د پوهې او فرهنگ يوه باوري ابروگړی هم راڅخه جلا شو

د پوهې او فرهنگ يوه باوري ابروگړی هم راڅخه جلا شو


  • 3 مياشتي دمخه (30/06/2021)
  • پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار
  • 478

اکسفورډ-۲۸۰جون ۲۱

د زړې لمريزي پېړۍ اوکال لا گوتشمېرشپې ورځې پاتې وې چې د فرهنگ وزارت له درو نورو جگپوړو دوستانو- سلاکار طارق رشاد، نجيب شينواري او صابر مومند- سره - د غرمنۍ په پلمه پوړ دوه نورهم پسې لوړ وختو. دوتر ته له ورننوتو سره يې پرده شا ته ورونغښته او له بښنې سره يې راته کړل: ناڅاپه مې.د شکرې پروړاندې د انزايمونو لښکر ماته وخوړه او چا کلېت مې خولې ته واچاوه، که نه،راڅملولم يې!

يوه ښه شېبه مو د کابل پوهنتون ۲۵کلن او بيا د هالېنډ ۱۴کلن زاړه گډ يادونه له هغو نورو ملگرو سره شريک کړل. په ځانگړې توگه د هالېنډ هغه چې دوه درې ورځې يې په خپل کورکې وساتلم. تر غرمنۍ پورې به مو سره د تاريخي ژبپوهنې او لرغونپوهنې گډ اړخونه شاربل را شاربل او روسته به لنډ پرلنډه د شمال سمندرگي ورڅېرمه امستردم بندرته ورشېوه شو او له رستورانه مو د هغو څو پوړه سترو بېړيو ننداره کوله چې جوپه جوپه زما د کوربه هېواد انگليستان سوېلي اتلانتيک بندر(ډور) خواته مخامخ ورچلېدلې.

مېرمن يې چې د پوهاند تږي ورېره وه، او ماته هم تر ورېرې کمه نه وه، په رنگارنگو اروپايي او افغاني خوراکونو نازولم.پخپله د ارواښاد باوري مېلمه پالنه د استادۍ او شاگردۍ ترکچ ومېچه هم وراوښته،په دې پلمه چې هوايي ډگرته مې بيرته راورسوي،له هماغه شمالي بندره په خپل گاډي کې راوخوځولم. تر رو ستۍ موخې يې پر غځېدلې لاره ښار پر ښار او چم پرچم دگډو دوستانو د ليدو کتو وياړ هم را په برخه کاوه. لکه د ننگرهار پوهنتون د تار يخي ځمکپوهنې استاد پوهندوی رحمت ځواکمن او يو څه وړاندې په (اوتريخت) کې د څرخي زندان همخونی او هم کوندری شا عر وليکوال سمېع سېلني وياړ يې راپه برخه کړ ، خو ډاکتر طارق او ستره فر هنگي- سيا سي سټه هاتف صاحب خو يې تش د تېلېفون پرليکه راسره مخ کړل او د کابل تېر خواږه ترخه. يادونه مو سره راتاند کړل.

 زه يې درېگونو هېوادو (هايلېنډ-المان-بلجيم) په گوټ پېر کې هوايي ډگرته څېرمه د ورته لوراند دوست د کور تروره ورسولم او پخپله پر هماغه تياره سکڼلي ماښام راڅخه د خپل کور پر لوري شاگرځ شو.

د پوهاندۍ جشن ياده يې خو د ملگرو په څېر زما په زړه او ذهن کې هغسې تانده پاتې وه. همدا چې د دوتر پربله څنډه مو سترگې ولگېدې، پر مېز باندې غرمنۍ اوڼل کېږي، نو په ټوکو مې ور غبرگه کړه: ولې هغه په کرغه کې د پوهاندۍ بنډار و مېلمستيا نه هېرېدونکې ياده راتتوې!

ده راته کړل: دا لنډه گنډه غرمنۍ هم د دې لپاره چې اونۍ پس درڅخه دويم هېواد ته تلونکی يم، خو دپخوا په څېر به تردرو درملنو روسته بياهم ستاسې علمي- فرهنگي ملگرو او گردو هېواد والو چوپړ ته راستنېږم!

هرگوره، له دې هوډه يې هم راروسته خبرشوم چې دا پلا يې د وزارت له مرستيالۍ استعفاليک ترشاپرېښی، خو ما په دې گونگړ ( شگوم)دومره اندېښنې وړ ونه ننگېرله چې له بيرته راستنېدا سره به خپلې استا دۍ او خپلو ليکنو څېړنو ته پاينه ورکړي، په تېره بيا چې په سرکاري چوکاټ کې د نويو نويو را برسېره کړو لرغونځايونو او لرغونتوکو دېتاوو ته بشپړې کتابي بڼې وروبښي. 

خو داسې را جوته شوه چې تر درو درملنو ورته بياهم خپلې څانگپوهيزې څېړنې لومړيتوب لاره. داسې يې انگېرله چې دکوربه هېواد پرمختللې درملگرۍ نور سر پر سيوري کړی، نه چې پوهنيزې دېتاوې يې له مرگه پاتې شي! 

د هغه ارواښاد په گډون ډېرو دا منښته کړې چې ما په ډېر کارو زيار د پخوانو او اوسنو څېړنوالو رېکارډونه مات کړي او لا ماتوم يې، ځکه لا تراوسه په ۸۴ کلنۍ کې د ورځې تر ۸- ۱۰ ساتو پو رې خپل کار مېز و سولگر ته ناست يم. 

هو، له وړکينې راهيسې مې د يو رښتيني (مسلمان ملا) دا ورم و وراشه هم هغسې پر ياد پاتې ده چې: ((علم فرض دی، خو ځان وژل نه دي پرکار))، او راروسته انگرېزي دا (( Work and play)) هم همداسې درواخله!

نو ما هم په کابل کې د شپېني ښونځي له اوم ټولگي راهيسې تر وسې وسې، په تېره په جلاوطنۍ کې خپل ورځنی اندوژوند له يو ټاکلي مهالوېش سره برابرکړی: گهيځ وختي راويښېږم، له لمانځه اوداسه،تکړښت (جمناستيک)او گهيځنۍ روسته ۶-۶نيمې پر کار پيل کوم،تر لس- لس نيمې ليکنې څېړنې پر مخ وړم. بيا تر غرمنۍ پورې لمبا يا ورزش کوم، تر غرمنۍ روسته ۲- ۲نيم ساته خوب اوهله له يوې پيالې قهوې سره بيا سولگر (کمپيوټر)ته کښېنم. تر ماښامنۍ روسته هم هماغه ورځنۍ ليکنه څېړنه پرمخ بيايم او تره ۱۱-۱۱نيمو لروينون (تلويزون) ته کښېنم،په ترڅ کې هم هممهاله ورځنی گوزارش ورځليکۍ (روزنامچې) ته سپارم او هله پسې وېدېږم!

دلته راته د استاد محمدآصف صميم هغه خبره يوځل بيا سترگوته اېغه نېغه ودرېده چې کوزه خوا يې د (استراليامېشتي هادي په خبره) د پښتو سپين شعر شاهزي ۴۴ کلن اسحاق ننگيال پر مړينه کړې وه: هغه خو په لوی لاس ځان مرگ ته وسپاره، خو د کورنۍ تر څنگ يې موږ ټول مينه وال د وير پر ټغر ويرژړلي پرېښولو!

له بده مرغه، ډېری ناليکلوستي په هره توگه، خو زدکړوال او په تېره کوشنوټې سلنه پوهيال او فر هنگيال مو له لويه سره د خپلې روغتيا خيال دومره نه ساتي او له يوبله هم څه لوست (عبرت ) نه اخلي. له هغه تاند واند ځوانيمرگ کال دوه راروسته لاستره او ځلاند بېلگه د( افغانستان علومو اکا دمۍ) د تاريخي ژبپوهنې ډېرکاري ماستر دوست شينواري د خپلو غبرگو (فشار او شکرې) ناروغيو پر وړاندې دومره بې توپيره وو چې يو دود پرهېز هومره يې هم نه کاوه او چې په ۶۲ کلنۍ کې ناڅاپه مړ سو،کورنۍ يې را ډاگيزه کړه چې دوه درې کاله وړاندې يې د زړه غوټه (حمله) هم تېره کړې وه، او دادی په په يوه ناروغۍ کې ورسره شريک ، ډېرکاري لرغونپوهاند دوست په اروپا کې هم زما ازمايلی مهالوېش پرکاروا نچولای شو!

د خوست ابوزيد پوهنتون چلونې ته پخپله خوستيانو زړه نه ښه کاوه او ده له شکرې ناروغۍ سره سره د لوړو زدکړو وزارت په يوه بولۍ (کومانده) ورودانگل. د فرهنگ وزارت کالخوايۍ (سرپر ستۍ) او بيا مرستيالۍ يې که څه هم له خپلې څانگپوهنې سره تر ډېره اړخ لگاوه، خو بيا هم کرونيکې ناروغۍ په ځوانه ځوانۍ کې د مرگ تر بريده راورساوه.

هسې خو ددرېگونو بلاوو (جهل-جنگ-جنايت) ډېری بلهاريان مو هم د زړه سوي او خواخوږۍ وړ دي- خو موږ په لر بر، شمال و سوېل کې څومره پوهيالې او فرهنگيالې سټې لرو چې دادې هم را څخه همدغه بلاوې بې اجله و تروښي او نابشپړې پنځونې او هستونې يې ترشاپاتې شي. نو زازو داحکيمانه متل يوازې له همدوی سره اړخ لگولای شي چې وايي:

سل دې ومره، د سلو سر دې مه مره!

له ژمن ويناوال سليم رازه نيولې، د نوي سپين شعر تر نوښتگر فدا نظري ، مخينه وال غزلبول اروا ښاد ياري... او بيا تر ټولو مخکښ لرغونپوهاند رسول باوري په همدغو کمسارو سټو کې ټيکاو در لودی دی.

د پوهاند رسول باوري اروا ښاده غواړم،

 او تر شا پاتې کورنۍ او په سر سر کې يې ويرژړلې ورېرې ته د زړه له تله خواشينۍ او خواخوږۍ وړاندې کوم!

    ستاسې د ټولو درنو سټو زيار