په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعره وشوه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • مرضیه امین
  • 390

دمېرمن کلتوري ـ  ټولنيز بهير په نوښت درڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹ کال د زمري په لسمه نیټه جوړه شوه . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له نورو ولايتونوڅخه هم  د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.
رڼا مشاعره د یکشنبې په ورځ  د سهار په لسو بجو د کابل په هوټل کې، د سپېڅلي اسماني کتاب د څو مبارکو ايتونو په تلاوت  او یوه ډله نجونو له خوادملي سرود په اورولوسره پرانيستل شوه. د لومړنۍ برخې وياندويانې پاریسه خزان او سوله نیازۍ وې.
په پيل کې ،د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې اغلې ساهرې شريف پرانستونې وينا واوروله.  دمیرمن بهیر کلنی رپوټ دبهیر غړې آغلې تورپیکۍ مومند ولوست
وروسته د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا  د  ( کال غوره فرهنګيالۍ) دسروزرومډال ورکړ شو . دغه غوره فرهنګيالۍ ليکواله، شاعره او د مېرمن بهير فعاله غړې آغلې ګلمینې یوسفزۍ وه چې لومړی يې  د پېژندنې تر څنګ د هغې کړنې او لاسته راوړنې اغلې برښنا ساپۍپه لنډه توګه ګډونوالو ته يادې کړې ورپسې   طلايې مډال او ستاينليک ورکړ شو .
او دمیرمن بهیر تکړه غړو همدارنګه هغو ورڼو او سایټونو ته چې په تیر کال کې یې دمیرمن بهیر دفعالیتونو په ځلولو کې مرسته کړې وه له تاند ویبپاڼه ، ټول افغان، لروبر، روهي، شرنګ ، سمسور او ارین ویبپاڼو او هیواد ورځپاڼې  او ښاغلي مجیب لودین ته ستاینلیکونه ورکړل سول.. په غونډه کې تکړه شاعر او لیکوال نجیب منلي وینا وکړه ، غونډې ته دکلتوري ټولنو پیغامونه رارسیدلي و چې له ټولو څخه په مننې سره یوازې دقلم دنړیوالې ټولنې پیغام ددغې ټولنې مشر سید فخر الدین هاشمي ولوست.
د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه . د دې برخې وياندويانې لطیفه لالهاند  اواوږۍ امیل وې .
مشاعره دبهیر د دارالانشآ مشرې آغلې توباندا ساپۍ پخپلو لنډو خبرو او خپل شعر په لوستلو سره پيل کړه .
 په مشاعره کې سلګونو ښځینه شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او دهیواد له ولایتونو څخه هم نجونو شاعرانو خپل شعرونه دټیلیفون له لارې ولوستل.
بیا په انفرادي ډول او هم په ګروپي ډول دشعر سیالي ترسره شوه.
له ډوډۍ وروسته بيا مشاعره پيل شوه چې په مينځ کې يې موسيقي هم ځای درلوده .
په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول. چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا اېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .
رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن بهير په نوښت دبهير د دوهمې کالیزې په مناسبت جوړه
شوې وه د مازديګر په څلورو بجې پای ته ورسیده .   ددغې مشاعرې بشپړ رپوټ به ډیر ژر په لیکه شي.