د ۲۰۲۱ کال لپاره د کورني کرکټ لوبو مهالویش

د ۲۰۲۱ کال لپاره د کورني کرکټ لوبو مهالویش


  • 10 مياشتي دمخه (14/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 530

کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغانستان کورني کرکټ د لوبو مهالویش خپور کړی او په دغه مهال وېش کې د افغانستان په کچه ۷ کورني ټورنمنټونه په پام کې نیول شوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.

د کرکټ بورډ اداره وايي دغه لوبې خورا ارزښتناکه دي او زیاتوي چې کورنی کرکټ د هر هېواد د کرکټ لپاره بنسټیز حیثیت لري.

د روان کال مهال وېش په داسې حال کې خپریږي چې تېر کال په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس د خورېدو له امله ټولې رسمي لوبې ټکنۍ شوې وې.

د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې سږنی مهالویش به کورني کرکټ ته یو بوخت کال وي او دا د دوه درې کالو مخکې په پرتله ډېر بوخت مهالوېش ګڼي.