يوازې په احساساتوهېڅ نه کېږي.


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • همت الله امين زى
  • 1507

افغانستان يوازينى هېواد نه دى چې په تېرووختونوکې يې ډېرې ناخوالې ليدلې دي،بلکه ډېرداسې هېوادونه شته چې دافغانستان په څېرله ډېروسختيوسره يې مبارزه کړي اونن ډېرښه اقتصاداودورزنيزژوندډېرې ښې برابرې چارې لري. دې اصل ته په پام کې نيولوسره چې ددې هېوادراتلونکې به دځوانانوپه غاړه وي ياپه دې ماناچې دنننيوچارودپرمخ بيولولپاره هغه ځوانان آماده ګې نيسي چې نن بايدهغه ښه وروزل شي ترڅوسباورځ چې مسوليت ورپه غاړه کېږي ښه يې اداکړي، چې داکېداي شي دمشرانودنده وى خوترډېره ځايه په خپله داپه هغه چاپورې اړه پيداکوي چې هغه ته ځوان ويلى شو.
ځوانى داسي مرحله ده چې داحساساتوپيمانه پکې ډېره ليدله کېږي داسې چې ډېرڅه غواړي،هرهرڅه يې په فکرکې تاوېږي چې ويي کړي. خوداسې وخت کې هرځوان ته ډېره اړينه ده چې دخپلې سباورځې په هکله ترهرڅه زيات سوچ وکړي. ځکه په دې دوره کې چې ځواني موورته وويله هرانسان خپله دسباورځې لياره انتخابوې اوپه داسې يوه څولاره کي ځاي نيسي چې ښه تصميم نيولوته هم کله ناکله ډېره اړتياپيداکوي. په هره ماناکه يوځوان نارينه ياښځينه که چېرې وپوهېږي چې زه دخپل کور،ټولنې اوبالاخره دخپل هېوادپه وړاندې څه مسوليتونه لرم،کورنۍ څه رانه غواړي،ټولنه کې څنګه بايددژوندچارې پرمخ بوځي اوترټولويې مهمه داچې په دې پوهېږي چې زه بايدهغه څه وکړم چې دغه ټول يادشوي څېزونه پکې په پام کې نيول شوي وى چې داهغه وخت دى چې نورپه هغه لاره خوځي په کومه چې حداقل دکورنۍ اوټولنې مادي اومعنوي ګټې پرتې دي اوداوخت به له ځانه داټپوس کوي چې ولې مې پرون ورځ بېکاره تېره شوه،له هره کاره به غوښتنه ولري چې ګويازه دغه کارکوم، اول بايددې پوښتنې ته ځواب ووايم چې څومره دازماپه ژوندانه مثبته اغېزه لرلي شي اوکه نه چې اجتناب ترې وکړم.
دهرځوان لپاره داډېره اړينه ده چې په خپل راتلونکي ترهرڅه ډېرفکروکړي اوترهرټولوزيات په دې اندواوسي چې سباکه په ژوندکې دټولنې اوکورنۍ چارې ورپه غاړه شي لکه نن چې په کورنۍ ديوبل مشرپه غاړه دي،څه ډول چال چلندبه کوم. دامرحله کې بايدداحساساتوسره عمل ملګري کړي چې مقصودمنزل ته درسېدواصلي اوترنوروښه لياره بللي شو.
ځواني تېرېدونکى پسرلي دي چې که چېرې په پسرلي کې ښه کروکړل شي نوپه همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اوداوخت ښکاره دازېري په برخه کوي چې پرمختللي هېواداوپکې ځلانده راتلونکي لپاره موهلې ځلې بې ځايه نه وې کړې.
دابايدومنوچې په اوسنۍ نړي کې کوم هېوادونه چې پرمختللې دي،ښه اقتصادلري، صنعتي اوتخنيکې فابريکې اونور رغنده کارونه پکې جريان لري يوځايي نه دي شوي وخت ته اړتيااوپه مروردزمان سره کېږي لکه چې شاعروايي:
ښوونه اوروزنه ملتونه جوړوي
ژوندون دوروري راشي چې خوندونه جوړوي
يوه ورځ څوک عالم اوهم فاضل جوړېداي نه شي
داڅاڅکي راورېږي چې سيندونه جوړوي
دابايدپه ومنوچې په هېوادکې تېرې ناخوالې اويوه ورودبل ورور په وړاندې نابرابري چې نننى له نړيوالې ټولنې څخه وروسته پاتې والي يې ثمره ده هغه څه دې چې خپله موپه خپل ځان کړي اوکه نوردوام پيداکوي داهم همدامانالري چې له ځان اودخپلې سباورځې سره مولاره بدله کړې اودسباورځې ښه اوهوساژوندخيال راسره نشته، نواې ځلميه له ننه دې ډېرذهن کې دسباپه هکله فکرکولوته ځاي وکړه