په افغانستان كې د ايران لاسوهنې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ع. روستار تركى
  • 283

 لومړۍ برخه

د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
 
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك
 
يادونه: دا ليكنه له شماله د خپرېدونكې سياسي مجلې(پسرلى) په دوه ويشتمه ګڼه كې هم چاپ شوې ده.
ايران د نړيوالو قوانينو پرخلاف، د وچو هېوادونو د ترانزيتي حق ساتلو او د دوه ګاونډيو هېوادونو د تعهداتو په نه پام كې نيولو سره په زرګونه سوداګريز ټانكرونه له كوم قانوني دليل پرته په خپل هيواد كې ودرول.
د امريكا او ايران جګړې په افغانستان كې مليونونه خلك د غم په غولي كېنول او يوې مړۍ ډوډۍ ته يې حيران كړل. 
په افغانستان كې د بحران د تداوم لپاره د ايران د پانګونې او لاسوهنې د ښه سپړلو لپاره به ښه وي، چې د تېرو وختونو څو پاڼې واړوو.
افغاني رسنيو په هېواد كې د پاكستان د نظامي، سياسي او... لاسوهنو د غندلو لپاره په تنده لهجه مستند راپورونه خپاره كړي؛ خو په افغانستان كې يې د ايران د لاسوهنو او سياسي واك د ترلاسه كولو په مقابل كې ډېر كم څه ويلي، چې هغه هم د نشت په حساب دي او په ځينو ځايونو كې په غلي پاتې كېدو له دې  خبرې تېرشوي دي.
دغو چوپتياوو په اتيايمه لسيزه كې پر افغانستان  د ايران د اسلامي انقلاب لاسوهنو ته زمينه برابره كړه؛ خو سربېره پر دې د ځينو خنډونو له امله ايران تر ډېره خپلې موخې ته ونه رسېد. دغه كار د كورنيو او بهرنيو ډېر پام د پاكستان مسلې ته واړوه او په لومړيوكې د ايران په لاسوهنو چا غوږ ونه ګروه.
په اتيايمه لسيزه كې افغانستان د ايراني اسلامي انقلاب د لاسوهنو له ستر ګواښ سره  مخ و؛ خو د ايران او عراق اته كلنه جګړه او د افغانستان په سني مذهبه ټولنه كې د ايران د سياسي او مذهبي ګروپونو لږوالى د دې لامل شو، چې بيا هم د غه پلان ناكامه شي، همدا راز سعودي عربستان هم په افغانستان كې د سني او وهابي ډلو له لارې د ايران پر وړاندې موضع ګيري وكړه او تر ډېره يې د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ.
سربېره پر دې په افغانستان كې د اهل تشيع ګروپونو، چې د ايران له سياسي ملاتړ څخه برخمن و، د ځينو جهادي ګروپونو او ډلو خصمانه كړنو هم د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ او دغه سني ډلې  تر ډېره د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند لخوا چې مشري يې قاضي حسين احمد كوله، سپانسر كېدلې، چې ايران ضد كړنې ترسره كړي.
د پاكستان جماعت اسلامي ګوند د افغانستان په قضيه كې  د دغه هېواد د نظامي او استخباراتي كړيو لپاره د سياسي الهام بڼه لري. نو دغه ګوند د يو ممثل په توګه په افغانستان كې د ايران پر وړاندې د پاكستاني چارواكو د غېر رسمي مخالفتونو ښكارندويي كوي.
د شوروي پر وړاندې د افغانانو د جهاد په كلونو كې د امريكا او پاكستان موضع  د ايران د نفوذ د مخنيوي  پر لاره يو شان وه.
پاكستان د شيعه ييزم او په سيمه كې د يو قوي او پرمختللي ايران له جوړېدا څخه  په وېره كې و، په ورته ډول امريكا هم په ايران كې د اسلامي انقلاب پر ضد، چې د امريكايانو پروا ورسره نه وه، له هېڅ ډول زيان رسونې ډډه نه كوله.
له افغاني شيعه ډلو سره د ايران اړيكې تل د كابل حكومت د سياسي لوري چې د اقليتونو پر وړاندې يې لري او همدا راز د ايران او روسېې د اړيكو په وسيله اغېزمنې شوې دي.
د كابل د كمونيست حكومت په وخت كې د روسيې سياسي مشاورينو په مشوره او د هغه ګوډاګي حكومت له لارې په افغانستان كې د لږكيو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو د جلبولو لپاره پراخې سياسي هڅې وشوي او مذهبي كړتې ترسره شوې.
سياسي په دې مانا چې روسانو ځينې اشخاص لكه سلطان علي كشتمند او عبدالواحد سرابي لوړو پوستونو ته ورسول او له هغوى څخه يې په سياسي او مذهبي برخو كې ستر كسان جوړ كړل او په دې توګه يې پلان درلود، چې په هزاره ګانو كې د كابل د كمونيست حكومت او روسي ملګرو ته د نفوذ زمينه برابره كړي.
كشتمند له همدې لارې په ګټې اخيستو وتوانېد، چې د كمونيست حكومت پر وړاندې د شيعه ګانو دښمني پر مخالفت بدله كړي او په ځينو ځايونو كې يې  شيعه ګان له حكومت څخه د دفاع په موخه د جګړې پر ډګر ودرول.
ويل شوي، چې د روسانو د يرغل پرمهال د كشتمند پر مرسته د هېواد د نورو سيمو پر پرتله  مركزي سيمې ډېرې كمې د متجاوزو لښكرو د ځمكنيو او هوايې هدفونو ښكار ګرځېدلې او په دغو سيمو كې ژوند تر ډېره ښه پر مخ روان و.
(( ليکوال د زندان څخه له خلاصون وروسته د هيواد د پرېښودو په نيت په خرابو او لرو پرتو کليوالو لارو تېرېد او هلته ورته په سماوارونو، مساپرخانو او کښتونو کې ژوند په عادي ډول ښکارېد.))
سازمان شوي په دې مانا چې يو ځل د كابل حكومت مشر ډاكټر نجيب الله د ايراني مقاماتو د خوشحاله كولو لپاره او د هغو ډلو لپاره چې د ايران ملاتړ ورسره وي، د مركزي سيمو د كورنيو د خودمختارى اعلان كړى و.
د وخت د كمونيست حكومت لخوا شيعه ګانو ته د مذهبي مناسكو د ادا پروخت پوره ازادي وركړل شوه، تر دې چې په اضطراري حالاتو كې هم مذهبي پروګرامونه لكه عاشورا د سترو ښاري لاريونونو په ترسره كولو سره نمانځلى شول، چې دغه كار بيا وروسته دوام پيدا كړ.
د ايران پر وړاندې د كابل د كمونيست حكومت حسن نيت د دغو دواړو هېوادونو په ذات البيني اړيكو كې د پام وړ بدلون راوست.
له ۱۹۸۵ز، څخه را په  دېخوا د ايران سفارت لوړپوړو چارواكو د كابل حكومت په رسمي بلنو كې برخه اخسيتله او په مقابل كې يې افغان لوړ پوړو مامورينو د ايران سفارت په مېلمستياو كې ګډون كاوه.
د ۱۹۸۰ز، په ترڅ كې كله، چې ايران او عراق په جګړه بوخت و؛  نو د ايران انقلابيانو هغه جنګ ته، چې د دوه اسلامي هېوادونو تر منځ روان و، د افغانستان د هغې په پرتله، چې د سرو لښكرو تر يرغل لاندې و، برتري وركوله.
د ايراني اسلامي انقلاب رهبرانو د  پراخو كمپاينونو له لارې افغانان تشويقول، چې د مسلمان عراق پر وړاندې د ايران په ګټه ودرېږي او د جګړې ميدان ته ورودانګي.
پر۱۹۸۰ز، د هغو افغانانو شمېره چې د عراق او ايران جګړه يې د افغانانو او روسانو تر جګړې سپېڅلې ګڼله او د ايران په اردو كې د عراق پر وړاندې جنګېدل، پنځه زره  كسانو ته رسېده، چې د جګړې له ډګره د معلولينو او معيوبينو په ګډون يوازې دوه زره كسان بېرته افغانستان ته راستانه شول.
د افغانستان له روان كړكېچن وضعيت څخه په پوره توګه ګټې اخيستلو ايرانيان دې ته اړ  كړي و، چې په مذهبي رهبري او همدا راز په بهرنيو چارو وزارت كې داسې كسان وګماري، چې په افغانستان كې ايراني لاسوهونكو ته پر وخت او منظمې مشورې وركړي.
د همدې پلان له  مخې حجت الاسلام ابراهيمي د افغانستان په چارو كې د رهبرۍ مقام خپل كړ او انجنير حسن محي الدين نجفي په بهرنيو چارو وزارت كې د سترسلاكار د دندې ترڅنګ د افغانستان د چارو مشر وټاكل شو. نوموړي كسان د ((امام)) لارويان او د اسلامي انقلاب د خپرېدو سخت دريزه مدافعين وو.
د ۱۹۹۰ز، په ترڅ كې د افغانستان د قضيې په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزيرعلي اكبر ولايتي څرګندونې، چې په يوه مركه کې يې كړې وې، د افغانستان پر وړاندې د ايراني نظريې يوه بېلګه ده. 
ولايتي  په خپلو خبرو كې ويلي و: ((ايران براى تامين امنيت خود به انكشاف او ضاع در افغانستان بدون علاقه مانده نمې تواند)).
روسي اشغالګرو او له دې ډلې (برژنف)  هم د افغانستان پروړاندې نږدې همداسې نظر درلود.
په ۱۹۸۹ ز، كې د راولپنډۍ په مشورتي جرګه كې د هغو سياسي ګوندونو، چې د ايران تر نفوذ لاندې وو، ورګډېدل او ورسره جوخت په ۱۹۹۱ ز، كې دايران پلوه افغاني شيعه ګانو د څوكيو تثبيت د پېښور په اته ويشت كسيسز كمېسيون كې، چې سولې ته د يوې طرحې په جوړولو مكلف و، يو لړ مخالفتونه وزېږول.
هغو افغاني سياسي ډلو چې په ايران كې وې، مفكوره درلوده چې شيعه ګان د افغانستان د ټول نفوس څه باندې دېرش سلنه جوړوي، چې بايد په مشورتي جرګه كې هم په همدې اندازه څوكۍ وركړل شي، چې  مقابلو ډلو دغه سلنه له لسو څخه هم ښكته ښودله.
په ۱۹۹۰ ز، كې د ايراني مشرانو لخوا د ((ائتلاف هشت ګانه)) په نوم د هغو اتو ډلو د سياسي يووالي لپاره هڅې پيل شوې، كومې چې په ايران كې اوسېدې.
ايران په دې ډول غوښتل، چې ځان يو اغېزمن سياسي ځواك ښكاره كړي او په دې توګه د هغو تيت په ترك ګوندونو لپاره هم چې په پېښور كې اوسېدل او په افغانستان كې په جګړه بوخت وو، يو مهم هېواد ښكاره شي.
له بلې خوا ايراني مقاماتو له افغاني مجاهدينو سره كوم چې په ايران كې اوسېدل اړيكې ټينګې كړې، د دغو اړيكو له امله په زړه پورې نتيجه ايرانيانو ته په لاس ورغله. د ((ائتلاف هشتګانه)) ډلې ځيني عناصر دې ته چمتو شول، چې له هغه وروسته د رحمت الله مرتضوي تر مشرۍ لاندې په ګډ سياسي ګروپ كې كار وكړي.
خو د افغانستان په راتلونكو كلونوكې بيا دا مسله دومره اغېزمنه تمامه نه شوه. له دې  سره سم ايران  لا هم په دې لټه كې و، چې په افغانستان كې خپل لاسپوڅي ولري، هغوى د افغاني((اهل سنت والجماعت)) ډلو د رضايت لپاره چې په ايران كې اوسېدې، پانګونې وكړې.
ايرانيانو ګمان كاوه، چې ژبني او مذهبي تړاونه به تر ټولوغوره لارې وي، چې دوى په افغانستان كې خپلو موخو ته ورسوي؛ نو ځكه يې د حزب اسلامي په پرتله د جمعيت اسلامي ګوند سره ډېره خواخوږي درلوده. همدا راز لكه حركت انقلاب اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذ ملي او...  ګوندونه بيا تر ډېره له ژبني تړاو څخه لرې وو؛ خو بيا هم د ايران تر سياسي اغېز لاندې راغلي وو.
دغو ګروپونو په افغانستان كې د ايرانيانو په پله پلونه اېښودل او د هغو ايران ضد ګروپونو پر وړاندې به درېدل، كوم چې په پېښور كې اوسېدل.
سربېره پر دې د ټولو هڅو درې ستر لاملونه وو، چې د ايران او كابل حكومت تر منځ يې نرمو اړيكو ته لاره اواره كړې وه:
• تېرېدنه: د كابل د حكومت هغه ستره حوصله يا مجامله، چې د ايران پلوه ډلو پروړاندې يې درلوده.
• له شوروي اتحاد سره د ښو اړيكو درلودل، دغه هيلې خو ايرانيان تر دې مجبور كړي وو، چې د يو ګاونډي هېواد اوسېدونكي د مرګ لومې ته وركړي، چې په دې ډول هغوى د امريكا پر وړاندې په سيمه كې د يو سياسي ځواك په توګه شتون ولري.
• د شوروي له انتقام جويانه بريدونو څخه وېره 
پورتني لاملونه د دې سبب شول، چې ايراني مقامات په خپلو سرحدونو كې د هغو افغاني مجاهدينو جرړې وباسي، كوم چې د روس پروړاندې جنګېدل او ورسره يې د مجاهدينو د كمزورۍ لپاره لاندې كړنې ترسره كړې.
لومړى: د افغانستان او ايران په ګډه پرته پوله د هغو افغان مجاهدينو د حملو مخنينوی، ‎چې غوښتل يې د دغو دواړو هېوادونو له سرحدونو څخه په ګټه اخيستو په روسي ځواکونو بريدونه وکړی؛ خو د ايران له دې هڅو سربېره بيا هم د مجاهدينو ګروپونه له همدغو پولو څخه اوښتل او په افغانستان کې يې خپلې جګړې ته دوام ورکاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳ ز، کلونو کې څو ځله روسي  الوتکې د ايران پر خاوره واوښتې او هغلته يې د مجاهدينو پټنځايونه په نښه کړل.
کله چې ايران د روسي ځواکونو له دغه ډول کړنو سره مخ شو؛ نو د افغان- ايران پر پوله يې مجاهدينو ته د تلو راتلو اجازه ورکړه. په دغه وخت کې د ايرانيانو پر ځای افغانانو د هغه هېواد له پولو څخه دفاع کوله.
په دې وخت کې مجاهدينو کافي وسله هم نه درلوده، روسانو له همدې تشې څخه په ګټې اخيستو دغه جنګيالي ښه وځپل.
په پاى كې افغاني ډلو د ايراني مقاماتو په يو غير مسوولانه فکر، چی د افغانستان په اړه يې درلود، خپل بچيان او تجربه لرونکي قوماندانان له لاسه ورکړل.
دويم: ايراني مقاماتو د هر ډول هڅو، چې  د جهادي تنظيمونو د نږدې والي سبب ګرځېدلې او د ايران نفوذ ته يې زيان رسوه، په کلكه مخنيوی کوه. ايراني چارواکو يوازی هغو کسانو ته وسلې او نورجنګي وسايل ورکول، چی د ايران ګټو ته د پام کولو ژمنه يې كړې وه او له  ((خط امام)) څخه به په هرځای کې ملاتړ کوي.
ډېرې هڅې وشوې ، چې د بهرنيو مرستو او کورنيو غنيمتونو وېش د ايرانيانو لخوا ترسره شي، چې په دې ډول ايراني مقاماتو له موقع څخه په ګټې اخستنې شيعه ګان په ځان راماتول او د وېش پر وخت يې اصلي محور ګرځول؛ خو لاهم کومې ځانګړې موخې  ته ونه رسېدل او پېښور مېشتو جهادي ډلو د خپلو کړيو به وسيله، چې په ايراني نمايندګيو کې يې درلودې، د وسلو په راوړلو بوخت وو.
په ۱۹۸۷ ز، کې د ايراني امنيتي قواو لخوا امر وشو، چې د ټولو هغو وسلو چې افغانستان ته لېږل شوي ليست جوړ شي او ايراني مقاماتو ته دې د کتنو لپاره وړاندې شي.
په ليست کې بايد د وسلې مارک، بڼه، شمېر، د اخيستونکي نوم او قام، د اخيستونکي تنظيمي تړاو او... درج وي.
ځينو سني ډلو ايراني کړنو ته پر تنظيمي حريم د تېري په سترګه وکتل، تر دې چې يو دوه ګوندونه د احتجاج په توګه خپلې څانګې په ايران کې بندې کړې.
دلته نو بيا ايران ته موقع په لاس ورغله او  زيات شمېر وسلې، چې له پاکستان او نورو خليج هېوادونوڅخه د ايران پر لار افغانستان ته راتلې، ونيولې.
ترټولو جنجالي قضيه دا وه، چې کله د پاکستان د بلوچستان ايالت  څخه د ايران له لارې په افغانستان کې د مولوي خالص جهادي ګوند ته نوي راکټونه راوړل کېدل؛ نو د ايراني امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول. دا د ايران لخوا يو اخطار ډوله حرکت و، چې امريکا يې پر دې پوهوله، چې له افغان مجاهدينو سره پر خپلو بې درېغه مرستو غور وکړي. همدا راز د ايران دغه کار د روسانو د خوښۍ سبب هم شو.
درېيم: ايراني مقاماتو خپل هغه اجنټان چې په خاد کې يې درلودل، هېڅکله هم نه تعقيبول او همدارنګه يې افغاني ډلو ته هم اجازه نه ورکوله، چې هغوی دې ونيسي او سزا دې ورکړي.
له ځينو افغاني سياسي ډلو سره د ايراني چارواکو مخالفتونه د دې سبب شول، چې د ايران پر وړاندې د افغان مهاجرينو کرکې زياتې شي، ان تر دې، چې په هماغو خرابو شرايطو کې هم يو زيات شمېر مهاجرين بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
د کابل حکومت هم له خدايه همدا غوښتل، دوى له راستنو شويو مهاجرينو څخه په سياسي او تبليغاتي برخو کې پراخه ګټه پورته کړه.
د ايراني چارواکو يو ستر اقدام دا و، چې په يو ډول نه، يو ډول يې د افغان مهاجرينو ژوند محدودوه. که څه هم په ښکاره يې څه نه ويل، خو له ځينو قراينو څرګندېږي، چې د افغان مهاجرينو په ورتلو يې خوا درندېده.
يو څه چې ايراني چارواکو تر پايه ښکاره نه کړل، هغه د ايران مېشتو مهاجرينو سره د نړيوالو د مرستو په جلبولو کې د ايراني مقاماتو د يو روڼ دريځ نه شتون وو.
د دې لامل به دا و، چې ايراني چارواکو نه غوښتل د افغان مهاجرينو ورتګ يو تشويقي عمل وګرځي.
د ځينو قراينو له مخې څرګندېږي، چې ايراني چارواکو به له نړيوالې ټولنې څخه د افغان مهاجرينو په نوم ډېرې مرستې اخېستې او وروسته به يې په خپلو خلکو وېشلې، ځکه په هماغو وختونو کې ايران له عراق سره په جګړه بوخت و..
کله به چې لوږې سره مخ شو؛ نو د افغان مهاجرينو په نوم راټولې شوې مرستې به يې خپلو خلکو ته ورکولې او ډېره کمه برخه به يې مهاجرينو ته ورکوله. په دې ډول ايرانيانو غوښتل هم جګړه وکړي او هم د خپلو خلکو زړه وساتي.
افغان مهاجرين به ايران ته د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل،  تر دې چې ځينې وخت به يې د ويزې او پاسپورت  اخيستو په تمه په مياشتو انتظار  کوه. 
سربېره پر دې افغان مهاجرين پر دې مکلف و، چې له يو ښاره بل ښار ته د تلو پرمهال په هره تالاشي کې خپل کارتونه پوليسو ته وښايي.
په ۱۹۸۹ز، کې د ايران دولتي چارواکو تصميم ونيو، چې افغان مهاجرين له ښارونو راټول او دباندې ورته د استوګنې موقت ځايونه ورکړي؛ خو دغه پلان د ځينو مخالفتونو له امله پلی نه شو.
د روسانو خوښ ساتل او د کابل حکومت سره معمولي اړيکې درلودلو چانس به ايران هېڅ له لاسه نه وركوه. خو سربېره پر دې به يې د پېښور مېشتو سياسي حزبونو رضايت په دې پار، چې د افغانستان له جګړې څخه د ترلاسه شويو غنايمو يو څه برخه دوی ته ورکړي، د افغانستان پر وړاندې د ايران په کړنو کې يوه نه حل کېدونکې کيسه وه.
ايران دولت غوښتل، چې د سيمييزې ديپلوماسۍ له مخې دغه(سياسي (ډلې) د پاکستان  حکومت ګډوډ کړي، هغه هم په داسې حال کې، چې پېښور مېشتي او ايران مېشتي افغان مجاهدين د افغانستان په راتلونکي حکومت کې په يو ځای کار کولو نه و سلا شوي.
ايران دولت له همدې موقع څخه په ګټې اخيستو د پاکستان، ايران او مجاهدينو تر منځ د يو درې اړخيز کنفرانس د رابللو امتياز هم خپل کړ.
دغه کنفرانس د ۱۹۹۱ز، د جولای په ۲۹ او ۳۰ مه، په اسلام اباد کې ترسره شو، چې  په ښكاره يې موخه د افغانستان مسايل و.