رښتينی ستاينلیک


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 278

 د دفتر حاضري چې مې څنګه لاسليک کړه، نو ملازم مې د کور د کرايې غوندې نېغ شا ته ولاړ و:

ـ رييس صاحب غوښتی يې!
حيران شوم چې په دې شنه سهار کې ورته څنګه ګران شوی يم. دروازه مې ورټوکوله او ورغلم.
ـ االسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
سرې سپوږمې يې د پېښور د کوڅو غوندې تنګې او تندی يې د تايمني د اوبو په څېر تريو کړ. 
زړه کې مې راوګرځېدل چې ښايي په دې خپه شوی وي چې دومره اوږد سلام مې ولې وکړ، اوس خو شاټ کټ زمانه ده، هر څه په يوه يا دوو ټکېو کې خلاصه کېږي. په احترام مې وويل:
ـ صېب! لکه چې تاسې غوښتی يم؟
سړي سترګې داسې راپورته کړې لکه پلار چې يې همدا ما په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولی وي:
ـ ته ړوند يې که عقل درنه چا پټ کړی دی؟!
حيران شوم چې دا څه په ګډو وډو سر دی.
 بيا يې وويل:
ـ دا زما تېروتنه ده چې تا غوندې انسان ته مې په خپله اداره کې دنده ورکړه، اوس دې په موږ پورې هم خندا شروع کړه!
خدای شته د ړوند او عقل نه خلاص په ټکو مې خوا ډېره بده شوه، زه غريب وم، خو د داسې خبرو د اورېدو اوسېله مې نه لرله، سره له دې مې په کرار ورته وويل:
ـ تاسې خو ما په خبره پوه کړئ چې څه تېروتنه رانه شوې ده؟!
په کلانکارۍ يې په مېز پروت يو پلن کلک کاغذ لاندې راوغورځاوه:
ـ ته به داسې ستاينليک ليکې؟! ما ته خو له لومړي وخت نه ډېرو ويلي و چې دا سړی مقرر نه کړې، دا يو بې‌باکه انسان دی، د رښتيا په ويلو کې د ماشي غوندې د انسان په سترګو کې ننوځي.
د ستاينليک په ورځ پرونۍ ورځ راياده شوه. 
په هغه ورځ چې زه د دفتر يوې کوټې ته ننوتم، نو تر اوياو ډېر ستاينليکونه مې وليدل چې دېوالونو ته ځوړند وو. 
دا ستاينليکونه د عجيبو او غريبو خلکو له خوا زموږ ادارې ته ورکړل شوي وو، لکه ملکان، د جومات ملايان، د پروژو شريکان، دوکانداران،ولسوالان، سرمعلمان، نجاران، خياطان، قصابان او داسې نور.
د ستاينليکونو په ليدو په دې حيران شوم چې رښتيا هم زموږ په هېواد کې پسات دومره لوړ ټکي ته رسېدلی چې پورته ترې نور، پرته له هوا بل څه نشته. 
پخوا به په سلو کسو کې ايله يوه ته د يوه ډېر غوره کار له امله ستاينليک ورکول کېده، خو اوس له هر چا سره په بوريو بوريو ستاينليکونه پراته او ښايي ډېرو خپلو ستاينليکونو ته په ترکاڼانو ځانګړي بکسونه جوړ کړي وي. 
په زړه پورې خو دا چې د دغو ستاينليکونو په خلکو کې بې شمېره غله، نالوستي، لېونډرتان او حتی لېونیان د دې لړۍ د کتار په سر کې راځي.
د ستاينليکونو په ليدو مې سوړ اسوېلی وکړ، خو همدغه تاثر مې ټوله ورځ پر ذهن حاکم و چې د ستاينليک په ليکلو مې پيل وکړ.
په همدې کې راباندې رئیس غږ کړ:
ـ ايا ستاينليک همداسې وي چې تا د خريدارۍ امر صاحب ته ليکلی دی؟
ته يې ولوله!
له سوچه راويښ شوم او د ستاينلیک په لوستلو مې پيل وکړ:
د افغانستان د خلکو د ذهني وړتيا د سولولو موسسه
ستاينليک
په الهي عذاب ککړ د خريدارۍ امر صاحب!
السلام عليکم.
د وياړ ځای دی چې تاسې غوندې فعال او په ما مين چالاکه انسان له پېرزوينو او عاطفې نه اينجانب بې حده مستفيد شوی او لا يې د فيوضاتو لړۍ دوام لري. 
له هغې نېټې نه چې تاسې دلته په خپلې سپېڅلې دندې پيل کړی، نو له اقتصادي پلوه، زما او زما د ټولې کورنۍ په ژوند کې قسم په خدای حيرانوونکی بدلون راغلی. 
په لږه موده کې مو د کورونو، ګرانبيه موټرو او د خدای د بې شمېره نعمتونو خاوند کړم. دا ستاسې برکت او ځانګړی مهارت دی چې حتی يوازې د کور د لګښتونو لپاره پرته له معاشه، ما ته د مياشتې ديارلس نيم زره ډالر په منظمه توګه په پاکټ کې په شريفانه ډول ږدئ. 
ستاسې د ستاينې وړ بل ټکی دا دی چې د چا پلار مو هم کله په حسابۍ کې کمی نه شي پيدا کولای. رښتيا هم زموږ په هېواد کې دا ډول استعدادونه ډېر لږ پيدا کېږي، ځکه نو تاسې ته په ډېر ادب دغه ستاينليک درکوم او همدارنګه مالي څانګې ته سپارښتنه کوم چې د لا هڅونې لپاره تاسې ته د عمرې شريفې ټول لګښتونه برابر او د خير په دغه کار کې عاجل اقدام وکړي. 
زه یو ځل بيا يادونه کوم چې رښتيا هم دا هېواد تا غوندې شريفو او په اصولو پوهو خلکو ته شديده اړتيا لري. دې ځای کې لازمه ګڼم چې د هغه هوښيار هغه خبره ياده کړم چې ستاسې غوندې خلکو ته يې په عجيب انداز کې ويلې ده:
په دنيا ښه راسره وکړه
په اخېرت کې د هر چا بېل دي کورونه
ستاسې د لا برياليتوب په هیله
( )
الحاج مير تنورالدين
د سولېدلې موسس مشر 
سرخط ورځپاڼه