ارزګان کې د پولیسو پر رنجر نښلول شوي ماین چاودنه شوې.

ارزګان کې د پولیسو پر رنجر نښلول شوي ماین چاودنه شوې.


  • 5 مياشتي دمخه (14/02/2021)
  • خالد سهار
  • 218

په ارزګان کې د پوليسو پر رنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې.

 

د ارزګان ولایت چارواکي وایي، چې نن ماښام د مرکز ترينکوټ په ښار کې د پوليسو پر رنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه رامنځته شوې ده.

 

چارواکي وایي، چې په دغه پېښه کې یو امنیتي پولیس خپل ژوند بایللی او یو بل تن ټپي دی.

 

د راپورونو له مخې، چې په ورته وخت کې بیا یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دغه پېښه ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۲ نور بیا زخمیان دي.

 

د سرچینې په حواله، چې دا پېښه د امنيه قومندانۍ د دویمې امنیتي حوزې پر پوليسو شوې ده.

 

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پخلی نه دی کړی.