اوباما بدلون غواړی او که اسلامی نړۍ تیرباسی


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • میرویس عمرخیل
  • 260

د مصر په قاهره کې د امریکا ولس مشر بارک حسین اوباما د نړۍ مسلمانانو ته په داسې حال کې وینا وکړه چې همدا اوس هم په نړۍ کې د جورج بوش پالیسی د پلی کیدو په حال کې دی .
په امریکا کې د ۲۰۰۸ کال د ټاکنیزو سیالیو پرمهال اوباما ژمنه وکړه چې د بوش پالیسۍ ته بدلون ورکوی اوله نړیوالو او په ځانګړی ډول له اسلامي نړۍ سره د اړیکو نوی باب پرانیځۍ .
غواړم د اوباما پر هغو خبرو تبصره وکړه کوم چی د دیپلوماتیکو الفاظو په کارولو سره په فلسطین ، افغانستان عراق او په اسلامی نړۍ کې د بوش پالیسۍ ته د ژمنتیا ډاډ ورکوی او د تل په څیر له حقایقو نه سترګې پټوی ، اسرایلی یرغلګرو سره د ملګرتوب ښکاره چغې وهی او د صهیونستی رژیم له کړنلاری دفاع کوی او ځان ته د هر راز یرغل حق ورکوی، په اسلامی هیوادونو کې غواړی د دین ازادی رامنځ ته کړی او ځان ته د اتومی وسلو د ځواک صلاحیت ورکوی.
اوباما وایی ( مونږ نه غواړو چې خپل عسکر په افغانستان کې وساتو ، مونږ دلته د فوځی اډو په لټه کې نه یو ..... عراق نن د صدام د واکمنۍ په پرتله په ښه حالت کې دی ....... له اسرایلو سره زمونږ اړیکی نه ماتیدونکی دی ..... اسرایل په فنا تهدیدول او یا د یهودانو په باره کې د خرابو خبرو کول غلط کار دی .... فلسطینیان باید له خشونته لاس واخلی .... خشونت یعنی د ویدو ماشومانو په لور د توغندیو ویشتل ... دا نه میړانه ده او نه هم د قدرت علامه ...).
اوباما په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو په بمباریو کې د زرګونو بی ګناه انسانو وژنو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی ، پر فلسطینی مسلمانانو د یهودی رژیم له کړنو ننګه کوی ، د عراق دردونکی او وژنکی حالات ورته عادی او سم ښکاری .
که حقیقت ته وکتل شی په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو شتون ښایی کلونه کلونه وخت ونیسی ، دلته د بیا رغونې د چارو پر ځای پر پوځی پانګې اچونې کار کیږی ، پوځیانو ته ستر ستر هوایی ډګرونه رغول کیږی ، په هر ولایت کې بنسټیز پوځې اډی جوړیږی او ټوله پانګه پر پوځی چارو مصرفیږی ښکاری چی امریکایی پوځیان تر ډیرو کلونو دلته اووسیږی ، د تل په څیر بی ګناه هیوادوال د کیمیاوی وسلو ، فاسفورس او انسان وژنکو بمونوله امله وژل کیږی .
افغان سیاسی کارپوه ډاکتر نثاراحمد صمد وژنکو بمباریو ته ګوته نیسی او لیکی ((امریکا په ۲۰۰۴ کې لس زره اټومی سرګلولې لرلې چې اووه زره یې د فعالیت په حال کې یعنی قوماندې ته چمتو وې. پدغو بربادونکو وسلو سره امریکا د مځکې کره په صرف ۳۵ دقیقو کې خاوری ایرې کولاې شی. آیا دا هر څه پخپله یو « وحشت » ندی او آیا هغوی همدا بلاوې پر هیروشیما او ناګاساکی باندې استعمال نکړې او په سلګونو زره ملکي انسانان يې ترور نکړل) .
دا هغه حقیقت دی چې امریکایی او نړیوالو پوځیانو په افغانستان کې د خپلو کیمیاوی او وژنکو وسلو په کارولو سره بی ګناه انسانان ونه وژل ؟
اوباما دا منی چې پوځیان یې په افغانستان او عراق کې د تل پاتی کیدو خوب نه وینی خو د هرې ورځې په تیریدو نه یواځې د افغانستان خلکو ته بلکی امریکایی سرتیرو او د هغوې ملګرو ته مرګونې او د سر په زیان تمامیږی .
لیکوال ډاکټر نثار احمد « صمد » په خپله لیکنه کې په افغانستان کې د امریکایانو مصارفو او لګښتونو ته ګوته نیسی او لیکی .
د افغانستان او عراق جنګونه امریکا ته ډیر ګران تمامیږی . امریکا هر کال په افغانستان کې تقریباْ لس بلیونه ډالره پوځي مصرف لری چې د میاشتې اته سوه ملیونه ډالره کیږی . په همدې ترتیب د واشنګټن پوځي مصارف په عراق کې د کاله اقلاْ ۷۵ بلیونه ډالره دی چې د میاشتې شپږ بلیونه ډالره کیږی . په بل عبارت امریکاپه افغانستان کې د ورځې ۲۶ ملیونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې اتلس زره ډالره او په عراق کې د ورځې دوه سوه ملیونه ډالره یعنی په هره دقیقه کې ۱۳۵ زره ډالره مصرف لری چې دا خزانه به ژر یا وروسته تشه کیږی او د امریکا اقتصادي ملابه ورماتوي .
پس څرګنده شوه چې امریکا په افغانستان کې ټولې پیسې پر پوځی چارو مصرفوی ، په همدې توګه د اوباما تر ټاکل کیدو وروسته بیا هم په هیواد کې د ملکی کسانو په وژنو کې زیاتوالی ترسترګو کیږی .
دملګرو ملتونو د ورکړل شوې احصایی له مخې یواځې په ۲۰۰۸ کال کې ۲۱۰۰ تنه ملکی خلک د هوایی بمباریو په وسیله وژل شوی چې د ۲۰۰۷ کال په پرتله په سلو کې ۷۲ ٪ زیاتوالی راغلی .
د اسیا فاونډیش د ارقامو له مخې بیا دغه شمیره ۲۱۱۸ تنه ښودل شوی، یواځې په دې وروستیو وختونو کې د هرات په شینډنډ ولسوالی کې د وژل شویو کسانو شمیر ۹۰ تنه ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالی کې ۱۶۰ او په ننګرهار ، لغمان او کنړ کې د ړندو بمباریو او ډله ایزو وژنو بیلګی لیدلی شو .
دوکتور م ، ع روستار تره کی په خپله یوه تحقیقی او څیړه نیزه لیکنه کې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو پر کړنو نیوکه نیسی او لیکی .
له ۲۰۰۱ کال څخه را په دې خوا د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو پوځیانو په بمباریو او بریدونو کې له ۸۰ زرو څخه ډیرو ملکی کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی،د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملکی خلکو وژنه له جنګی جرایمو څخه شمیرل کیږی ، امریکا په ۱۹۷۲ م کال کې د کیمیاوی او فاسفورس بمونو د نه کارونې پرکانوانسیون لاسلیک ونکړ ، ترڅو په جګړه کې خلاص لاس ولری .
د ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پوری ۷۲۰بهرنی عسکر وژل شویدی په دغه موده کی د افغانانو د تلفاتو شمیر نیم ملیون اټکل کیږی د دغه تلفاتو په جمله کی زیاتره ملکی خلک چه د هوایی بمباریو په وسیله وژل شویدی شامل کیږی .
اوباما نه یواځې دا چې په افغانستان کې ددوې د پوځیانو جنایتونه پټوی بلکی د منځنې ختیځ په اړه هم له حقیقته لری څرګندونې کوی .
اوباما د اسرایلو پر جنایتونو سترګې پټوی او فلسطینیانو ته د ترهګرو او ډار اچونکو خطاب کوی ، یواځې په دې وروستیو میاشتو کې د صهیونیستی پوځیانو په بی رحمان بمباریو او بریدونو کې له ۱۰۶۰ زیات فلسطنیان شهیدان او ۴۸۸۰ پورې ژوبل شوي دي په شهیدانو کې ۳۵۵ ماشومان او له ۱۰۰ زیاتې ښځې دي .
اصلاح انلاين دوشنبه, 29 December 2008
په تیرو شپيتو کلنو کې اسرایلو ډیر جنايتونه تر سره کړي، او بې ګناه فلسطینیان يې له تېغه تېر کړي.
• د ١٩٤٧م کال د جنورۍ ٣٠-٣١ نېټې د بلدة الشيخ قتل عام چې د شپې په تياره کې يې له ٦٠ څخه زيات انسانان په خپلو کورونو کې ووژل
• د ١٩٤٨م کال د اپريل په ٩مه يې د ٧٠٠هستوګنو يو کوچني کلي ديرياسين کې ٢٥٤ ووژل او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٥٣م کال د اکتوبر ١٤-١٥مه نېټه يې په قيبيه کلي کې مسجد او له ٥٦ زيات کورونه ويجاړ، او له ٦٧تنو زيات يې په بې رحمانه توګه ووژل
• د ١٩٥٦م کال د اکتوبر په ٢٩مه يې د کفر قاسم د کلي له ٤٩ تنو زيات اوسيدونکي ووژل
• د ١٩٨٢ م کال د سپتمبر په ١٦مه يې د لبنان د سابرا او شاتيلا په کيمپونو حمله وکړه او د همدې مياشتې تر ١٨مې نېټې يې د ٣٠٠٠ او ٣٥٠٠ په مينځ کې فلسطينيان د مرګ کومي ته وسپارل
• د ١٩٩٠م کال د اکتوبر په ٨مه يې په مسجد اقصى کې ٢٣ تنه شهيدان کړل او له ٨٥٠څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٤م کال د فرورۍ په ٢٤مه يې په ابراهيمي مسجد کې باروخ ګولډسټاين نومي اسرائيلي ٤٨تنه لمونځ کوونکي شهيدان، او له ٣٠٠ زيات يې ټپيان کړل.
• د ١٩٩٦م کال د اپريل په ١٨مه يې د قانا د لومړۍ ټولوژنې په ترڅ کې يې د لبنان ١٠٩ولسي وګړي شهيدان کړل او له ١١٦څخه زيات يې ټپيان کړل.
• د ٢٠٠٢م کال د اپريل په ١٢مه يې په جنين کې له ٥٢٢٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان شول.
• د ٢٠٠٦م کال د جولاى د مياشتې د ٢٩مې د قانا دوهمه ټولوژنه چې له امله يې په لسګونو تنه ماشومان او سپين ږيري شهيدان شول.
• د ٢٠٠٨م کال فرورۍ له ٢٧مې د مارچ تر ٤مې پر غزې د صهيونستانو په حمله کې له ١٢٠ تنو څخه زيات کوچنيان او ولسي وګړي شهيدان شول.
• په همدې ډول د الاقصى د لومړۍ انتفاضې(١٩٨٧ديسمبر-١٩٩٠) په تعقيب تر ١٩٩٣ پورې له ١١٦٢ څخه زيات فلسطينيان شهيدان کړاى شول.
• د دې تر څنګ د الاقصى په دوهم انتفاضه(٢٠٠٠-٢٠٠٥م) کې له ٣٦٥١څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان کړاى شول.
د ۲۰۰۸م کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د ماسپخين د اذان پر ځايي وخت اسرائيلي يرغلګرو د غزې په هغه بندي کړل شوي ولس چې د ۲۰۰۷م کال د جون له ۱۲مې نېټې راهيسې د اسرائيلي يرغلګرو، او مصري ګوډاګي حکومت له خوا کلابند دي، هوايي بريدونه پيل کړل، په لومړيو دوو ورځو کې د شهيدانو شمېر له ۲۹۰، او د ټپيانو شمېر له ۹۰۰ څخه اوښتی.
د پورته شواهدو په پام کې نیولو سره ولیدل شو چې اوباما د فلسطین مسلمان ولس وینو ته ارزښت نه ورکوی بلکی فلسطینی ولس ته د جاهلانو خطاب کوی .
نه پوهیږم چې د امریکا ولس مشر اوباما له نا پوهۍ دا خبره کوی او که د نړۍ اسلامی هیوادونه تیر باسی ، هغه ته د عراق وژنکی حالت عادی ښکاری .
د امریکا یوه پخوانی جنرال آبی زید د جرمنی له ډی ولټ ورځپاڼې سره په مرکه کې دې خبر ې ته په اشارې سره چې د عراق دجنګ د پینځو کلونو په تیریدا سره تر اووسه پورې په منځنی ختیځ کې هیڅ ډول سوله نه ده ټینګه شوې ، په دغه هیواد کې ئې د امریګا پوځی ستراتیژۍ ماته خوړلی ، امریکا په منځنې ختیځ کې یوه فرعی مهره ده او په دغې سیمې کې اصلی لوبغاړی خلک دی . هغه هغو ډیرو ستونزو او مشکلاتو ته په اشارې سره چې دعراق او افغانستان په شمول په مینځنی ختیځ کې شته دی وویل دغه ستونزې په سیمه کې د امریکا په شتون سره نه حل کیږی او مونږ بایدپوه شو چې د منځنې ختیځ خلک زمونږ په کلتور یقین او اعتقاد نه لری .
ما د عراق په اړه په څو څیړنیزو لیکنو کې چې په هیله مجله کې چاپ شوی ( توره سه شنبه ـ د سپټمبر ۱۱ ـ عراق د صدام له واکمنۍ د بغداد تر ړنګیدو ) هر څه په ډاګه کړی ، عراق نه یواځې دا چې د تباهی خواته ور روان دی نور هیڅ شی نه تر سترګو کیږی .
په عراق کې د امریکایانو لخوا زرګونه تنه بی ګناه خلک وژل شوی ، پر نابالغو او تنکیو انجونو د امریکایی پوځیانو لخوا جنسی تیری شوی ، له عراقی بندیانو سره ناوړه او غیری انسانی چال چلند شوی او د اسلامی مقدساتو سپکاوی شوی او په پای کې عراق پر کڼوالو اوښتی .
زه خپلې خبری په لنډو کرښو پای ته رسوم هغه دا چی اوباما دې اسلامۍ نړۍ سره دروغجنه ډیپلوماسی نه کاروی او نه دې د بوش پوځی پالیسۍ ته پراختیا ورکوی ، همدا شیبه چې زه دا لیکنه بشپړم په کنړ ولایت کې پر افغان زده کوونکو ماشومانو د بهرنیو سرتیرو په ډزو کې شاوو خوا ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړی .
دوی باید خپلې کړنې د افغانستان دخلکو د کلتور او مقدساتو خلاف نه ترسره کوی او دخپل سرو چارو مخه دې ونیسی ، مونږ به وګورو چې د اوباما خبرې حقیقی بڼه لری او که اسلامی نړۍ تیر باسی ، خو زما په اټکل ښایی چی دا هرڅه یوه ډیپلوماسی وی ، او پوځی پلانونه به د پخوا پرشان پرمخ ځی .

خدایه ستا هم عجیبه غوندې نظام دی
چی څوک ډیر پسونه وخوری هغه شپون شی