دمیرمن بهیر ویبپاڼې اعتراض لیک


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • دمیرمن بهیر کاري ټیم
  • 537

سره له دې چې په دې وروستیو کې دپښتو ویبپاڼو او ویبلاګونو تر منځ ددمطالبو غلا عامه شوې دهر چا چې په بله ویبپاڼه کې کوم مطلب خوښ شي دټولو مطبوعاتي اصولو او موازینو په تر پښو لاندې کولو سره هغه را اخلي او پخپل ویبلاګ یا ویبپاڼه کې یې خپروي.
خو ښکلا ویبلاګ له میرمن بهیر ویبپاڼې څخه داسې غلا کړې چې ساری لږ تر سترګو کیږي او څو پیړۍ دمخه دانوري شاعر دشعر او نوم دغلا کولو پیښه بیا تکرار شوې ده.
((ولې پښتو ژبه نه زده کيږي؟)) دمیرمن کلتوري بهیر دغړې آغلې شګوفې مینې لیکنه ده چې یو کال دمخه دمیرمن بهیر په ویبپاڼه کې دلیکوالې دنوم په ذکرولو سره خپره شوې وه او څو ورځې وړاندې میرمن بهیر ویبپاڼې بیا خپره کړه.
خو ښکلا ویبلاګ دغه لیکنه دلیکوالې او میرمن بهیر له اجازې پرته پخپل ویبلاګ کې خپره کړې ده.او دلیکوالې آغلې مینې نوم یې هم نه دی لیکلی.
موږ دا نه وایو چې ولې د میرمن بهیرله  ویبپاڼې څخه دیوې خور لیکنه اخیستل شوې،ولې نه پریږده چې ښې لیکنې ډیرځله او ډیرځایه خپرې شي تر څو یې ټول ولولي.
خو راځﺉ چې موږ قوانینو ته درناوی ولرو.دنورو حق وپیژنو.داسې کړنې او په مستعارو نومونو په نورو پسې لیکنې او کله کله دنورو شخصیت ته سپکاوی زموږ پښتنو سویه ټیټه معرفي کوي.
هیله ده دښکلا ویبلاګ چلونکي ددغې خبرې سپیناوی وکړي او پخپل ویبلاګ کې دمنبع په ذکرکولو سره دمقالې دلیکوالې نوم هم ولیکي.


دمیرمن بهیر ویبپاڼې کاري ټیم