سودا وه او ددې جینۍ ډېر غليظ غبرګون یو ځل بیا را یاده کړه او دا دوهم بیت را وپنځېده :

نن سبا مې زړه کې ډېره څه تېرېږې ؟

پدې ځای کې هغه بله خبره هم تصدیقېږي چې د شعر مانا د شاعر په بطن کې وي، زما پدغه نیم بیتي به خدایزده چې لوستونکي کوم کوم ګومانونه کوي، پداسې حال کې چې د پنځېدو په وخت کې دا کرونا ته ویل شوی دی .

خلاصه کلام چې پدې ترتیب د غزل مطلع رامنځته شوه، چې زما په فکر د یوه غزل په پنځېدا کې نیم په نیمه ارزښت لري او په سلو کې ۹۹ سلنه زه خپله او زما په ګومان نور شاعران شروع له همدې مطلعې څخه کوي، او چې مطلع ولیکل شوه لکه د کور بنسټ چې کېښودل شي بیا پرې نورې مسرې لکه خښتې په اسانه قطارېږي .

تر مطلعې او هغې یوې بلې مسرې وروسته بیا د خپلې نستالجیا خزانې ته ورغلم یوه ځای کې مې یو توت په بېره واړاوه او له ارواښاد ډاکتر خالق زیار نه مې د بېرې او ټال تصویر راپور او دا مسره ولیکله :

دا مقام مو د اول ځل ملاقات دی

هغه ټال دی هغه بېره څه تېرېږي

تر دې وروسته نو بیا ورو ورو په یو دوه ساعته کې غزل را پوره شو .

غزل

لکه وهم، لکه وېره څه تېرېږې ؟

نن سبا مې زړه کې ‌‌‌‌‌‌ډېره څه تېرېږې ؟

لکه غم د زړه ژورو ته مې راشه

خوشالۍ غوندې بر سېره څه تېرېږې ؟

تا خو وې د زړه داغونه سره شمېرو

اوس چې پړه شولې له شمېره څه تېرېږې ؟

نه راګورې نولوې مې څله ګلې ؟

د زړه ور کې تېره بېره څه تېرېږې ؟

ما ساتلی یې چې بېرته دې را یاد کړم

له پنجرې زما د هېره څه تېرېږې ؟

دا مقام مو د اول ځل ملاقات دی

هغه ټال دی، هغه بېره څه تېرېږې ؟

تصور ددغه ړنګ کلي کې څه دي ؟

بېکسیاره ترې چاپېره څه تېرېږې ؟

په میدان نه ځي دا لاره بېکسیاره

له پروانه له پنجشېره څه تېرېږې ؟