انګلینډ هندوستان په خپل کور کې مات کړ.

انګلینډ هندوستان په خپل کور کې مات کړ.


  • 4 مياشتي دمخه (13/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 316

د هندوستان او انګلستان لوبډلو تر منځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه انګلستان لوبډلې وګټله.

 

په دغه لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د هندوستان لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او د ۱۲۵ منډو هدف یې د انګلینډ لوبډلې ته کېښود.

 

د هندوستان لپاره په توپ وهنه کې شیریس ایر تر ټولو زیاتې ۶۷ منډې جوړې کړې؛ خو نور لوبغاړي یې دومره ښه ونه ځلېدل. 

 

انګلستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره په ۱۵ اعشاریه درې اورونو کې پوره کړ او په ۸ ویکټو یې کوربه هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې جېسن رای ۴۹، جوس بټلر ۲۸ او جوني بیرسټو ۲۶ منډې جوړې کړې.

 

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه انګلستاني جوفرا ارچر ته ورکړل شوه.

 

ارچر په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.

 

د هندوستان او انګلستان تر منځ به څلور نورې شل اوریزې لوبې هم د هندوستان په کوربتوب ترسره شي.