بغلان کې  ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 9 مياشتي دمخه (20/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 309

د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي په دغه ولایت کې د بیلابیلو نښتو له امله ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیتي مسوولینو په وینا تیره شپه وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان او دهنه غوري سیمو کې له افغان ځواکونو سره په نښته لاس پورې کړ چې له امله یې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا په دهنه غوري ولسوالۍ کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، دغه راز ۲ وسله وال طالبان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي.

مسوولین وایي ددغو نښتو پر مهال د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه ډیپو هم له منځه وړل شوې او ځینې مهمات یې ترلاسه شوي دي.

په دغو نښتو کې یو افغان سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.