د لارې خبره

د لارې خبره


  • 2 کاله دمخه (29/08/2021)
  • ماهر احسانزی
  • 1081

حمزه بابا وایي:

راشه چې خبره درته وکړمه د لارې 

څوک چې هم بې لارې دي،  په خپله په یو لار دي 

دې بیت کې راغلې د ( لارې) کلیمه څه لري؟

شعري ښکلا یې څه ده؟

وګړنیر استعمال یې څومره مروج دی؟

او نور د استعمال څومره ځایونه لري؟  ددې پوښتنو ځوابونه لږ وروسته خو لومړی لاره ده څه شی؟ 

 

لاره د ځمکې هغه برخه ده چې د هر څه د تګ راتګ امکان ورباندې وي.

پر لاره له انسانه نیولې تر څېرونکو ځناورو ( البته، ځای او وخت ته په کتو)  ټول ورباندې عبور کوي خو دومره ده چې لارې هم په لویو او وړو سره ویشل شوې دي.

د لویي او وړې لارې د تګ خپل اوصول دي:

په فرعي لارو هر څوک که تلی نشي نو هر چیرته کیناستی،  ودریدی او دمه کیدی هم نشي. ځینې فرعي لارې کورونو، باغونو، شیرازیو (هغه ځای چې د کور مخې ته د ښځو د ناستې لپاره جوړ شوی وي،  بوټي او ونې پکې نهال شوې وي)  او شخصي ځمکو ته ور ماتې وي چې د هر چا لپاره ورباندې تګ مناسب ندی.

په وړو لارو تلونکي خلک سره د کور او کلي او خپلوۍ له مخې ګنډلي وي؛  چیرته په میاشتو کې کوم نابلده او ناپیژانده سړی ورباندې راشي.

په دغسې لارو که نابلده سړی راشي، ممکن د بیا نه راتګ ورته وویل شي، خو که کلیوال او بلدي ورباندې له ښکاره غرض پرته راشي، بدې پایلې لري:  مشرانو ته یې په ګیله ورځي ( غاړه خلاصول ورته وایي)  همده ته د بیا نه راتګ یادونه کوي، څارنه پسې شروع کیږي او ... خو عمومي لاره بیا د هر چا ده.

 د لویې لارې مساپره

په دیدن موړ شوې،  که مخ بیا در واړومه 

په عمومي لاره کې دغسې چلندونه هم پیښږي. عمومي لاره چا پورې مختص نده او ځکه هر سړی یې د جوړلو، ساتلو او ورباندې د تګ د مانع توکو د لیري کولو مسولیت لري.

د عمومي لارې د ټول شموله مسوولیت له مخې د بې ازاره او خیرمن سړي په مورد کې وایو:

ده خو د چا مړ سپی هم له لارې ندی اړولی.

راست اوسه، په لویه لار کې ملاست اوسه!

   له عمومي لارې بیا نورې لارې کږیږي، ماتیږي، ډېریږي او بیا یو کیږي چې معمولا یو شوې برخه د لارې سر نومېږي.

خبرې لنډې لنډې وایه 

د لارې سر دی څوک به ځي څوک به راځینه

      تر دې ځایه د لارې په جوړښت سر سري وغږیدو خو موخه مو دا ده چې د لارې کلیمې ادب ته هم لاره پیدا کړې او د مختلفو ماناوو دومره ښکلا یې را بار کړې، لکه د ګڼو کلیو او کورونو څخه را وتلې ښکلې کږې وږې لارې چې دواړو غاړو ته یې شنو وښو، شینشوبو،  ویلني، خوږه ولې او ... نیولې وي.

 

اخواته تیاره ده خو د غر په منځ کې لاره ده 

شوې له پاچا نه د لښکر په منځ کې لاره ده.

ماهراحسانزی 

پدې بیت کې د دوهم نیم بیتي (لاره) د لارې نه، د درز،  اختلاف،  زړه بداوي او سره د پاشلو مانا ورکوي.

   ډېر کله په کلیو او ادارو کې سره په وړو خبرو او کارونو خپلمنځي ناندرۍ رامنځ ته شي خو چې خبره را وسپړې،  په یوه انه هم نه ارزي او چې ورته ووایي:

دا خو دومره خبره/ کار نه و،  هسې مو دومره شور جوړ کړی و،  وایي کار یا خبره به دومره وه یا نه، خو بیا یې راباندې لاره جوړیږي. دلته لاره دا مانا چې بیا به د خپلو کارونو پر ځای د دوی کارونه کوم،  بیا به د خپل حق غوښتلو په مهال هم زاري کوم او د نورو سترګې به راباندې سرې وي.

     بې لارې او بې لاریتوب بیا د دعوه ګیر (جنګیرک)  شریر او په اصطلاح بې مخه سړي ته استعمالېږي او دې بې لارۍ او بې لاریتوب کې هغه ډله هم شامله ده چې د کلي/ ټولني د شته ذهنیت د ادابو پروا نه ساتي.

   (لاره)  روغې جوړې ته هم وایي.

 پښتانه تېږه کیږدې روغه وکړي

ماسره هیڅ نه کوي لار باڼه

حیات الله ګهیځ

 

 راشه چې خبره درته وکړمه د لارې 

څوک چې هم بې لارې دي پخپله په یو لار دي

حمزه بابا 

د حمزه بابا پدې بیت کې لومړۍ (لارې)  کلیمه د ټولنې او خلکو د ذهنیت سره سمه خبره کول دي،  یعني بابا وایي چې زه داسې څه درته نه وایم چې خلک به  ورسره مخالفت وښیي،  بلکې زما خبره به سمه وي،  د لارې او د منلو خبره به وي.

 په دوهم نیم بیتي کې ( بې لارې)  هماغه مفهوم وړاندې کوي چې د ټولنې/ خلکو د منل شوي ذهنیت خلاف تګ، خبره،  ناسته او چلند بې لاریتوب دی، خو حمزه بابا وایي چې نه دا خلک که زموږ ( ټولنې)  له نظره بې لارې هم دي خو دوی ( دا بې لارې خلک)  دا مني چې ګني دوی بې لارې نه دي.

د دوی استدلال دا دی چې دوی سم روان دي ( په لارې دي)  خو ټولنه ورته ناسمه / لیونۍ او وزګاره ښکاري.

دا بیت به په یو مثال سره واضح کړو:

یو څوارلس کلن/ پینځلس کلن هلک دی،  ناوخته کور ته راځي، له ځانه ډېرو مشرانو سره کیني، نورو ځایونو کې له اړتیا پرته شپې  تېروي، نو طبعا د ګاونډ مشران او عقیدوي خلک دی په همدې عمل بې لارې ګڼي خو دی ( یاد شوی هلک)  بیا خپله دا ګرځیدا ملګرتیا بولي، بنډارونه او مجلسونه د نارینه وو خاصه یادوي او کورنۍ یې ( مور و پلار) یې وایي چې سل روپۍ را پور که خو یو زوی په بازار لوی که!

     ځینې لارې د اوبو وي خو د عمومي خلکو لپاره نه وي، ځینې بیا د پیاده تګ وي، د  پادو لپاره یې څوک نه پریږدي خو پر دې سربېره د وربل لارې، د مینې لارې،  د بیلتون لارې، د خدای او رسول لار او نور دغسې ترکیبونه هم له همدې لارې جوړ شوي دي.

ما دې اوږدې لارې څارلې 

زه دې له لنډو لارو څه خبره ومه 

   هغوی چې د پښتو ادب د زړو لارو پر ځای ځوان نسل ته نوې لارې ورښیی، ورته په کار ده چې د ( لارې)  غوندې په هغه کلیمو، ترکیبونو او اصطلاحاتو پسې وګرځي، چې ټولنه یې هره ورځ کاروي خو تر  یوې یا ځای نیم له دوهمې مانا ور ها خوا په هیڅ نه پوهېږي. زموږ په ژبه کې دغسې سلګونه کلیمې شته چې له هنر  پرته ( چې د استغارې،  سیمبول په ډول دې وکاروو او بیا دې ورته د مانا لاره را وباسو)  په ورځني ژوند کې هم په نورو مفهومومو کاریږي.

کافرې سترګې، کافرې خبرې،  کافر ملا،  کافر خلک، د خدای مخلوق، بلا ورځې، بلا سړی، بده بلا او ... د ښکلو سترګو،  مستدللو خبرو،  تکړه او باجراته ملا او ... په مانا کارول کېږي، پداسې حال کې چې دا یې د ګرامري مانا بیخي بډ حالت  دی؛  خو چې ټولنه کې شته، باید د دودیدو پر علت او نورو اړخونو ددغسې منتظرو بې شماره کلیمو  پر را سپړلو کار وشي. همدا عنوان وګورئ څو ماناوې را کوي:

یو - یوه جرګه ده،  پریکړه ده او د خبرو په مهال پکې د دواړو اړخونو ګټې ته په کتو که نظر ورکړل شي، ټول جرګه مار به وایي چې دا د لارې خبره ده.

دلته د لارې خبره ګټور نظر او د خلکو د توافق محصول خبره شوه خو که یوبل څوک  چاته د لارې پر سر یوه ګیله کوي، بلنه ورکوي، یوبل داسې څه ورته وایي چې باید په کور او حجره کې ورته وویل شي؛  نو ورته وایي چې دا د لارې خبره نده او که مثلا شوې وي خو مخاطب ورته چندان پاملرنه نه وي کړي،  بیا یې هم دلیل دادی چې دا د لارې خبره نه وه خو ماته د لارې پر سر وشوه. هلته د جرګې د غړیو غږ ( د لارې خبره) او دلته د هغه کس چې باید خبره ورته په کور او د خبرې وزن ته په کتو ځای کې شوی وای، د (لارې خبره)  سره څومره توپیر لري؟