د تاريخي اثارو ساتنه جدي پاملرنه غواړي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امنه مایار
  • 1356

 لرغوني آثار او ځايونه، چې زموږ ملي او كلتوري شتمني ده، پر بيلا بيلو محيطي ( چاپيريال ) او اقليمي زيانونو سربيره، كور ګډو تنظيمي او كورنيو جګړو هم زيانمن كړي او له منځه وړي دي.
ځينې دغه آثار، د بيلا بيلو حكومتونو د نه پاملرنې له وجهې له هيواد څخه په پټه بهر ته ليږدول شوي او په ډيرو لږو پيسو پلورل شوي دي، لكه چې په هيواد كې د تيرو تنظيمي جګړو په ترڅ كې د كابل موزيم او ملي آرشيف چور او تالان شول.
همدا شان د هيواد په بيلابيلو سيمو كې په پټه او غلا كيندنې كيدلې او آثار يې د قاچاقو په ډول له هيواد څخه بهر وړل كيدل.
طالبانو هم په خپل وار له دغو ملي شتمنيو سره جفا وكړه او د باميانو بت يې په دې پلمه، چې ناروا او د شريعت خلاف دى په ډيره بې رحمۍ په بمونو والوزاوه.
ډيرۍ دغه كيندنې لا اوس هم د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د محلي قوماندانانو، ټوپك سالارانو او زور واكانو له خوا په پټه تر سره كيږي.
ويل كيږي، چې ځينې بهرنيان هم د هيواد په جنوب او شمال كې كيندنې كوي، خو له بده مرغه دولت د دوى له دغه كار څخه يا خو خبر نه  دى او يا خو يې په وس پوره نه ده، چې دغه موضوع وڅاري او نه هم په دې هكله كوم ځانګړى قانون شتون لري، چې د هغه په تطبيقولو سره د غير قانوني كېندنو او قاچاقو بشپړ مخنيوى وشي.
په دې برخه كې كومه بله اندېښنه، چې ډېره ځوروونكې ايسي هغه د تاريخي ځايونو په ساتنه كې د دولت نه پاملرنه ده. د بلخ په ولايت كې همدا اوس ۳۰ تاريخي ځايونه، چې په بيلا بيلو دورو پورې تړاو لري، د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي. په دغه ولايت كې پر مركز سر بيره، په ګڼو ولسواليو كې هم تاريخي ځايونه شته، چې كه پام ورته ونه شي له منځه تلاى شي. د بلخ د اطلاعاتو او كلتور د رئيس په وينا دغه لرغوني آثار په باختري، كوشاني، غزنوي، بودايي، تيموري، سلجوقي، ساماني او نورو  دورو پورې تړاو لري.
د مزار د پخواني  ښار ديوالونه، چې د كوشاني دور دي، د جګړو په مهال وسلوالو په كې سنګرونه جوړ كړي وو  او خورا زيات زيان ورته اوښتى دى.
د دغو ديوالونو په دېرش كيلو مترۍ كې كيندنه او كښت نا قانونه دى، خو بزګرانو خپل پټي تر يادو شويو ديوالونو پورې غځولي دي. په ځانګړي ډول د ( نو ګونبز ) جومات، چې په ۳۳۰ قمري كال كې جوړ شوى، د عيارانو برج، چې په دوهمه او درييمه قمري پيړۍ  كې جوړ شوى، د خواجه عكاشا مزار، چې د غزنوي دور، د نو بهار آتشكده او تپه، چې په كوشاني دور او يو شمير نور آثار، چې د بيلا بيلابيلو لرغونو دورو پورې اړوند دي، د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.  
پر دې سربېره كومه بله ستونزه، چې د تاريخي اثارو غټه اندېښنه يې راولاړه كړې، هغه بهرنيو هيوادونو ته د نندارې لپاره  د تاريخي اثارو لېږدول دي، تير كال د نړيوالو د نندارې لپاره ځينې تاريخي آثار له هيواد څخه بهر د فرانسې هيواد ته يووړل شول، په داسې حال كې چې د لرغونپوهانو په وينا، دغه آثار بايد د يوې مشخصې پروسې له مخې، چې حد اقل درې كلونو كې  بشپړه  او د يوه اوچت نړيوال تضمين په شتون كې يو بهرني ملك ته ولېږدول شي. خو په هخواشينى سره، چې دغه پروسه په نيمګړې توګه د څو مياشتو په موده كې تر سره شوه.  په دې برخه كې د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې په لنډ مهال كې دا نه شي تثبيتېداى، چې ايا بېرته اصلي اثار افغانستان ته رالېږدول كېږي او يا تقلبي؟
د پورته يادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره په كار ده، چې اړوندې ادارې يوه سالمه او عملي ستراتېژي او جدي قانون وضع كړي. پرته له دې دا ناشونې ده، چې د خپلسرو كېندنو او د تاريخي اثارو د غلا او قاچاقو مخنيوى وشي.
كه د وخت واكمنانو د دغو شتمنيو په ساتنه كې پاملرنه كړې واى، اوس به موږ يو زيات شمير تاريخي آثار په واك كې درلودل او كولا ى به مو شول، چې د دغو آثارو نندارې ته د اېښودو له لارې زيات عايد تر لاسه كړو.