نه زړېدونکی هنر

نه زړېدونکی هنر


  • 3 مياشتي دمخه (05/06/2021)
  • انقلاب ملکزی
  • 442

هغه هنر چې له پيدايښته زرګونه کلونه وروسته هم نوی دی او داسې نه معلومېږي، چې دومره عمر دې ولري. د دې هنر ناوې د پښتونولۍ په رنګونو او د پښتنې/ پښتانه په خيال او فکر داسې مزينه سينګار شوې، چې د هېڅ زمانې ګرد، غبار او باران يې سينګار نه شي ورانولی. دغه مسته پيغله ډېر مينان د زړښت تر مرحلې رسوي، خو دا خپله د هرې زمانې په بدلون سره ځوانېږي.

علت يې څه دی؟

 

ځواب به يې په ليکنه کې ومومﺉ!

ټپه هغه فورم دی، چې پښتني کلتور او تاريخ پکې څپې وهي. دې ژانر پښتو ادبيات د نورو ژبو د ادبياتو سره سيال ګرځولي .د لنډۍ، مصرې او ټپې کتاب ترتيب کوونکی ليکي:« لنډيو ته زه دومره عقيده لرم، چې که په پښتو کې هېڅ شعر نه وای او یوازې همدا لنډۍ وای، نو د پښتو ادب لپاره به کافي وې.»

 

ورکه لاليه هېر مې نه يې 

ورکه لاليه غم دې تکه ژېړه کړمه

 

لنډۍ زموږ له ټولنې او کلتور سره داسې تطابق کړی، چې د وخت په تېرېدو سره يې هم خپل رنګ نه دی پیکه کړی.او که رنګ یې بدل کړی هم دی لا ښکلی ، ځلانده او تازه رنګ يې اخيستی دی.استاد سليمان لايق د لنډيو په په باره کې څه ښه ليکلي:«لنډۍ د څېړۍ ونې ته ورته ده، چې پاڼې يې يو ځای او یو ځل نه توييږي بلکې تدريجي، پرله پسې او نامحسوس خزان پرې تېرېږي. لنډۍ ګټ مټ د څېړۍ پاڼو ته ورته دي، چې له خپلې لويي ونې (د خلکو له حافظې) څخه يوه يوه او په کراره کراره د باندې راوځي. د لنډیو له لويې ونې له لکونو پاڼو څخه ورځ تر ورځې، مياشت تر مياشتې او کال تر کاله يو څو محدودې تر وخت تېرې پاڼې، چې د ټولنې د ضرورت او ذوق تنده نه شي ماتولای راتوييږي او د ژوند نوې پاڼې د دې لرغونې ونې پر څانګو باندې د ضرورت پر بنا د رژېدلو پاڼو ځای نيسي.» د ښه هنر يوه ځانګړنه همدا ده، ځکه خو له منځه نه ځي.

ادبي شهکارونه او ښه ادبي اثار د هرې زمانې او ټولنې له غوښتنو سره سم رنګ اخلي د هرې زمانې خلکو ته خپلې ماناوې لري او د هغوی په ژبه خبرې کوي، ځکه خو تلپاتې وي او نه زړېږي ټپه هم له همدې صفته برخمنه ده. که موږ يې په همدغه قطار کې ودروو زيادت به مو نه وي کړی.

د ټپې د محبوبيت يو راز دا دی، چې هر لوستی او نالوستی پښتون/پښتنه پکې خپل احساسات په رسوا او مرموز شکل بيانولی شي. د شاعر نه مشخصوالي يې دغه فرصت برابر کړی، چې د ويونکي ژبه او خيال ازاد پرېږدي  او د دېواني شاعر/ شاعرې غوندې  يې د شرم، ډار او بدوکلتورنو د نه بيانولو قولفونه خولو او فکرونو ته پراته نه وي، ځکه هر څومره چې هنر محدودېږي او د ايسارولو کوشش يې کېږي هغومره هنر کمزوری کېږي. ښکلا له لاسه ورکوي او عمر يې کمېږي.

لاليه سترګو کې مې ته يې 

چې د ليوره کټ ته ورځم پټې يې کړمه

 

د جونو زړونه فولادي دي

يو يار يې مړ شي بل ته سترګې توروينه

لنډۍ له واقعي ژوندڅخه الهام اخيستی او د نورو شعري فورمونو لپاره د الهام چينه هم ده. د هنر لپاره هنر ، هنر ته هنر يا ښه ده، چې  ووايو له هنر نه هنر خلق کول کومه نوې خبره نده.

نقاشي او شعر چې دواړه هنرونه دي يو بل ته به يې د پنځ موارد کم نه وي. په يوه مرکه کې له شاعر نه پوښتنه وشوه، نقاشي ته دې شعر وليکل شي او که شعر ته دې نقاشي وشي؟  

 هغه وويل: «شاعر دې داسې شعر وليکي، چې انځورګر ورته انځور جوړ کړي او انځورګر دې داسې انځور رسم کړي، چې شاعر ورته شعر  وليکي.»

د شاعر له ځوابه دا جوتېږي، چې هر هنرمن دې له بله قوي هنر وپنځوي، چې بل هنر ترې وزېږي او هر قوي هنر د تداوم او د بل هنر د پنځولو علت کېدای شي.

د لنډۍ د هنريت رڼا لکه د لمر دومره زياته ده، چې نورو ستورو ته رڼا ورکوي (د نورو هنرونو د ايجاد لامل ګرځي)

موږ ډېره داسې دېواني شاعري لرو، چې د لنډيو مفهوم انتقالوي، دا ځکه وايم، چې لنډۍ له ديواني شاعري څخه  اوږده مخينه لري.

حنان بارکزی وايي:

دا ستا حسن مې له لمره سره تول کړ

په ميزان کې ځکه لمر شو تر اسمان تېر

يا :

چې تاله يې له يوسف سره ستا حسن 

ترازو پسې اسمان ته مشتري لاړ

 

خو په لنډيو کې اورو:

تله د لمر اسمان ته لاړه 

ما چې دا ستا حسن د لمر سره تالونه

 

که ووايو د حنان بارکزي خبره په لنډيو کې راغلې، ښه به نه وي، ځکه لنډۍ د حنان بارکزي له شعر مشره ده، نو ښه دا ده، چې ووايو د لنډۍ خبره د حنان بارکزي په شعر کې راغلې.

 

دولت لواڼی وايي:

نور د نیسي لاس او پښې د مشايخو

ما نيولی دی په لاس زمام د زلفو

خوشحال خټک همدا خبره داسې کوي:

زه د ښکليو په پښو سر ږدم که نور خلق

خپل سرونه د پيرانو په اقدام ږدي

 

دا خبره بيا د لنډۍ شاعر راته داسې کړې ده:

خلک د پير لاسونه نيسي 

ما د وړوکې جينۍ پښې نيولې دينه

په نقاشي کې هم وينو، چې يوه انجلۍ ګودر ته منګی پر وږه روانه ده .او د ګودر ټپې هم زياتې لرو:

ګودر ته ځم راپسې راشه 

زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه

انسان فطرتاً او په غريزوي شکل د بدلون او تحول خوښونکی دی په يو ځای او يو قسم ژوند کې پاته کېدل نه خوښوي. دی هڅه کوي متنوع ژوند وکړي او په ټولو زمانو کې ځان شريک کړي.

د بدوي يا اسطوروي زمانې انسان کوشش کوه متمدنه نړۍ ځان ته اباده کړي، خو د متمدنه نړۍ انسان د نور څه په لټه کې دی.

بله خبره دا هم ده چې د بشر ټولنيز لاشعور سره شريک دی، ځکه خو موږ د تېرو زمانو له انسانانو سره روحاً تړل شوي يو، کله چې د هغوی تاريخ او کارکردګي لولو موږ هم پکې ځان شامل احساسو او خوند ترې اخلو. ټپه مو هم د تېر انسان له کړنو، اخلاقو او کلتوره خبروي .

په لنډيو کې داسې معصوم، سپېڅلی، له رنګونو ډګ خو ساده ژوند منعکس شوی، چې لوستونکی/ اورېدونکی پهنوستالژي اخته کوي او په تېر پسې يې ارمان ته اړ باسي.

نقيب احمد عزيزي ليکي:«په لنډيو کې، په فولکلوريکو ادبياتو او شفاهي وطني غاړو کې عجيب له مينې، خلوص او تلوسې ډک چاپيريال دی. موږ که داسې ژوند کړی لکه زموږ په لنډيو کې چې ځلېږي بیا خو له سوچه جنته دې عاصي دوزخ ته راغلي یو.»

سپوږميه کړنګ وهه راخېژه 

يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

ټول فورلکلوريک ژانرونه د ولس مال دی دا چې ويونکو يې له واقعي ژوند څخه الهام اخيستی دی د ډېر زړه راښکونکي او طبيعي چاپيريال منظرکشي پکې شوې ده.

په کشمالو کې ورته پټ شه 

د جينۍ خوی د مرغاوۍ ده رابه شينه

دغه ممتاز هنر ته له بل هر وخت اوس زیات خطر متوجه دی او ګواښي يې . زموږ وجيبه دا ده، چې دغه خطر دفعه کړو او د دغه هنر د زوال مخه ونيسو.

جانانه هيلو مای ډارلينګ 

تا راته ګوډ مارلينګ ونه ويل خفه شومه