پاکستان د سلسلې علي خېل د تښتونې عاملین قانون ته نه سپاري

پاکستان د سلسلې علي خېل د تښتونې عاملین قانون ته نه سپاري


  • 1 اونۍ دمخه (19/07/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 256

پاکستان د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور « سلسلې علې خیل» تښتونکي د قانون منګلو ته نه سپاري.

وروسته له هغې، چې یادې پېښې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارول؛ نو د پاکستان صدراعظم عمران خان امر وکړ، چې د یادې پېښې عاملین دې ۴۸ ساعتونون کې پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري؛ خو اوس د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، چې د سلسله علي خېل چا تښتولې نه ده؛ بلکې دا د هند د استخباراتو کار دی، چې دې خبرې ته یې هوا ورکړې ده.

په کور دننه بیا باور دا دی، چې دا چاره د پاکستان څارګرې ادارې یا « ای ایس ای» ترسره کړی او غواړي، چې له افغانستان سره مستقیمه جګړه کې ښکیل شي؛ خو پاکستان د دې لپاره، چې دا کړنه پټه کړي؛ نو اوس یې د هند په استخباراتو ور اړوي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم افغان سفیر پاکستان کې تښتول شوی و.

اوس پوښتنه دا ده، چې په دا ډول یوه ديپلوماتیکه او امن ساحه کې د سفیر د لور تښتول په څه مانا او پاکستان اخر څه غواړي؟