د سولې مذاکراتو بیا پیل کې دې ځنډ نه راوستل کیږي

د سولې مذاکراتو بیا پیل کې دې ځنډ نه راوستل کیږي


  • 6 مياشتي دمخه (15/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 201

 

زلمی خلیلزاد وایي د سولې مذاکراتو بیا پیل کې دې ځنډ نه راوستل کیږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي اړتیا ده چې د مذاکراتو بیا پیل کې هیڅ ځنډ رامنځ ته نه شي او هماغسې چې دواړو مذاکراتي ټیمونو توافق کړی باید مذاکرات د جنورۍ په پنځمه نېټه بېرته پیل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې زلمي خلیلزاد پاکستان ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو هم غوښتي څو د مذاکراتو وقفه ونه ځنډیږي او پر ټاکلي وخت د مذاکراتو بیا پیل کې مرسته وکړي.