میر رحمان رحماني د تاجکستان له ولسمشر سره لیدلي دي

میر رحمان رحماني د تاجکستان له ولسمشر سره لیدلي دي


  • 2 مياشتي دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 219

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په یوه رسمي سفر تاجکستان هېواد ته تللی او هلته یې د تاجکستان له ولسمشر او د پارلمان له رئیس سره کتلي دي.

په یاده لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوي دي.

د تاجکستان ولسمشر په افغان کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي، چې تاجکستان په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی.

میر رحمان رحماني هم تاجکستان دوست هېواد ګڼلی او په افغان سوله او نورو برخو کې یې د یاد هېواد په همکارۍ ټینګار کړی دی.