ننګرهار کې د داعش د غړو په تور دوه تنه نیول شوي.

ننګرهار کې د داعش د غړو په تور دوه تنه نیول شوي.


  • 3 کاله دمخه (26/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1024

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش د غړو په تور دوه تنه نیول  شوي دي.

 

د رسنیو دفتر وایي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري د اچین ولسوالۍ په پېښې خوړ سیمه کې عملیات ترسره شوي دي.

 

د یاد دفتر څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په پېښې خوړ اړوند سیمه کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې دوه تنه د داعش د غړو په تور نیولي دي.

 

دغه دفتر زیاتوي، چې د ملي امنیت ځواکونو په دې عملیات کې د ګلاب او مسعود په نومونو دوه کسه د داعش د غړو په تور نیولي، چې له دوی څخه یې یو میل کلاشینکوف د دوو شاژرونه او یو کړۍ لاسي بم سره ترلاسه کړي دي.

 

خو لا هم داعش ډلې د غه نیول شویو کسانو په تړاو څه نه دي ویلي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم ياد دفتر په څخه په یوه خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو، چې د ددې ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ ماسپښین درې بجې د هوایي برید په پایله کې دوه وسله وال طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.