جامیکا تلاواز لوبډلې مجیب الرحمن له ځان سره ونه ساته

جامیکا تلاواز لوبډلې مجیب الرحمن له ځان سره ونه ساته


  • 4 مياشتي دمخه (23/05/2021)
  • حضرت‌ علي میاخیل
  • 211

د ویسټ انډیز هېواد کورنی لیګ کرابین، چې د اګست میاشتې په ۲۸ نېټه پایلیږي او د سپټمبر تر ۱۹ دوام کوي په دې لیګ کې ګډونوالې لوبډلې جامیکا تلاواز مجیب الرحمن له ځان سره نه دی ساتلی او بولۍ ته به وړاندې کېږي.

دغې لوبډلې انډري رسل، براټویټ او نور مشهور لوبغاړي له ځان سره ساتلي.

ويسټ انډیز کرابین لیګ د نور هېوادونو لیګونو په څیر یو سوداګریز لیګ دی، چې د نورو مشهوره لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړي هم پکې لوبيږي

دغه لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې تر سره شو چې د کرکټ د ډیرو مینوالو او لوبغاړو د پام وړ وګرځید، په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبیږي، چې هر کال په ویسټ انډیز هېواد کې تر سره کیږي.