ننګرهار کې علماء کرامو او مخورو د اوربند او ژر سولې غوښتنه وکړه

ننګرهار کې علماء کرامو او مخورو د اوربند او ژر سولې غوښتنه وکړه


  • 1 کال دمخه (19/10/2020)
  • خليل
  • 400

د ننګرهار ولايت روداتو، نازيانو، کوز کونړ، سره رود او ګوشتې ولسواليو کې علماء کرامو او مخورو د جلا ناستو پر مهال له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې اوربند او ژر سوله وکړي.

دوی په خپلو خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې داسې پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د عامه شتمنيو ترڅنګ د خلکو شخصي مليکتونه زيانمن شوي دي.

دوی له ښکېلو خواو وغوښتل چې جګړه ودروي او د خپلمنځي مذاکراتو له لارې ژر سوله وکړي.