دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهيراوه لسمه ۱۷اوونيزې غونډې رپوټ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اديبه اديب
  • 418

دمېرمن کلتوري– ټولنيزبهيراوه لسمه اوونيزه غونډه د۱۳۸۹کال دزمري (اسد) دمياشتې په شپږويشتمه ۲۶ نيټه غرمه مهال پريوولس نيموبجودپوهنې وزارت په پنځم پوړکې دجميلې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه. دغونډې ويانده پاريسه خزان دغونډې ميلمنه بصيره نيازۍ اودغونډې منشي اديبه اديب وه.
د(م.ک.ټ.ب)غونډې درې برخې درلودلې چی په لمړۍ برخه کې دزمزمې نيازۍ په يوه لنډه کيسه کره کنته وشوه،په دويمه برخه کې آزاده مشاعره اودغونډې په وروستۍ برخه کې بياهم درڼامشاعرې ارزونه وشوه.
دغونډې په لومړې برخه کې زمزمې نيازۍ خپله لنډه کيسه دکره کتنې په موخه دبهيرګډونوالوته په خپل غږ ولوستله.
دلنډې کيسې په اړه لومړی پاريسې خزان وويل چې کيسه بايدانځور ولري او بل داچې ريښتيني توب ته نږدې وي. اغلې زياته کړه چې دکوژدې کولوپه ورځوکې تګ راتګ دهلک دکورنۍ له لوري معمولاً څوڅوځلي ترسره کېږي چې دلته دې اړخ ته ډېره پاملرنه نه دی شوې،نجیبې وويل کيسه ښکلې وه خوښه مې شوه يوه ښېګڼه داوه چې ډېره لرې ځايونوته پکې نه وه تللې او بل داچې حقيقت قدم په قدم پکې محسوسېږي، چې دادلوستونکي ډاډ ډېروي.
جميلې ساپۍ وويل چې کيسې ډېرښه پيغام درلود او ښېګڼه يې داوه چې يو ډول تاوتريخوالي حالت يې هم پکې انځور کړی دی چې په ډېری کورنيوکې داسې څه ترسترګوکېږي.
دراپور ليکوالې ((اديبې اديب)) وويل چې ديالوګونه که لږڅه وړاندې او وروسته شوی وای ځکه ديالوګ په داستان اوکيسه کې ډېری ځله کيسه معرفي کوي چې کوم ډول پيغام اوانځور بايد ولري اوځينې نامالومې خبرې چې پوښتنې ولاړوې نه وای لکه ولسوال او ملګري چې معمولا بايد ولسوال سره ملګري نه بلکې نور دولتي کسان او ياهم پوليس او ياهم امنيتي خلک وای چې دلته ملګري او ولسوال هم کيدی شي ځينې پوښتنې ولاړې کړي چې والسوال په داسې مسله کې له ملګروسره څه کوي چې ځي.
جمیلې زمان وويل چې په تاريخ ليکلوکې معمولا نېټې سمې وي او ډېرځله حالات دروغجن ځای نيسي خوپه ناول او داستان کې ددې په خلاف که نېټې سمې نه وي خوحالات سم رااخيستل کېږي مرضیې امین په خپلوخبروکې دپاريسې خزان دخبرې تاييد وکړ چې له همدې امله بايد له حقيقته لرې لاړ نه شو.
نعيمې غني وويل چې که څه هم داد اغلې زمزمې لومړۍ کيسه ده خوبياهم ډېرې ځای ښېګڼې پکې ترسترګوکېږي نوپه نيک پار به يې ونيسو او برياليتوب به ورته وغواړو.
سونيتامدبروويل چې تلوسه پکې وه زه فکر کوم دادکېسې بله ښېګڼه وه چې زه يې يادول غواړم.
ورپسې هوسۍ وفا وويل چې ځينې دودونه او رواجونوته که چېرې په کيسه کې اشاره کېږي بايد لکه څرنګه چې دي هغسې رواخيستل شي ځکه دايوکلتوري اصل دی. لکه دواده په شپه دناوې له خواددروازې خلاصول چې معمولا دروازه بايد زوم خلاصه کړي.
دغونډې په دويمه برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې پکې اغليوسونيتامدبر،جميلې ساپۍ،نعيمې غني، مرضیې،ملالۍ،بصيرې نيازۍ، هوسۍ وفا ،دراپورليکوالې اويوشمېرنوروخپل شعرونه ګډونوالوته واورول.دغه راز په غونډه کې دهیواد له یوشمیر ولایتونو څخه نجونو شاعرانو خپل شعرونه دټیلیفون په کرښه دمیرمن بهیر غړو ته ولوستل.
دغونډې په درېيمه او وروستۍ برخه کې په کاري مسايلوخبرې وشوې چې پکې بياهم درڼامشاعره وارزول شوه،تورپیکۍ دمشاعرې ښېګڼې اونيمګړتياوې وشمېرلې ويې ويل په راتلونکو غونډو او مشاعرو کې هغه نيمګړتياوې چې دا ځل مېرمن بهير ورسره مخ و، بايد سمې شي او دسږکال درڼا مشاعرې له ښو تجربو څخه ګټه واخيستل شي،نعیمې وويل په دې مشاعره کې دنارينه شاعرانوهمکاري تخنيک چارې وي او نور سمونې بايدخپله دمېرمن بهيرغړيوپه غاړه درلودی،جمیلې په وروستيوکې وويل چې دمېرمن بهيرهغه غړې چې دبهيربنسټ يې ايښی دی بايد له ياده ونه اېستلې شي هغې بايدپه داسې سترو غونډوکې وستايلې شي او ستاينليک بايد داسې خلکوته ورکړل شي چې دبهيرسره نن اوپخوادواړه ځايه يې کار اوهمکاري په پام کې نيول شوې وي.
په غونډه کې ترټولوښه خبرداوه چې په ننګر هار کې هم دمېرمن دجوړ یدو چارې روانې دي اونور به هلته چې دمېرمن بهيرولايتې څانګه ده اونيزې غوندې ولرې چې ورته دبرياليتوب هيله وشوه.
دبهيرغونډه په دوه بجې پای ته ورسېده،هېره دې نه وي چې دميرمن بهيرراتلونکې اونيزه غونډه به دراتلونکې درينۍ (سې شنبې) ورځ دوږي یا سنبلې په ۳۰ نیټه په يوه نيمه بجه دپوهنې وزارت په پنځم پوړکې په معارف كلوپ كې جوړېږي.