ايا ټولنيز بدلون په زور يا په پيسو راوستى شو؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد يونس برهان
  • 477

د يوې ټولنې پرمختګ څه د يوې شپې، يوې مياشتې او يو کال خبره نه ده. ټولنه هغه مهال پرمختلى شي چې لومړى د ټولنې د وګړو فکر او ذهنيت پرمخ ولاړ شي او بيا يې عمل. 

د ټولنې پرمختګ د فزيکي بيارغاونې په څېر نه ده چې د کاريګرو، ماشينونو او تعميراتي موادو په سمبالولو سره يې په څو مياشتو يا يو کال کې بشپړه کړو. زموږ په هېواد کې هره ورځ يوه پرمختيايي پروژه بشپړېږي چې سرکار همدا د وطن او ټولنې رغونه بولي.

خو د ټولنې بيارغاونه او پرمختيا دومره ساده نه ده.

تر څو چې د خلکو عمومي افکار بدل نه شي، تر هغه پورې د يو سم بدلون هيله کول بې ځايه ده.

پرمختګ چې وايو دا مانا چې په خپله ټولنه کې يو مثبت بدلون راولو او له اوسني شاته پاتې والي، ناپوهۍ، بې وزلۍ، بې کارۍ او پربل پورې تړلي حالت څخه يې راباسو. دا بدلون د بل هر بدلون په څېر، هېڅکله له بهر څخه نه شي را واردېدلى. که وارداتي بدلونونو کار ورکولى شوى، ښايي زموږ ټولنه اوس په دې بڼه نه واى.

له بهره د نورو له تجربو څخه د بدلون په راوستلو کې الهام اخيستى شو، خو له بهره مستقيماً کوم حل پر خپله ټولنه باندې نه شو تپلى.

پرمختګ د هرچا خوښېږي، خو همدغه د هر چا خوښېدونکى شى هم که له بهره راوړو خلک يې نه مني.

د بدلون په راوستلو کې په اوس زمانه کې وسله، ټانک، توپ او الوتکه کار نه شي ورکولى.

ټولنيز بدلون د خلکو بدلون دى، او خلک د سوټي په زور نه شي بدلېدلى. سمه ده، د سوټي او وسلې په مخ کې به له وېرې ځان په ظاهره بدل کړي، خو که کورته ولاړ شي، له هېواده ووځي او يا بل هر ځاى ته چې د سوټې وېره ځينې هاخوا شي، بيا بېرته زاړه حالت ته ګرځي. که کومه ورځ د زورور له لاسه سوټى ولوېږي، بيا هم خلک زاړه حالت ته راځي. او دې ته بدلون نه شو ويلى.

د پيسو په زور هم پرمختګ او يا بل هر بدلون نه شي راتلى.

پيسې به نوي هوټلونه، سړکونه، لوکس ښارونه، شرکتونه او مغازې راته جوړې کړي. پيسې به موټر او الوتکه راته را ونيسي، خو خلک نه شي بدلولى. د وګړو ټولنيز کړه وړه، د هغوى فکر او کلتور نه شي بدلولى.

غم دا دى چې دلته اوس هم دغه دواړه ناکام منطقونه چلېږي.

د بدلون يوازېنۍ لار داده چې خلک يو څه راويښ شي، نورې نړۍ ته وګوري چې هغوى کوم ځاى ته او څرنګه ورسېدل. د ټولنې په عادي وګړو کې چې تر څو د يو ملت په توګه د خپل پرمختګ احساس رانه شي، په زور پرې هېڅ نه شي تحميلدلى.

ها د الفت صاحب خبره، که يو څوک د خرې له شا را کوز کړې او په الوتکه کې يې سپور کړې، دا بدلون نه شو. هو دا ظاهري اوښتون دى، خو نه هغه مطلوب بدلون. دى که اوس په الوتکه کې سپور دى او اروپا ته هم رسېدلى، خو فکر يې د هماغه وخت فکر دى چې د خره تر شا روان وو.

موږ يو ويښتابه ته اړتيا لرو، يو ملي او اسلامي ويښتابه ته چې د دې ټولنې فکر بدل کړي. فکر چې جوړ شي، نور هر څه جوړ دي. ستونزمن کار دا دى چې فکر څوک تحفه نه شي راکولى، نه په اعانه اخيستل کېدلى شي او نه په پيسو. دا کار د ويښتابه يو سوچه سپېڅلي ولسي غورځنګ ته اړتيا لري.