استاد سياف واسماعيل خان له جهاده څه غواړي؟


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 223

زموږ جهادي بوډاگان ((شيخفانيان)) استاد سياف واسماعيل خان له جهاده څه غواړي؟

 ولس ته د جهاديانو تجربې روښانه، مزه او خوند يې يوځل څکلی بيا يې نه څکي

عبدالرب رسول سياف :
که داعش د کابل دروازو ته را ورسيږي، نو بيا به د مجاهدينو دروازې وټکول شي.
تورن اسماعيل خان :
افغانستان اوس هم د اور په لمبو کې سوځي، سولې او امنيت ته اړتيا لري. حکومت بايد د مجاهدينو له تجربو نه گټه واخلي.
نوټ : ښاغلی استاد سياف چې نن د خلکو له مشورې پرته سترې ملي پرېکړې ناروا بولي، نو ځينې پرېکړې خو د ښاغلي کرزي په وخت کې شوي او د لويی جرگې له لورې ورته هم مشوره ورکړل شوې وه، خو ښاغلي کرزي له ځان سره له امريکايانو نه د خپل غچ لپاره وساتله. له بده مرغه زموږ د هغه وخت سياست له گاونډي پاکستان او له امريکا سره د نه اعتبار تر ټيټې کچې راغلی وو چې مشرف هم د تېرې جمعې پر ورځ د برتانيا په گارډين ورځپاڼه کې ورته اشاره کړې. ښکاره ده چې موږ ته خو له پاکستانه پېښه ده. د وسلو په وړانديز کې هند هم د پاکستان د حساسيت له امله محتاطانه گام واخېست او تر ننه لا هغه ځنډېدلې ده. که د ولس له مشورې پرتې سترې ملي پرېکړې ناروا وي، نو بيا ولې نوموړي پخواني ولسمشر ته مشوره ورکړې او ولې ولسمشر د لويی جرگې د پرېکړې خلاف يې تړون له ځان سره يرغمل کړ؟ که ناروا وه، نو بيا ولې د ناروا لپاره خلک راوغوښتل شول؟ ايا د ناروا لپاره د خلکو راغوښتل جايز دي؟ ولې پرې دومره لگښت او د خلکو وخت ضايع شو؟ ولې د ناروا مشوره ورکړل شوه؟ او دېته ورته نورې پوښتنې.
دويم دا چې د مرحوم حاجي عبدالقدير په وخت کې چې ننگرهار د سولې کوربه وو. له مسعود پرته د استادف سياف په شمول ټول جهادي مشران او اړوند قوماندان هم ورته راغلي وو. ښاغلي سياف په همدې پلمه ترې ځان خلاص کړ چې زه مسعود درته راولم. له بده مرغه نه يوازې دا چې هغه يې په هغه وخت کې رانه وست، بلکې خپله ورپسې وتښتېده او په زرهاو بېگناه ښاريان د خپلمنځي جگړو له لاسه ووژل شول. د کابل ښار وران او په کنډوالو بدل شو.
ښاغلي سياف د کلام پاک د دې حکم لاندې چې ((فان تنازعتم في شيئ فردوه الی الله))، ((ومن احياها فکانما احيا الناس جميعاً))، ((ولاتلبسوا الحق بالباطل وتکتموا الحق وانتم تعلمون)) او د ((والصلح خير)) په رڼا کې نوموړی خپل ملي - اسلامي او اخلاقي رسالت څنگه توجيه کوي؟
که بالفرض په هغه وخت کې د همدې جهادي مشرانو په تېره د حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او د شورای نظار ترمينځ سوله شوی وای، نو ولې به دوستم ته زمينه مساعدېده، ولې به د نوموړي اتحاد اسلامي او د عبدالعلي مزاري د حزب وحدت ترمينځ خونړي جنگونه پېښېدل او ولې به بېگناه پښتانه او هزاره درپه دره کېدای؟ چا دی په جنگ واچولو او نن يې بيا هم د چا لکۍ ټينگه کړې؟ دېته ورته نورې پوښتنې.
نن چې دی او اسماعيل خان د نورالحق علومي په خلاف پر حکومت نيوکې کوي، هغه خو د جمعيت له خوا د ښاغلي غني په تاييد او خوښه د خپلې پوهې، زده کړې او مسلکيتوب پر اساس رامينځته شوې. زه هغه اړخ ته نه ځم چې علومي د همدې جمعيت سره د خپل پخواني حزبيتوب پر اساس چې زياتره پرچميان په جمعيت او شورای نظار کې جذب شول او د بابه جان، عظيمي، بريالي ... سره د نجيب الله په خلاف لاس يو کړ. ولې پرې دوی تراوسه سترگې پټې کړې وې؟ صلاح الدين رباني او علومي د باور رايه ترلاسه کوي او کريمي يې نه ترلاسه کوي، نو بوډاگان دې خپلې گيلې وناندرې له ډاکټر عبدالله سره حل کړي. ولې شجاع رباني د افغانستان پاسپورټ تر پښو لاندې کوي او درناوی يې نه کوي؟ د چا به دا گومان وو چې د ربانې زوی دې د برتانيا تابعيت ولري؟ وايی چې هندو زوړ شو، خو مسلمان نه شو؟

استاد سياف واسماعيل خان ته سياسي وملايي ځواب :
وايی چې پخوا يو عمر خوړلي طالب چې عمر يې په کافيه او شرح جامي کې خوړلی وو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې يې واده وکړ، خو په مباشرت حسنه ((جماع)) کې ترې خپله مېرمن خوشاله نه وه. ښځه يې ځوانه او دې خپل خوړلی وو، نو په جماع يا جنسي مقاربت کې ترې هغسې څه نه کېدل چې ځوانه مېرمن ترې راضي شوی وای، نو د کوروالي په وخت کې به ورته افسوس يا ارمان ورغی چې کاشکې د کافيه يا د شرح جامي وخت يا په بله مانا د ځوانۍ وخت مې وای، نو اوس به داسې له دې غمه نه کړېدای.

ښځې ته يې سودا وروغوځېده چې دی هر وخت په کوروالي د شرح جامي ارمان کوي او نور څه ترې نه کيږي، نو راشه يوه ورځ يې د دې شرح جامي خوند ((مزه)) وگوره. هماغه وو چې په لټون کې شوه او له ورځو نه يوه ورځ د نوموړي له يو شاگرد سره اشنا شوه چې هغه هم شرح جامي ويله، نو له هغې سره يې د يارانۍ تار وغځولو او خبره يې جنسي اړيکو او مقاربت ته ورسېده. دا چې نوموړې له خپل خاوند نه خوشاله نه وه، له دېنه يې هم هغسې تپاک مات نه شو څومره چې دې ورته تلوسه لرله.

نو يوه شپه بيا له خپل خاوند سره يوځای شوه، خو بيا يې هغسې خونده نه وه، نو هغه بيا د خپلې طالبۍ د شرح جامي د وخت ارمان وکړ چې کاشکې اوس مې ځواني يا د شرح جامي وخت وای، نو اوس به داسې نه ځورېدلی، نو ښځې يې ورته وويل چې :
څه ته زړه خورې، د شرح جامي خوند مې هم ستا وليده. دا چې ستا خوند نشته، نو د شرح جامي خونده دې هم نه وه. هغه د خپلې مېرمنې په خبره پوه نه شو، خو مېرمن يې ورته د نوموړي د هغه شاگرد خونده او مزه هم ورياده کړه چې له ده سره يې شرح جامي لوسته. څنگه چې ستا خونده نشته، نو هماغسې دې د شرح جامي خونده هم نه وه او بېخونده وو.

په پای کې زما مشوره دواړو جهادي بوډاگانو ته دا ده چې جهاد مو داسې بدنام کړ چې پوښتنه يې مه کوه. په پای کې زما پوښتنه له دوی نه دا ده چې دوی يعنې رباني خېل، مسعود خېل، عبدالله خېل، مارشالخېل، قانونيخېل، صالحخېل، بسم الله خېل، معنوي خېل، اورياخېل، عطا خېل، اسماعيلخېل، پدرامخېل او داسې نور تېری له دې جهاد، ستميتوب وتعصب څه غواړي؟ ښځې، موټرې، دولت، مځکې، مناصب او داسې نور خو ټول ورورسېدل، خو له دې سره سره بيا هم لکه چې نورو ښځو ته په دې سپينو ږيرو ملا تړلې. د جهاد په پلمه اوس دوی د خلکو نکاح ښکلې غواړي که څنگه چې دا خو امکان نه لري، نور خو دوی ته هر څه رسېدلي دي، ولې بيا هم ناشکري کوي؟

دا چې دوی وايی : ((مجاهدينو ښوونځي، زده کړې، دندې او ژوند خوشې کړ او جبهې ته ولاړل چې ستاسو د عزت او ناموس دفاع وکړي، اوس چې کوم کسان تښتېدلي وو او وطن يې خوشې کړی وو، ژمن دي او دغو کسانو چې خپل هر څه يې له لاسه ورکړي، ژمن نه دي)). 

دا چې دوی وايی چې که داعش د کابل دروازو ته راورسيږي، نو د مجاهدينو دروازې يعنې د نوموړي دروازه به وټکول شي او بل يې بيا وايی چې افغانستان په اور کې سوځي، سولې او امنيت ته اړتيا لري. حکومت بايد د مجاهدينو يعنې د ده له تجربو نه گټه واخلي.

کومې تجربې ؟ دی چې د اوبو او برېښنا وزير شو، ولې له کندهار، هېلمند او نورو پښتنو سيمو سره د مور وميرې سلوک وشو؟ دا ښه ده چې له خپلو اوبو او سرچينو نه گټه واخلو او که نورو نه برېښنا راوارده کړو؟ زموږ له اوبو نه خو زموږ ټول گاونډيان [ايران، پاکستان وترکمنستان] گټه اخلي. ولې د سلما بند د سيمه ييزو لاسوهنو او خپلمنځي اختلافونو ښکار او خنډوځنډ سره مخ شو؟ ان تر دې چې د عبدالمجيد زابلي تر کوره پورې اسماعيلخان ورته خېټه خلاصه کړه. دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې، ولې دا بوډاگان ((شيخفانيان)) د خپلو گټو لپاره حل وحرمت او ملي گټې نه پېژني؟ زه خپله شخصاً هم د دې رواداره نه وم چې زموږ پوځيان زموږ پر گاونډيانو وروزل شي، خو د شهيد داود خان په وخت کې مې درې تنه ورغلل او نن يې داسې په زرگونو اېجنټان راته روزلي چې له سرحداتو، گمرکاتو او ولاياتو نه واخله تر پارلمان وسنا ان تر د ولسمشر تر دفتره ((ارگ)) پورې کڅوړې رسېدلې او هلته توضيع کېدلې.

اوسني هېواد مشر ته مې هم مشوره دا ده چې له احتياطه کار واخلي. دوی پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی يې د سولې او دوستۍ په تمه شل ځله سيند ته تږی بوت او بيرته يې راوست. بالاخره د جمعې پر ورځ خپله د پرويز مشرف له خولې راووته چې ((موږ په افغانستان کې خپله نيابتي جگړه کوله)) او پر هغه مو باور نه کولو. اوس خپل حکومت ته مشوره ورکوي چې د غني ملاتړ وکړي. جگړه بايد بس شي او پاکستان بايد دغه وروستی چاڼس له لاسه ورنه کړي. لينک دلته کتلای شئ :
Musharraf: Pakistan and India's backing for 'proxies' in Afghanistan must stop
In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban
http://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban

نتېجه :
ولس د جهاديانو او د دوی د بوډاگانو خوند او مزه يو ځل څکلی بيا يې نه څکي. پخوا مو څه خونده وه چې اوس به يې لا په راتلونکې کې وي. ولس يوځل د شرح جامي يا په بله مانا د دې بوډاگانو (( شخفانيانو)) خوند څکلی. پخوا يې هم خونده نه وه او په راتلونکې کې به يې بيا هم خونده نه وي. تر هر چا مخکې دوی د بهرنيانو شنه ډالر وخوړل او دولتي امتيازات ټول هر څه يې ترلاسه کړل. وخت او له وخته گټه اخېستل سره ښه پېژني. له بده مرغه زموږ بل پخوانی نامور جهادي مشر په دې کې پاتې دی.