افغان لوبډلې زمبابوی ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلې زمبابوی ته ماته ورکړه.


  • 6 مياشتي دمخه (14/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 508

د افغانستان او زمبابوی ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه افغان لوبډلې ۴ ویکټو په زیان وګټله.

یاده لوبه، چې پنځه ورځې وړاندې د دوبی په لوبغالي کې پیل شوې وه، چې افغان لوبډلې په لومړي وار په کې د حشمت شاهدي د ۲۰۰ او لوبډلمشر اصغر افغان د ۱۶۴ منډو پر مټ ۵۴۵ منډې جوړې کړي، چې په ځواب کې یې د زمبابوی لوبډله په ۲۸۷ منډو وسوځېده.

د ټیسټ کرکټ د فالو ان د قانون له مخې افغان لوبډلې یو وار بیا زمبابوی ته بلنه ورکړه، چې یادې لوبډلې په دوهم اننګز کې ټولې ۳۶۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۰۸ منډو هدف په مخکې کې کېښود، چې په ځواب کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې تیسټ لوبه زمبابوی لوبډلې ګټلې وه.