پاکستان د خپلو ویزو سیستم انلاین کوي.

پاکستان د خپلو ویزو سیستم انلاین کوي.


  • 5 مياشتي دمخه (31/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 197

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي، له جنورۍ وروسته به د افغانستان او چین لپاره د ویزو د ویش سیستم انلاین کړي.

رشید ویلي، دا چاره د فساد دمخنیوي په موخه کوي.هغه وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړې، چې افغان او چینایي وګړو ته د پاکستاني ویزو د ویش په برخه کې پراخ فساد کیږي او دغه ویزې خلکو ته د پیسو په مقابل کې ورکول کیږي.رشید وایي، د ۲۰۲۱ میلادي کال څخه به د پاکستان د ویزو ویش انلاین شي، چې په دې سره به د پراخ فساد مخه ونیول شي. نوموړي زیاته کړې، چې ددغې برخې د لا معیاري کولو لپاره کار کوي.