د کرونا ویروس د ۱۰۲ پیښو ثپتیدل

د کرونا ویروس د ۱۰۲ پیښو ثپتیدل


  • 8 مياشتي دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 274

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۲ تنه تازه پرې اخته شوي دي.

د روغتیايي مسوولینو په وینا په همدې موده کې ۱۷۴ نور ناروغان بیرته له کرونا څخه ښه شوي.

د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۲۰۷، د بیرته رغیدلو ۴۲ زره او ۸۴۰ تنو ته ورسید او دوه زره او ۲۵۳ نه نور مړه شوي دي.