په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 اونۍ دمخه (19/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 102

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۲۳۳ طالبان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان دي. 

 

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یاده موده کې د طالبان یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د دې ترڅنګ ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې د هېواد په مختلفو سیمو کې طالبانو ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

 

باید وویل شي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد، ننګرهار، غزني، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، هلمند، تخار او کندوز ولایتونو کې اوښتې ده.