د کمانډو ځواکونو جګړه؛ لښکر ګاه کې د طالبانو د جګړې مسؤل ووژل شو

د کمانډو ځواکونو جګړه؛ لښکر ګاه کې د طالبانو د جګړې مسؤل ووژل شو


  • 5 مياشتي دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 311

سمسور(دوشنبه د غوایي ۱۳) د هلمند لښکر ګاه ښار ته څېرمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی، چې اوس مهال یاد ولایت ته تازه دمي کمانډو ځواکونه هم رسیدلي.

د سمسور نیوز د مالوماتو له مخې طالبان اوس مهال له خپلو سیمو څخه شاه تګ ته اړ شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په همدې حال کې بیا د هلمند امنیتي سرچینې وایي، چې د لښکر ګاه لپاره د طالبانو نظامي قومندان او د جګړې مسؤل مولوي کرامت، چې د د واشیر ولسوالي لپاره د طالبانو نظامي مسؤل هم و، د افغان ځواکونو له لوري د هلمند لښکر ګاه اړوند بولان سیمه کې وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې جګړې زور اخیستی، چې دواړه لوري په کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.