کمال خان بند؛ دا ځل یې په ویاړ خوست کې لوبه ترسره کېږي.

کمال خان بند؛ دا ځل یې په ویاړ خوست کې لوبه ترسره کېږي.


  • 3 مياشتي دمخه (06/04/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 434

سمسور (سه شنبه - د وري - ۱۷) د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ دا ځل خوست کې د افغان لوبغاړو تر منځ لوبه ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خوست کرکټ لوبغالي کې د کمال خان بند پرانېستې په ویاړ د کېدونکي لوبې په اړه د کمال خان ډیم ډیویلپرز او غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلو نوملړونه خپاره کړي دي.

په دغې لوبه کې د کمال خان ډیم دیویلپرز لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب دی او د غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلې لوبډلمشر بیا رحمان الله ګربز دی.

کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د یادې لوبې د وخت په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، چې کله به دغه لوبه ترسره کېږي.