تخار کې افغان ځواکونو دېرش تنه طالب جنګیالي وژلي.

تخار کې افغان ځواکونو دېرش تنه طالب جنګیالي وژلي.


  • 3 مياشتي دمخه (27/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 228

د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي، طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د چاه آب ولسوالۍ مرکز په څنډو کې جګړه پیل کړې وه، چې په خبره یې له تېرې ورځې را په دې‌خوا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۳۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان‌ شوي‌دي.

سرچینې زیاته کړې، روانه جګړه کې پنځه تنه ولسي پاڅون وال هم ژوبل شوي. 

د یو بل خبر  له مخې، د تخار مرکز کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم کشف شوې ده، چې نسبت یې طالبانو ته ور کړل شوی.   

د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، له دغې زېرمې یې د سپکو او درندو وسلو زرګونه فیره مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله لا هم څرګندونې نه دي کړي.