چلسي اتلیتیکو مدرید ته ۲-۰ ماته وركړه او ټولټال ۳-۰ بريا يې وكولی شو بل پړاو ته لاړ شي.

چلسي اتلیتیکو مدرید ته ۲-۰ ماته وركړه او ټولټال ۳-۰ بريا يې وكولی شو بل پړاو ته لاړ شي.


  • 8 مياشتي دمخه (18/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 555

‌د يوروپا لیګ اتو لوب‌‌‌‌‌‌ډلو په پړاو کې چلسي په ستمفورد برېج لوبغالي کې اتلیتیکو مدرید ته ٢-٠ ماته وركړه او ټولټال ٣-٠ بريا يې وكولی شو بل پړاو ته لاړ شي. 

دې لوبه اتلیتیکو مدرید د ګول وهلو ‌‌‌‌‌‌ډېرې هڅې وکړې خو بریالی نه شو. او چلسي لوبغاړو په ‌‌‌‌‌‌ډېر ځواک ټولې لارې بندې کړې وې. د چلسي دواړه ګولونه د برید پایله وو او د دییګو سیمیونه لوب‌‌‌‌‌‌ډلې په هغې کړنلارې ګولونه وخوړل کوم چې دوی یې په خپلو لوبو کې کاروي. 

ګولونه یو یې حېکېم زیاش په ٣٤ شيبه كې او بل یې امرسون د لوبې په پای شېبو کې وکړ. 

اتلېتیکو ماته وخوړه او چلسي  بل پړاو ته لاړ او اوس به ګورو چې دې سیالیو کې څومره مخکې ځي. چلسي وروسته له اووو کلونو دې پړاو ته رسېدلې او اوس به له نورو ننګونو سره مخامخ کېږي. اوس به اتلېتیکو مدرید او نورې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې چې له دې سیالۍ وتلی اړ دي لالیګا لوبو کې پر خپلو سیالیو ‌‌‌‌‌‌ډېر پام وکړي