بلینکن: امریکا افغانستان یواځې نه پرېږدي؛ زموږ مرستې به دوام ولري

بلینکن: امریکا افغانستان یواځې نه پرېږدي؛ زموږ مرستې به دوام ولري


  • 2 کاله دمخه (05/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 953

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره په ټیلفوني خبرو کې ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې دوامداره ساتي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په یادو ټیلفوني خبرو کې په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت او د سولې پر روان بهیر هم خبرې شوې دي.

 

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره به خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي، ترڅو پایداره سوله په افغانستان کې ټینګه شي.

 

د ویلو ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال د سولې او ثبات په برخه کې د خپلو هڅو دچټکوالي خبره کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په لویو ښارونو بریدونه زیات کړي دي