سهیل شاهین: هڅه کوو، چې پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړو

سهیل شاهین: هڅه کوو، چې پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړو


  • 2 مياشتي دمخه (18/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 100

د ا.ا.ا د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي، چې خلک دې نه بې‌حوصلې کېږي، ښایي د نوي حکومت جوړېدل ډېر وخت ته اړتیا ولري. 

شاهین وایي، خلک تمه لري، چې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځ‌ته شي او په وینا یې چې دا ځل به په‌کې ژور تغیرات هم راشي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښه دوه اړخیز او ډیپلوماټیک مناسبات غواړي. 

هغه په دې مرکه کې له پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان مالي شتمني دې خوشې کړي څو هېواد له اقتصادي بحران سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تاجکستان په دوشنبه کې د شهنګهای سازمان په غونډه کې، چې د سیمې هېوادونو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکو برخه لرله، ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې باید یو ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته شي.