د دوه ویشت لوبغاړو پنځه ورځینۍ خوارۍ هیڅ ګټه ونه کړه

د دوه ویشت لوبغاړو پنځه ورځینۍ خوارۍ هیڅ ګټه ونه کړه


  • 1 مياشت دمخه (09/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 157

د انګلستان او هندوستان کرکټ لوبډلو تر منځ د انګلستان په کوربتوب د پنځه ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه په بې پایلې توګه پای ته ورسېده.

ددغې لوبې په لومړۍ اننګز کې انګلستان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۱۸۳ منډو کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د انګلستان لپاره په دغه اننګز کې تر ټولو زیاتې منډې لوبډلمشر جیو روټ ۶۴ جوړې کړې.

په دغه اننګز کې د هند لپاره جسپریټ بومرا ۴ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې هند لوبډلې توپ وهنه شروع کړه او په ۲۷۸ منډو کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د هند لپاره په یاد اننګز کې کیل راهول ۸۴ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

او د انګلستان لپاره روبینسن پنځه هندي لوبغاړي وسوځول.

ورپسې د انګلستان لوبډلې د توپ وهنې دوهمه پاڼې شروع کړه او په ۳۰۳ منډو کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله او په دې سره هدف هندۍ لوبډلې ته ۲۰۹ منډې وټاکل شو.

د انګلستان په دې پاڼۍ توپ وهنه کې هم لوبډلمشر جیو روټ بیا هم ښه وځلېد او ۱۰۹ منډې یې جوړې کړې.

د هند لپاره بیا جسپریټ بومرا پنځه انګلستاني لوبغاړي وسوځول.

هند د خپلې توپ وهنې دوهمه پاڼۍ شروع کړه او د ۲۰۹ منډو هدف لپاره  میدان ته راښکته شول؛ له ۵۲ منډو جوړولو او یو لوبغاړي سوځېدو وروسته لوبه باران وځنډوله او په بې پایلې توګه پای ته ورسېدله.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جیو روټ ته ورکول شوه؛ خو د ۲۲ لوبغاړو خوارۍ د لوبډلې د بریا لپاره په ګټه نه وې.

له دې وروسته څلور نورې ټیسټ لوبې هم د انګلستان او هندوستان لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.