په تذکرة الاولیا کې زاړه لغات او د هغو ځینې قدیمي ځانګړنې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1435

د سلیمان ماکو تذکره الاولیا د پښتو ژبې لومړنۍ راپاتې تذکره ده چې د ۶۱۲ هـ ق شاوخوا لیکل شوې او د پښتو ژبې د نثر خورا قدیمه بیلګه ګڼل شوې چې زموږ معاصرینو لاس ته رارسیدلې ده. دلته نه غواړو ددغې تذکرې پر معرفي او ځانګړنو خبرې وکړو، یوازې یوشمېر هغه لغات، عبارات او ژبنۍ ځانګړنې به وڅېړو چې په تذکرة الاولیا کې راغلي او ددغه کتاب د زوړوالي او لرغونتوب ښکاره نښې دي. یوشمیر هغه کلیمات چې اوس یا معمول نه دي او یا هم که په لیکنۍ پښتو کې کاریږي اخیستنه یې د همدې تذکرة الاولیا له متن څخه ده، زما په نظر، دغه دي:
وګروهید: ګروهیدل د ګروه (عقیده) له ریښې څخه د معتقد کیدو په مانا ده چې د فارسي له ګرویدن سره ورته ګڼل شوې ده، زما په نظر دا به هغه زړه کلېمه وه چې لرغونو پښتنو له اسلام سره یوځای د عربي (عقیده) (اعتقاد)، (ایمان) او نورو اصطلاحاتو له راتګ څخه مخکې د خپلو مذهبي باورونو لپاره کاروله.
 ګڼون: ګڼ، ګڼه، د شمېر او "شماره" په مانا ده او زما په ګومان لومړنۍ کارونه یې همدلته په تذکرة الاولیا کې ده چې د ګڼون لغت ورڅخه جوړ شوی دلته ګڼون د "رغون" (جوړیدل) او یوون "اتحاد" په وزن د زیاتوالي، ګڼ نفوس او ډېر شمېر په مانا ده. دا لغت د ګڼ (زیات) له ریښې څخه جوړ شوی دی.
مرستون: د لغت د مرستې له ریښې څخه اخیستل شوی او دلته د مرسته غوښتونکي په مانا راغلی دی، لکه چې سلیمان ماکو لیکي:
"... او له څښتنه مې مرستون سوم ..." د "ون" وروستاړی دلته د مفعول به په توګه راغلی لکه په رغون، پریکون، سمون او نورو پښتو کلېماتو کې چې راځي. زما په نظر اوس چې "مرستون" د مرستې ځای په مانا کارول کیږي سم نه ښکاري ځکه دلته (ت) د مرستې برخه ده نه د "تون" برخه لکه په پوهنتون، زیږنتون، وسله تون او نورو کلیماتو کې، چې په دې حساب د تذکرة الاولیا "مرستون" یو څه په زړه پورې او محاوري ته نږدې ښکاري.
پاړکي: پوهیږو چې پاړکی د شعري قطعې- ټوټې یا برخې په توګه تر ټولو متونو مخکې په تذکرة الاولیا کې یاد شوی له دې ښکاري چې پخوانیو پښتنو د خپلو ولسي او مدونو نظمونو- بیتونو، قطعو او یا مسرو ته ځانګړي بومي نومونه درلودل چې پاړکی د قطعې په مانا یوه نمونه ده.
پیژندګلوي: تر هغو چې چا د تذکرة الاولیا متن نه وي لوستی فکر کوي چې د "پیژندګلوي" کلېمه به د اوسنیو نیولوګیستانو له خوا جوړه شوې وي، ځکه د لغت جوړونې له نظره نوې (یا لږ تر لږ جوړه شوې ښکاري) خو په حقیقت کې داسې نه ده بلکې دغه کلېمه د سلمیان ماکو له خوا دومره طبیعي کارول شوې چې ورڅخه دا ثابتیږي چې پیژندګلوي د ورورګلوي په څېر په خلکو کې زړه ریښه لري د "ګلوي" وصفي وروستاړی له خورا زړو تاړو څخه ده چې له دوه مورفیمونو "گَل" او "وي" څخه جوړ شوی دی د "وي" مورفیم په خپلوي- پلوي او نورو کې همدغه ځای لري. پیژندګلوي د شناخت یا معرفت په فلسفي- عرفاني مانا ډېره خوږه راغلې ځکه سلمیان ماکو کاږي: "چې د خدای په پیژندګلوي تر ټولو، لوی او بزرګ و ..."
جوبله: جوبله په تذکرة الاولیا کې د جګړې په مانا راغلې لکه په عربي او فارسي کې چې قتـال- د قتل له ریښې څخه- جګړې ته استعمالیږي پخوانیو پښتنو هم جوبله (ځوبله) د افګار کیدو زخمي کیدو په مانا جګړې ته کاروله- همدا اوس هم زموږ په سیمه (د کابل ښار جنوبي ولسوالۍ موسهی) کې خلک وایي: د پلاني او پلاني ترمنځ جنګ سو او پلاني ته ځوبله ورواوښته. ځوبله د خسارې او مړینې په مانا او هم د جنګ په مانا اوس هم کارول کیږي زموږ کلیوال وایي: دوی خبرې نه کوي پخوا یې په منځ کې ځوبله پیښه سوې ده. – اوس په معیاري لیکدود کې جوبله (ژوبله) لیکل کیږي.
همداراز یوشمیر نور کلیمات لکه دښن (د دښمن په مانا) کول "کورنې یا نسل په مانا" ستانه "د خدای د دوست یا ولي په مانا" ټاټوبی "د اوسیدلو د ځای په مانا" سوبه "د جګړې د ګټلو په مانا"، "هسک د آسمان په مانا" او داسې نور هم شته چې د تذکرة الاولیا لرغونتوب ثابتوي.
خرځ: په تذکرة الاولیا کې یوځای لولو: "که هر چا ابلیس خرځ کړ - نو یې هلته ننداره سي".
پوهانو د خرځ مانا شرمنده، خجل، رانده او شړل شوی (تقریباً درجیم په مانا) اخیستی او زه فکر کوم چې ددغه بیت د عمومي مانا له سیاق څخه به یې دغه مفهوم راایستلی وي ما په خپله کله داسې لغت نه دی اوریدلی (البته کیدای شي دا زما شخصي بې خبري وي) امکان لري اوس مستعمل نه وي حتی په دقیق تلفظ یې هم نه پوهیږم چې د "خ" او "ر"  په فتحه او د "ځ" په سکون به وي که د (خ) په فتح د (ر) په سکون او د "ځ" په فتحه؟ ځکه د تذکرة الاولیا د لیکدود د ځانګړتیا له مخې کله کله وروستۍ فتحه د اوس په شانې په (ه) مختومه نه لیکي او که د (خرځ) تلفظ (خرځه) هم وي سلیمان ماکو یې (خرځ) لیکلی. لکه (په) یې چې (پ) لیکلی دی.
پښتنخا: د پښتنو د سیمې په مانا، دا کلېمه په تذکرة الاولیا کې په زړه بڼه راغلې چې اوس په لږ بدلون (پښتونخوا) کارول کیږي، احمدشاه بابا وایي:
د ډیلی تخت هېرومه چې رایاد کړم زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
ددې ترڅنګ یوشمېر نور زاړه لغات هم شته چې د تذکرة الاولیا په راپاتې شویو څو پاڼو کې خوندي دي او زما په نظر د جوړښت له پلوه ډیر طبیعي دي، نه جوړ شوي او تصنعي لکه:
پالنه: پرورش
وګړي: افراد
مېنه: ځای- سیمه
واکمن: د واک خاوند
کټاره: تورې (دا یو ډول لویې او درندې تورې دي)
پپنا: پوپنا- نیست و نابود.
څښتن: خدای تعالی (ج)
غوڅ: قطع شده- بریده- قاطع
پړ: ملامت
پیلوځې: مشعل
بمیا: بومیا (مرشد- پیشوا)
د لیکدود له مخې دوه کلېمې ما ته جالبې دي سلیمان ماکو ځمکې (مزکې) او دومره (دونه) لیکي هغه څه چې همدا اوس هم زموږ په کلي او لهجه کې کارول کیږي. د موسهي خلک هیڅکله ځمکه نه وایي دوی یې مزکه بولي او "دومره" ته "دونه" وایي مثلاً وایي:
احمدخان دونه ډېره مزکه لري چې د ال او الاد یې بس ده.
نو له دې اړخه هم ویلای شو چې سلیمان ماکو د هغه وخت معمولې محاورې ته تر ټولو نږدې او ساده ژبه انتخاب کړې ده.